د ارزګان والي ښاغلې محمد نذیر خروټي

هغه غونډه کې چې په همدې مؤخه نن د ولایت مقام په مقر کې جوړه شوي وه، د پوهنیز بهیر یو شمیر خدمتګارانو ته د میر مسجدې خان مډالونه، تقدیر نامي او نوري ډالۍ چې د ولسمشرۍ ماڼۍ او اړونده وزارت له خوا ځانګړې شوې وې، ورکړل شوي.

د ارزګان والي ښاغلې محمد نذیر خروټي یادې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې، د پوهنې د بهیر خدمتګاران د ډیر څه مستحق دي، ځکه دوې په جګړه ییز حالت کې زموږ د ولس بچیانو ته سالمه روزنه ورکوې او د هغوي د زده کړې او روزني لپاره يي هر راز قربانۍ ته ټټر وهلی، خروټي زیاته کړه چې، ولایتې اداره به د پوهنيز بهیر د لا ښه والي په مؤخه د ولسې وګړیو په مرسته هرو مرو سمون راولي، او دې کار ته به ژمن پاتې شې، تر څو راتلونکې نسلونه يي د علم په ګاڼه سمبال او د دې خاوري ریښتینې خدمتګاران وګرځې.

ولایت مقام د اطلاعاتو او رسنیؤ دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *