د ننني دور د تکنولوژۍ د چټک پرمختګ پروسه نه یوازې دا چې د بشريت لپاره بې شمېره فزیکې اسانتیاوې برابروي، بلکې ورځ تر بلې د پراخ فکري بدلون سبب کيږي هم.

د ټولنیزو رسنیو له برکته نن ورځ د نړۍ بیلابیل خلک چې په هرهیواد، مذهب، عقیده، سياسي او يا ټولنیز ګروپ پورې اړه لري، کولای شي یو د بله سره ازاد بحث وکړي او خپل هرډول نظرونه تبادله کړي.

د ټولنیزو رسنیو زيږد د فکراو بیان ازادۍ ته په لار پرانیستو د عامه پوهاوي او فکري روڼتیا کچه ورځ تربلې ښه کوي. ټولنيزې انترنيتي رسنۍ چې په نړيواله کچه کارول کيږي ترډیره حده د سانسورد تهديد څخه په امان کې دي.

د همدغو انترنيتي لیکنو او رسنیو له برکته نن ورځ د افغانستان خلک او په ځانګړې توګه ځوان قشرد پخوا په پرتله ښه سیاسي شعور او پوهاوی لري اوپه سياسي ـ ټولنيزو مسایلو کې په فعاله ډول رول لوبوي.

نن ورځ افغانان چې د نړۍ په هرځای کې دي، د خپل هيواد د خلکو سره په تماس کې دي اواوس بې له ډاره کولای شي د خطرناکو مافيايی کړيو او هغو تش په نامه جهاد سالارانو او مذهب سالارانو په مقابل کې چې د مذهب په نوم يې نالوستي هیوادوال د خپلو سیاسي ګټو او ناروا غوښتنو قرباني کول، اواز پورته کړي.

د نړۍ په ډيرو اسلامي او غيراسلامي هیوادونو کې د نارامیو د سبب په هکله د اکاډيميک شنونکي په دې نظر دي چې بنیادګري نورد وخت سره په تضاد کې واقع شوې ده او د ۲۱ پېړۍ په چوکاټ کې ځانته ځای نشي موندلای. وخت بنیادګري محکومه کړې، په ورو ورو به له منځه ځي او زوال به مومي. همدغه سبب دی چې د مذهبي افراطیت پلويان د تجريد، ګوښه کيدو او په ټولنه کې د خپل موقف د بایللو له وېرې په رواني ناروغيو اخته شوي او خپل عصبانیت د ځان اود نورو په وژنو سره سړوي.

د ملاصبوراو ملانیازي د څرګندونو په مقابل کې، چې د علمیت، انسانیت او افغانیت خلاف وې، د افغانانو پراخ غبرګون او کرکه د دې واقعیت ښه څرګندوی دی چې نور خلک يوازې په ږيره او لباس نه غوليږي او د ښو او بدو توپير کولای شي.

په تېرو ټاکنو کې د خلکو پراخه ګډون له يوې خوا، خو د سياف، اسماعيل او نورو ورسره مذهبي او جهادي ډلو ناکامي له بلې خوا، هم دا حقیقت په ډاګه کړ چې زاړه وختونه تيرشوي او اوس افغانان د نوي تفکر په بنیاد د یو داسي هیواد جوړولو په تکل کې دي چې هلته ديموکراسي، فکري ازادي او انسانیت حاکم وي.

د موبایل ځیرک تلفونونو، ايپدونو، تابلیتونو او بيلا بیلو کمپيوتري سیارو وسيلو ته پراخ لاسرسی او د انترنیت په واسطه د هغوی سره تړل ، د نړۍ ټولو خلکو ته د زده کړې او خبرتیا داسي امکانات برابر کړي چې په نتیجه کې به يې علميت او پوهه د يو زورور سیلاب غوندې په مخ روان وي. خلک به هوښياريږي، تجربې به سره شريکوي او نور به په پټو سترګو د هغو کسانو تر شا نه ځي چې د خلکو په ناپوهه ساتلوکې د خپلې بقا او حاکمیت خوبونه ويني.

کله چې رسنۍ ازادې او د تهديد لاندې نه وي، فکري شعور وده کوي.

د فکري شعور د ودې په پروسه کې غولونکي څېرې ، مصنوعي شخصیتونه او مستبد جوړښتونه د فشار لاندې راځي او رسواکيږي. جهل او ناپوهي له منځه ځي او په ځای يې د پوهنې رڼا هیواد روښانه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *