افغان ټولنیز نیټورک غړي او د مشرتابه شورا د ننګرهار د جلال اباد په ښار کې پر قومي مخور ملک عثمان شېنوارې او د ولسي جرګي د غړي عصمت شېنوارې پر کور ځانمرګي برید په سختو ټکو کې غندي او له امنیتي بنسټونو څخه په کلکه غوښتنه کوي چې ژر ترژه ددغي فاجعی چې له کبله یې د ملک عثمان شېنوارې د کورنې د غړو په ګدون دیارلس تنه ووژل شول او خپله د ملک عثمان شېنوارې په ګډون یې د کورنۍ څوارلس تنه ټپیان شول د قانون منګولو ته وسپاري.
ملک عثمان شېنوارې په ننګرهار کې هغه قومي مخور دی چې تل یې د ننګرهار له ولسونو سره په ملي مسایلو کې نه ستړي کیدونکي هڅی کړي دي او تل به یې کوښښ کوه چې په ننګرهار شته ستونزې د جرګو مرکو او سولي له لیارې هواري کړي نو پر همدې بنسټ به یې هره ورځ دیره له قومي مخورو ډکه وه.
د افغان ټولنیز نیټورک غړي او مشران د سېمه ایزو امنیتي مسولینو سربېره له مرکزي دولت مشرانو څخه په ټینګه غوښتنه کوي چې ژر ترژره د ننګرهار امنیتي ستونزو د حل لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي نو که خدای مه کړه مرکزي دولت د ننګرهار د امنیتي ستونزو د حل په موخه جدي ګام پورته نه کړي نو کیدای شي په ننګرهار کې دغه مرګونې بریدونه وروستي نه وي او نور هم ورته بریدونه ترسره شي چې له امله به یې زموږ ملکي وګړي قربانیان کېږي.
نو که مرکزي دولت ددغه ډول مرګونو بریدونو په مخنیوي کې ګامونه پورته نکړي نو افغان ټولنیز نیټورک غړي به له نورو مدني بنسټونو سره په ګده په مدني خوځښتونو څخه پیل وکړي چې مسولیت به یې بیا د افغان دولت پرغاړه وي.
په درنښت
خان ولي کامران
د افغان ټولنیز نیټورک د مشرتابه شورا غړی
18/01/2016 کابل- افغانستان