لا به تر کومه د غفلت تر بړستن لاندې خيالي خوبونه وينې؟ لا به ترکومه د بادشاهي هيله او تمه لرې؟ تر کومه به دې د هنر او کمال نه کرکه وي؟ لا تر کومه به د طالعو او د لاس کرښو په تمه د ښې راتلونکې هيله لرې؟

په نوره نړۍ کې انقلابونه راغله، خلک يې هوښيار شول، د خپلې راتلونکې لپاره لاس په کار شول، خو دلته د انقلابونو او پاڅونونو څه کمی و؟ خو لا مو هم ترې الهام وانه خيست، لا تر ننه پدې فکر کې يو، چې ويجاړ هيواد به مو پردي راجوړ کړي.

موږ د ژوند له ټولو نعمتونو بې برخې شو، په خپله خور او مېرمن تعليم او زدکړه له کفره راته کمه نه ښکاري، حتی خپل واړه ماشومان هم د منبر د ملا صاحب په خبره ښوونځي ته لېږلی نه شو.

تر کومه به دا حالت پرموږ روان وي؟ تر کومه به مو د مرګ له پرښتې سره د يارانې تار کلک ساتلی وي؟

زموږ ډېری ځوانان اوس په هيواد کې د نیابتي جګړې قرباني دي، ښوونځی يې له دې امله پرې ايښی دی، چې جهاد کوي او يرغلګر له هيواد څخه باسي، خو د کمان ناوک يې زما د وينې بوی پېژني.

د دولت په اډانه کې د فساد شتون، په سيمه کې د بېکارۍ او ناپوهۍ له کبله مو په سلګونو ځوانان په مخدره توکو روږدي دي، هغه ځواکمنې مټې چې د هيواد د جوړېدو چاره پرې ممکنه وه، هغه نن په مخالف جهت کې زموږ د ژوند دښمنان ګرځېدلي دي.

که ويښ نه شو، نو همدغه به مو حال وي، د خوشال بابا د زوکړې په ځای کې به مو د پښتو ژبې د تدريس مخه نيول کېږي او د نصاب څخه وځي.

همدلته د ننګرهار او پکتيکا په ځينو سیمو کې به مو د همڅنګي نصاب د کتابونو تدريس کېږي.

موږ له کومه دومره غيرتي يو، چې دغه د خپل ځان عیب وګڼو، په ډېری ښوونځيو کې مو اوس هم عملا ماشومانو ته د جنګي تاکتيکونو درسونه ورکول کېږي.

زموږ بدمرغي څه ده؟ پوهنه د خلاصون لاره ده، خو دا چې تاسو دغه د خلاصون لاره نه خوښوئ، همداسې به د دښمن د فرېبونو او چلونو په دام کې ګير راځو، مکاره دښمن د اسلام په نوم له موږ نه ازادي واخيستله، مکاره دښمن زموږ د حجرې او خبرې سړی په شهادت ورسول.

عجيب هوښيار دښمن دی، ډېر ښه يې پېژندلي یو، هر وخت مو د خپلو احساساتو قرباني ګرځوي، د مرګ او ژوند فیصلې يې په جېب کې دي، د غيرت په نوم مو جنګوي، د غيرت په نوم يې د ژوند د محروميتونو سره اشنا کړو.

عجيبه دښمن دی، د خپل ورور په لاس مې وژني، د خپل ورور له وېرې خپل کاله ته تلی نه شو.

په خیبر پښتونخوا کې خو مو ژبه د نصاب نه ووتله او د ترهګرو د ژبې نوم يې خپل کړ، دلته به هم غفلت هم زموږ ژبه او ارزښتونه رانه واخلي.

دا تعصب نه دی، چې موږ د خپلو مدني حقونو لپاره مبارزه وکړو، موږ به تر کومه ويده يو، تر کومه به د کرکجن دښمن د دسيسو ښکار يو.

خوبولې راويښ شه کاروان ډېر وړاندې تللی دی، ته لا اوس هم د خيالي خوبونو په نړۍ کې تېر برم وينې، که ويده پاتې شې، نو دلته به دې هم خپل هويت له لاسه ورکړی وي.

One thought on “د ترهګرو ژبه! / مجيد ژړاند”
  1. that is Ok,
    But now in privet school our children learn 1st English then Pashto & Dray Way?
    in class 1 in privet school 99% don’t know Pashto & Dray Alafba I complete
    survived that school.
    I Kindly request all writer to write article about it the other way like Peshawar Pashto After 5-or10 year we also said ( Hospital for Roghtoon)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *