دا روڼ سهار د معمول خلاف له شور او زوږه ډک وو. هر لور ته خلک برګ برګ ولاړ وو او هر څه یې څارل. تا به ویل چې ټول ولس په کومې ګډې ورکې پسې ګرځي. تا به ویل چې ټول خلک د کوم جاني مجرم په لټه کې دی. دا ښار نن د ډول ډول خلکو کوربه وو. تیارسی پولیسانو، منظم پروتوکول، د تورو شیشو موټرو او نیکټایي پوشانو د ښار عجیب رنګ جوړ کړی وو.
بعضو خلکو د ملتونو د ارام او سلام هڅه کوله او او ځینې خلک د خپلو خشنو موخو د تحصیل په تلاش کې ورک وو. څوک له کاره، څوک له نا امیدۍ، او څوک له چل او چاله ستړي ستوړی وو. دا سهار د نورو سهارونو په شان یوازې د کورني سیاست محراق نه بلکې د سیمې او نړۍ سترګې پری پرتی وی. دی سهار اسلام اباد ته هم ګیلې راوړی وې او هم ګوت نیونې. د بعضو تنډې تروشې او بعضي تنډې د مجبوریت له امله، که څه هم زړه به یې نه غوښتل، پراخې وي.
د جنورۍ ۱۱ د امریکا-چین، پاکستان-افغانستان د سولې د ګډو هڅو د بیا پیل ورځ وه. لکه د شطرنج لوبه ټولو اړخونو هم چال کوه او هم چل. که څه هم د ناستې فضا سولییزه جوړه شوی وه لیکن د پاکستان ۶۸ کلن فریب، د کابل ۶۸ کلن درد، د امریکا ۶۸ کلن ځان غوښتونکې سیاست او د چین ۶۸ کلن افراطي اوږده خوب نه یوازې دا خلک یو پر بل شکمن کړی وو بلکې د عملې سولې لپاره یې لویې کرکنډۍ جوړی کړې وي.
که څه هم افغانان بدبختانه سلګونه کلونه کیږي د خپل غرور، ناپوهۍ، سرزورۍ او ځان غوښتونې له امله ژوند په سلګو تیروي لیکن د ایران، پاکستان، بریتانیا، امریکا او هندوستان مزمن تخریبې نقش څوک هیرولی شي. ښه نو، که نو که مو جګړه سمه ییز اړخ لري نو سوله مو ولې سیمه ییزه نشي؟ ولي سوله د څو کسانو په لاس کې انحصار او محبوسه شي؟ اړینه ده هندوستان، بریتانیا او ایران هم د دې خبرو برخوال وي.
هغه مهال چې پاکستان زموږ ۷ تنظیمونه سمبالول نو جهادي رهبرانو نه یوازې د پاکستان دوستي پالــــله بلکې له هغوی سره په قرابت یې ویاړ کاوه. هو، ښه یې کول، دا د هغه وخت اړتیا وه او اړینه وه د ( خیر اعظم) د پرنسیپ پر بنسټ مو باید شوروي مات کړی وی. شوروي مات شو لیکن تر ماتې وروسته مونږ ته د پاکستان دوستي-دښمني ډیره قیمتي تمامه شوه. زمونږ بعضو جهادي مشرانو له یوي خوا د خپل سیادت د تداوم لپاره د خپل قوم په سرونو میچن وګرځوله او له بله اړخه یې د پاکستان په مرموز سیاست سترګې پټې کړي.
مونږ باید له تیرو زده کړه کړی وی او زده کړه مو هم کړی ده. زه د پاکستان په وړاندی د جناب کرزي د سیاست سره پوره همغږي یم. نوموړی د خپل حکومت په وخت لږ تر لږه ۲۱ ځلې د پاکستان رسمي سفرونه کړیدی او نوموړی یې د افغان سولې اړوند رښتونې دوستۍ ته بللې دی. له بله اړخه، ښاغلې کرزي هر هغه ټول ديپلوماتیک کاروتونه کارولی دی چې په توان یې پوره وو مګر د سولې نه راتګ خپل ځانګړی لاملونه لري.
که جوش مو پر هوش غالب نه وی او یا هم د معمول په څیر بی بنسټه احساساتي شعارونه ونه وایو، نو مونږ د پاکستان سره د زور او جنګ په ژبه خبره نه شوه کولی. د نظامي قدرت له مخې، پاکستان ۶۱۷۰۰۰ رسمي او ۵۱۳۰۰۰ ریزرف فوځ لري. پاکستان د اتوم تر څنګ د نړۍ په سطحه اوم نمبر نظامي ځواک دې، پداسي حال کې چې زمونږ د ۳۵۲۰۰۰ کسیز فوځ، ۴.۱ ملیارد ډالر مصارفات لا اوس هم د شیکاګو او ۴ ملیارد ډالر د توکیو د کنفرانس پر نسټ نړیواله ټولنه راکوي. د پاکستان کلني عاید تر ۲۰۰ ملیاردو ډالرو پورته کیږي، پداسې حال کې چې افغان دولت کلني عاید په ډیره سختۍ ۲ ملیاردو ډالرو ته رسیږي.
نه د ښاغلې کرزي لپاره اړینه وه، نه مناسبه او نه هم شونې چې د پاکستان سره د هغوی د مداخلو له مله لاس او ګریوان شوی وی، ځکه امریکا یې مرسته نه کوله او (یو پر یو) راباندی پاکستان زورور وو. هغه وخت چې ښاغلی عمر دوادوزي د کورنیو چارو وزیر وو نو پارلمان ته یې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په ۱۷ نیټه د خپلو توضیحاتو پر مهال په کونړ او ننګرهار ولایت کې د پاکستانیانو د ړندو راکټونو په اړه وویل چې پاکستان یواځې په تیرو ۶ میاشتو کې پر مونږ ۴۴۲۱ راکټونه ورولې، سلګونه کورونه یې ویجاړ کړی مګر کله چې د امریکایې قومندان، جنرال کمبل نه د پاکستان د راکټونو په اړه وپوښتل شو نو نوموړی وویل چې د افغانستان د سرحدونو ساتل زمونږ په کړنلاره کې نشته او دا د افغان دولت خپل کار دی.
اوس هم، لکه د تیر په څیر باید افغان سوله د پوره سیاسي ځیرکتیا پر بنسټ بحث شي. پدی لار کې ساړه ماغزه، صبر، منطق او استدلال د پاکستان د قناعت سبب کیدلی شي. پاکستان د افغان سولې د ملاتړ لپاره مجبوره ده او کورني وضعیت ددی ایجاب کوي چې پاکستان د یوي مودې لپاره په اقتصادي رغاویزو چارو لاس پوری کړي.
هغه مهال چې پورتنۍ څلوراړخیزه غونډه روانه وه نو د افغان سولې په اړه د جنورۍ په ۱۱ نیټه بله دری اړخیزه (چین-پاکستان-افغانستان) غونډه هم د اسلام باد په سرینا کې دایره شوه. بدی غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر ښاغلی عبدالباري جهاني، په اسلام اباد کې افغان سفیر ښاغلی جانان موسی زی، ښاغلی حامد ګیلاني او زه (لیکوال) د وینا والو په حیث بلل شوو. تر وینا وروسته، هغه مهال چې مې د چایو د وقفې پر مهال د نړیوالو او پاکستانې ګډونوالو سره بحث کوه نو یوه داسې وویل:
پاکستان د سیاسي منجلاب نه د وتلو هڅه کوي. دا هڅه د نړیوال فشار او کورنیو ستونزو له امله ده. په کور دننه خلک د دولت د ضعیفو خدمتونو او نا امنۍ نه پوزې ته راغلی دی او له کوره بیرون پاکستان د ترورست هیواد او یا د د تروستانو د ملاتړی په حیث پیژندل کیږي. پاکستان اړ دی چې له یوه اړخه ملت ته د امن او سلام خدمت وړاندی کړی او له بله اړخه ځان د نړیوالو په سترګو کې سپین وښایې. ددی لپاره چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر میاشت د ارمي پبلک سکول په څیر بله غمیزه واقع نشي نو د پاکستان دولت مجبور دی چې د افغان سولې د راتګ او خپلو خلکو د خوندیتوب لپاره لازم قدمونه پورته کړي. نوموړی زیاته کړه، که څه هم د پاکستان ددولت سیاست پیچلی او څو اړخیز دی، مګر یوه خبره پوره روښانه ده او هغه دا چې ولس نور اصلاحات غواړي او دا اصلاحات هله عملي کیدلی شي چې د پاکستانې دولت ټول اراکین د تروریزم پر ځای په سوله او جنګ پر ځای په اقتصادي رغښت تمرکز وکړي. نوموړی وویل، چې د د یاغیانو ساتل د لیوانو د بچو ساتل دی، څومره چې لیوان لوییږی نو خطر یې زیاتیږي او کله کله همدا لیوان بیا د خپلو خاوندوانو په سرونو غاښ لګوي.
نوموړی وویل…..
نور بیا