تاند- د ایران له لوري د ۵ امریکايي بندیانو له خوشي کېدو وروسته څرګنده شوه چې افغان طالبانو له ډېرې مودې راهیسي یوه امریکايي- کاناډايي جوړه برمته کړې او لا یې هم له ځان سره ساتلې ده.
لوېدیځو رسنیو د سې شنبې په ورځ ناوخته افشا کړه چې د امریکا د یورک سیمې یوه ښځه او له خپل خاوند او یوه ماشوم سره په افغانستان کې د حقاني شبکې له لوري یرغمل دي.
د یورک کاونټي د سټیوارټس ښارګي اوسېدونکې مېرمن کولمن له خپل کاناډايي خاوند جاشوا بوایل سره د طالبانو له لوري برمته شوي دي. دوی په ۲۰۱۲ م کال افغانستان ته په یوه بلاغواړي (ماجرايي) سفر کې یرغمل شول.
اته ویشت کلنه کولمن هماغه مهال اومیندواره وه او په داسي حال کې، چې برمته وه، ماشوم یې وزېږېده. د هغې ماشوم/ماشومه به اوس د درې او څلورو کلونو ترمنځ وي.
د هغې کورنۍ په دې لا نهیلې ده چې برمته نیوونکي یې بې رحمه کسان دي او د پاکستان په خورا غرنۍ او بدوي سیمه کې اوسي.
د دوی ستونزه په دې خاطر لا پېچلې شوې چې امریکا له ترهګرو سره خبرې نه کوي.
وروستی ځل چې د کولمن حال د هغې کورنۍ ته ورکړای شوی، ۲۰۱۴ م کال و، په دغه کال د مېرمن کولمن د خاوند دوه ویدیوګانې خپرې شوې.

د هغې کورنۍ دواړه ویدیوګانې په داسي وخت کې اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ورښکاره کړې چې طالبانو د یوازني اسیر کړي امریکايي پوځي بو بریګدال خلاصون اعلان کړ.
نوموړی هم د حقاني شبکې نیولی و خو اوباما موافقه وکړه چې د خلاصون په بدل کې یې له ګوانتنامو څو مهم طالب مشران خوشي کړي.
خو د کولمن او د هغې د خاوند قضیه سړه او چوپه پرېښودل شوې ده.