د دوو څېزونو د پرتلنې او خپلو ځانګړتياو د پېژندنې لپاره اړينه ده چې لومړى دواړه په خپل ذات کې په پوره توګه وېېژندل شي، له پېژندنې پرته يې پرتلنه ګرانه او حتى بې ګټې ده.
د تشبيه او استعارې د توپيري ځانګړتياوو د څرګندولو لپاره چې په بيان علم او بلاغت کې دوه بېلابېل موضوعات دي، اړينه ده چې په اړه يې لومړي معلومات ولرو او ترمنځ يې له نږدې اړيکې سره پوره اشنا شو.
تشبيه: تشبيه د بيان د علم مهم بحث دى، په لغت کې يو ډول والي ته وايي او په اصطلاح کې د دوو څيزونو ګډو ځانګړتياوو ته وايي. ياپه بله وينا:د يوه ګډ صفت له مخې د يوڅه، يوچا، يوه حال او يا يوه شي ورته والي ته وايي.
تشبيه پنځه ستنې لري چې له ١- مشبه ۲- مشبه به ۳- وجه شبه ۴- د تشبيه ادات ۵- د تشبيه غرض نه عبارت دي.چې هره ستنه پر خپل ځاى اهميت لري او د تشبيه په بشپړولو کې مرسته کوي.

حميد بابا وايي:
لکه سيل چې رېژوي کمر د شګو
نړوي مې هسې مينه وار په وار
دلته د سيل پر وړاندې د شګو د کمر کمزوري د مينې پر وړاندې د انسان د کمزورۍ تر منځ يو ورته والى موندلى شوى، حميد بابا وايي چې د يار د مينې په مقابل کې د شګو کمر يم چې د يار مينه مې په اسانۍ نړوي، ځکه خو يې ځان مشبه او د شګو کمر مشبه به بللى شوى او يوه محسوسه تشبيه ده. البته تشبيه ګڼ نور ډولونه هم لري.
استعاره څه ده؟
لومړى به په عمومي ډول په دې اړه د ځينو ليکوالو او ادب پوهانو نظرياتو ته تم شو او وروسته به يې له بېلګو سره شرحه کړو:
کله کله وايي چې فلاني ليکوال يا شاعر په دې مستعارنامه هم شاعري کړې، يايې دا مستعار نومونه هم درلودل چې دلته ورڅخه موخه د خپل اصلي نامه پر ځاى له بل نامه چې مجازي نوم دى، ګټه اخيستل دي. مستعار نوم په حقيقت کې د يوه کس مجازي او غير حقيقي نوم دى.
د استعاري کارونه او رواجول بيا هم د علومو او هنر د نورو سرچينو په څېر يونان ته ستنېږي، وايي چې په دې اړه لومړي نظريات او عملي بېلګې ارسطو د ادب تيوري او شعر پېژندنې په اړه خپل مشهور اثر ( بوطيقا) کې وړاندې کړې.
نوموړي ويلي دي: د ښکلو استعارو کښنه د هر چا له وسې وتلې خبره ده، هېڅوک نشي کولی چې د نوو او نادرو استعارو تخليق کول له چا نه زده کړي، دا د انسان په فطري استعدادونو پورې تړاو لري.
ځينې پوهان په دې اند دي چې “د ارسطو دغه مفکوره تر اوسه پورې نه رد کړای شوه او نه هم په هغې کې زياتوالی او يا کموالی راغی. د ژبې استعاراتي نظام په څه او ولې ترتيب شو؟ د دې پوښتنې ځواب د انساني تاريخ له هغه لومړني عصر څخه پيلېږي، چې انسان په اشارو خبرې کولې.”
د محمدحسن عسکري په نوم ليکوال د استعارې راز په نوم ليکنه کې وايي: استعاره د انساني تجربې له رګونو نه را څاڅي. دا د عقل او نقل خبره نه ده، لکه څنګه چې يو روغ سړی يا د روغتيا پلټونکی له خوب ليدلو پرته نشي اوسېدی، همدغسې د استعارې تخليق هم د ادب الزمي عمل دی. دا بېله خبره ده چې يو څوک د خپل دغسې عمل مخه نيسي يا پټم ورته دروي او خپل تخليقي صالحيت محدودوي.
همدارنګه خواجه الطاف حسين حالي د استعاري په اړه ويلي دي: استعاره د بلاغت يو لوی رکن دی او ورسره د شاعرۍ تړاو داسې دی، لکه روح له بدن سره. تمثيل او کنايه هم استعارې ته ډېر نږدې دي. دا هغه څه دي چې شعر ته روح ورکوي. کله چې ديوې ژبې په اصل کې د قافيې ساحه تنګېږي، نو شاعر د استعارې په مرسته خپل احساسات او خيالات په ډېره ښه توګه بيانولی شي او په کوم ځای کې چې خپل منتر ورته اغېزمن ونه برېښي، نو د همدې په زور د خلکو زړونه تسخيروي. (تنقيد او تحقيق، مقدمه)
اوس به له عمومياتو نه جزيياتو ته راشو او له شعر سره به ورباندې خبرې وکړو: د بلاغت پوهانو د استعاري لغوي مانا عاريت ياني د يوې کلمې پر ځاى د بلې کلمې، يا يو څه پر ځاى د بل څه کارول ښودلي دي(لومړۍ مانا د دويمې مانا – حقيقي مانا د مجازي مانا پر ځاى)، په اصطلاح کې هغه تشبېه ده چې د تشبيه له خواوو يوه په کې حذف شوي وي، ياني مشبه او مشبه به څخه يو په کې نه وي.
د استعاري ارکان له مستعارمنه( لومړۍ او ظاهري مانا) ، مستعارله(باطني يا د شاعر غوښتې مانا)، جامع( د لومړنۍ او غوښتل شوې مانا ترمنځ اړيکه) او مستعار(هغه کلمه چې استعاره په کې شوې) نه عبارت دي. شاعر وايي:
دوو نرګسو کې مې ونغاړه لمر مخي
سراسر به شنه وږمه د بيابان شم
يا د کاروان صيب دا بيت:
تنده د ديدن مې په لېمو لېمو کې ونغاړه
راشه! دا د ژوند ماښام په دوو ډېوو کې ونغاړه
په پورتني بيت کې جوړه يا دوه نرګس د سترګو لپاره استعاره ده، په همدې ډول دوې ډېوې بيا هم د دوو سترګو لپاره استعاره ده، تشېبه ځکه نه ده چې د تشبيه ارکان نه لري، داسې نه دي ويلي شوي چې سترګې دې لکه نرګس، يا د نرګسو په څېر سترګې، يا د سترګو ډېوو کې، بلکي وايي چې دوو نرګسو، يا دوو ډېوو کې چې دواړو بېلګو د يوې قرينې له مخې زموږ د اصلي او مجازي مانا يا وضع شوو کلمو ترمنځ تړاو او مشابهت موندلى شو.
په همدې ډول که ووايو چې د اوښکو مرغلرې، د اوښکو باران او د کاڼى زړه؛ نو په ټولو بېلګو چې استعاره يي اضافي ترکيب دى، استعاره په کې ده. دلته يو عبارت د بل عبارت پر ځاى کارېږي چې د دواړو ترمنځ شبهات موجود وي، چې په دې حساب استعاره همغه تشبېه ده چې مشبه يا مشبه به يې غورځول شوي دي. “د ورېځو ژړا” استعاره ده، د انسان له ژړا سره يې ورته والى ښودل شوى خو مشبه ترې حذف شوې ده.
استعاره په حقيقت کې موجزه او لنډه تشبيه ده چې يواځې مشبه به په کې پاتې شوې. له تشبيه پرته له مجاز او سمبول سره هم نازکه اړيکه لري، ددې ترڅنګ شاعر په تشبيه کې د دوو پديدو د ورته والي ادعا کوي، خو استعاره کې بيا د دواړو بيخي يو شى والى بيانوي.
دا ځانګړتيا استعارې ته له تشبيه نه هم هنري او خيال پاروونکى ځواک ورکوي، همدا لامل دى چې کله کله استعاري ته د مجاز ډول هم وايي، خو توپير يې دادى که د حقيقي او مجازي مانا علاقه يا اړيکه د مشابهت ډول وي، نو استعاره او که د مشابهت علاقه ونه لري، نو مجاز دى.
تشبيه په خپل جوړښت کې د تشبيه دواړو خواوو ياني مشبه او مشبه به ته اړتيا لري، خو استعاره بيا دا ډول نه ده، د بېلګې په ډول که ووايو چې زمرى مې وليده او موخه يې انسان وي، خو دا چې د زمري سره د انسان د تشبيه په اړه کومه نښه نشته، نو تشبيه نه شي جوړولى، خبره استعارې او سمبول ته ځي.
يوازې لفظ ته يې يوه مانا وضع کړې ده، ياني د لفظ او حقيقي مانا تر منځ يوه مشابهت چې د زړور انسان او زمري تر منځ ده، د تشبيه د ارکانو له کارولو پرته نه شي رامنځته کېدلى.هر وخت چې د دوو څيزونو تر منځ ورته والى روښانه او څرګند وي، نو د تشبيه روښانه کول ناوړه تشبيه ده.
يا په بل عبارت: استعاره د يوه څه اخيستل او بل چا ته ورکولو ته وايي، خو د بيان پوهنې په اصطلاح کې استعاره د تشبيه يو ډول ګڼل کېږي چې د تشبيه يوه خوا( مشبه يا مشبه به) په کې ياد شوى او بله خوا يې غورځولې وي. د استعاري اصل پر تشبيه ولاړ دى، خو دا چې په استعاره کې يواځې د تشبيه يو رکن ذکر کېږي او لوستونکى له ډېرې ذهنې هڅې او کوښښ سره مخ کوي، نو له همدې امله استعاره تر تشبيه څرګنده او ډېره خيال پاروونکې وي.
دا چې په استعاره کې د تشبيه يوه خوا ذکر کېږي نو له همدې امله استعاره په دوو برخو ويشي چې يوې ته مصرحه (څرګنده) او او بلې ته مکنيه استعاره وايي. لومړى ډول هغه استعاره ده چې مشبه به ياد شوى او مشبه يې غورځېدلى وي او مشبه به د مشبه ځاى نيسي.
د سپرلي وږمه مودې پس را الوتې
د وجود څانګې مې شنې شوې اوغوړېږي
دلته د سپرلي وږمه د معشوقې يا خپلې مينې لپاره استعاره ده، مشبه به( د سپرلي وږمه) ياده شوې اومشبه(معشوقه) حذف شوې ده. شاعر وايي چې وچ او خزان وم، هغه راغله او وجود مې وغوړېده او تازه شوم، “د وجود څانګه” کې ورته نورې خبرې هم شته.
مکينه استعاره بيا هغه استعاره ده چې مشبه به په کې غورځول شوى وي او يوه ځانګړتيا يې له مشبه سره راغلي وي، په دې ډول تشبيه کې کله کله د مشبه به د ځانګړتياوو نسبت مشبه ته ورکول کېږي.
ته وز، ژوند و، د معصوم حسن نارې وې
په وجود دې د مرګي منګولې سرې وې
دلته مرګ له لېوه سره تشبيه شوى، چې منګولې لري، خو خپله يې لېوه نه دى ياد کړى او تېرې يا څېروونکې منګولې د لېوه د وجود يوه برخه او ځانګړتيا ده چې مرګ ته يې نسبت ورکړل شوى دى.
د دواړو ترمنځ بل توپير په تشبيهي او استعاره يي اضافي ترکيبونو کې هم موندلى شو.کله مضاف اليه، مضاف ته ورته وي او کله بيا مضاف د مضاف اليه سره ورته وي، لکه د علم رڼا، د فکر مرغه او يا د خيال زانګو چې تشبيهي اضافي ترکيبونه جوړوي.
دا ډول ترکيبونه بليغه تشبيه وي چې مضاف يې مشبه به او مضاف اليه يې مشبه وي چې د مفصلې تشبيه په توګه راوړل يې د تشخيص کار اسانه کوي، ياني علم د رڼا په څېر لاره روښانه وي او حقيقت ته مو رسوي، فکر هغه مرغه دى چې انسان اوچتوي او خپلې موخې ته يې رسوي، خيال همغه زانګو ته چې يوه او بل ځاى ته مو په يوه شېبه کې وړي راوړي.
اوس که دا بحث مطرح شي چې مضاف اليه دې له مضاف سره نه تشبيه کېږي، بلکه له داسې څه سره دې تشبيه شي چې مضاف يې له يوې برخې يا اړوندو نورو برخو څخه وي چې دې ته استعاره يي اضافي ترکيب ويل کېږي.
ما ويل ټوله ورځ به څارم د چا لاره
خو د لمرمخ ته کتل څه اسان نه دي
دلته د لمرمخ استعاره يى اضافي ترکيب دى، ځکه چې لمر مخ نه لري، لمر له مخ سره نه دى تشبيه شوى، بلکه له يوه انساني موجود سره تشبيه شوى چې مخ يې هم د وجود يو غړى دى.
استعاره د مستعار منه له لارې ځان مشبه ته رسوي او مشبه يوازې د يوې مجازي مانا لرونکې وي چې ددې مانا په رسولو کې قرينه مهم رول لوبوي.
په استعاره کې بهرنۍ قرينه ده چې د کلمې حقيقي او مجازي ماناګانې سره پېلوي او موږ په سمه لار برابروي، بله دا چې په استعاره کې د اصلي او مجازي مانا ترمنځ کلک تړاو نشته، همدا سبب دى چې کله کله قرينه د استعارې د مانيز محدوديت سبب ګرځي او لوستونکى ترى د کلمې حقيقي او مجازي مانا به اسانۍ نشي بېلولى، همدا يوه مانا(مجازي مانا) تر اخلي. سيف الرحمن سليم په يوه بيت کې وايي:
د زړه کور کې دې چې ځاى ورکړو
“سليمه” کور ته دې بلا راوسته
بلا د يو څه لپاره مستعار منه ده، خو دا چې د څه لپاره په اسانۍ يې نه شو موندلى، شايد شاعر به خپله معشوقه يادوي، خو د زړه په کور کې ځاى ورکول ددې لپاره قرينه ده چې ومو پوهوي او قناعت راکړي چې د زړه کور کې څوک بلا ته ځاى نه ورکوي، خو دا چې ځاى په کې ورکړل شوى، نو بل څوک به وي.
په پاى کې ويلى شو چې په شاعرۍ کې د تشبيه، استعارې، کنايې، سمبول او مجاز د کارونې اړيکه او ساحه ډېره سره نږدې ده، خو موخه يې يوه ده چې د تخيل پر مټ د کلام د لفظي او معنوي ښکلا او د بيان په اصطلاح له ګڼو لارو د يوې ټاکلې مانا د لېږدولو دنده تر سره کوي.
په ټوله کې ادبي فنون(بديع، بيان او معاني) هغه پوهه ده چې د ادبي بيان ښکلاوې را سپړي او له کاروونکي سره د پاخه کلام پنځولو، فصاحت او بلاغت کې مرسته کوي، لفظي او معنوي ښکلاوې دواړه د مخاطب له ذهن سره مرسته کوي چې حقيقي مانا ته ورسېږي .
———————