تاند- په جرمني کې پولیس د هغه سړي د موندلو هڅه کوي چې د هتلر په شان برېتونه یې لرل او پر دوو افغان کډوالو یې حمله وکړه.
دغه سړي مخکې تر دې چې له چک جمهوریت سره د جرمني پولې ته نژدې غرنو کې پر افغانانو باندې د نازي پوځیانو پر خولۍ حمله وکړي، لومړی هغوی ته پېغورونه ورکړل.
افغان جوړې، چې د یوه عمر ۲۱ او بل ۲۶ و، د التنبورګ په غرونو کې سکي کاوه.
پولیس وايي، کله چې دغه جرمني فاشیست افغانان پر پوځي خولۍ وهل، لارویانو مداخله وکړه.
حمله کوونکي له بریده وروسته د هتلر په شان سلامي ورکړه او تښتېد.
د جرمني بیلد ورځپاڼه وايي چې یو افغان د ژوبلېدو له کبله په روغتون کې بستر شوی دی.
ورځپاڼه وايي چې حمله کوونکي خړ جمپر اغوستی و او د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ ښکارېده.
دا پېښه په داسي وخت کې وشوه چې په جرمني کې د نوي کال په شپه د افریقايي او ایراني پناه غوښتونکو له لوري پر جرمنیو ښځو جنسي تېریو په دغه هیواد کې د مسلمانانو پناه غوښتونکو په وړاندې حساسیتونه پارولي دي.
له دې جلا روانه اوونۍ یوه افغان په اتریش کې پر یوې نجلۍ جنسي تېری وکړ چې وروسته پولیسو له مخدرو موادو او جعلي پیسو سره ونیوه.