پوهنیار عنایت الرحمن مایار
د وردګ پوهنتون رئیس

د ملي امنیت پخواني مشر جنرال رحمت الله نبیل، له وردګ پوهنتون سره لس زره امریکايي ډالره مرسته وکړه.
جنرال رحمت الله نبیل خپله مرسته د وردګ فرهنګي خوځښت له ځوانانو سره په ځانګړې لیدنه کې اعلان کړه او ويې ویل، چې له وردګ پوهنتون سره به خپلې مرستې لا نورې هم جاري وساتي.

ښاغلي نبیل د وردګ فرهنګي خوځښت ځوانانو ته د وینا پرمهال وویل، چې وردګ له پوهنتون سره ځانګړې علاقمندي لري او سمدلاسه د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې پراخ حضور لري: ((له همدې کبله زه د وردګ پوهنتون راتلونکي ته خوشبینه یم او سمدلاسه ورسره لس زره ډالره مرسته کوم.))

ښاغلي نبیل د وردګ فرهنګي خوځښت له ځوانانو سره د لیدنې پرمهال پر ګڼو مسائلو د بحث او خبرو اترو ترڅنګ د وردګ پوهنتون ستونزې او مشکلات هم په تفصیل سره واورېدل.

د وردګ پوهنتون رئیس پوهنیار عنایت الرحمن مایار په دغه غونډه کې وویل، چې وردګ پوهنتون نوی جوړ شوی پوهنتون دی، هېڅ ډول امکانات په اختیار کې نه لري، له همدې کبله د مشرانو، ملي سوداګرو او فرهنګیانو لاسنیوي ته اړتیا لري.

2
ښاغلي مایار غونډې ته د وینا پرمهال له ټولو ملي سوداګرو، مشرانو، وکیلانو او فرهنګیانو څخه مننه وکړه، چې تر دې مهاله یې له وردګ پوهنتون سره مرستې کړې دي.

هغه دغه راز زیاته کړه، چې د دې ولایت خلکو، قومی مشرانو، سوداګرو او فرهنګیانو تر دې مهاله له وردګ پوهنتون سره د یوسلو او پنځوس زره امریکايي ډالرو په حدودو کې نغدي او جنسي مرسته کړې، چې د افغانستان د پوهنتونونو په تاریخ کې ځانګړی ریکارډ جوړوي.

مایار د خپلې وینا په لړ کې وویل، چې ورکړل شویو مرستو ته ځانګړې کمېټه جوړه شوې، چې تر دې مهاله یې د وردګ پوهنتون لپاره د ۳۰۰۰ متره نیمه احاطې او یو کوچني تعمیر د جوړولو چارې پرې بشپړې کړې دي.

د وردګ پوهنتون رئیس پوهنیار عنایت الرحمن مایار، له جنرال رحمت الله نبیل څخه د شوې مرستې له کبله مننه وکړه او له ملي سوداګرو او مشرانو یې وغوښتل چې له وردګ پوهنتون سره خپلې مرستې جاري وساتي او دا پوهنتون په خپله پښو ودروي.

وردګ پوهنتون په کال ۱۳۹۳ لمریز کې منظور او په کال ۱۳۹۴ کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته د کرنې پوهنځي ورکړل شوه او په همدې کال ورته محصلین جذب کړل شول.

4 thoughts on “له وردګ پوهنتون سره د ښاغلي نبیل لس زره ډالره مرسته وشوه”
  1. ډېر ښه کار دی. نبیل صاحب نه مننه
    مایار صاحب تاسې هم باید ډېرې او نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړئ

    دې پوهنتون ته په ۱۳۹۴ کې ۶ سوه زره دالر بودجه په پام کې نیول شوې وه، فکر کوم چې له هغو مو استفاده نه ده کړې.
    نو سږ کال ان له اوس څخه د مالیې وزارت دغه تخصیص وکاروئ او د پوهنتون په جوړولو کې ترې ګټه واخلئ

    ستاسې د نه ستړیا په هیله

  2. دیردنیکمرغۍ اوخوشالۍ خبردی۰ مرستې کوونکي دې الله (ج) وپنزوي، داستادانواومحصلینودې ئې حوصله اوهمت نصیب شي۰

  3. نبیل صاحب جزاکم الله خیرا ،الله جل جلاله د محسنینو مل دی .
    خدای جل جلاله دی وکړی چه زموږ نور مشران او وزرا هم خپل صدقات دی مرکز خیر ته ورزیات کړی تر څو زموږ د سبا ورځی تر ټولو ښه او ریښتونی خادمان او متخصصین همدلته وروزل شی او دملت په خدمت کی سبقت کوونکی وی او دوی سره همدا ښایی او د محترم مایار صاحب او ملګرو د زیاتو کامیابیو په هیله
    الله رب العزت مو مل شه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *