مېرمن رولا غني

تاند- د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د لومړي ځل لپاره په هیواد کې نجونو ته ځانګړی پوهنتون جوړ کړي.

لومړۍ مېرمن رولا غني د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۲۰/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې دا پوهنتون به هغو نجونو ته د زده کړو د بشپړولو چانس ورکړي چې په نورو پوهنتونونو کې نه غواړي زده کړې وکړي.

مېرمن غني همداراز وویل چې ولسمشر غني په انتخاباتي کمپاین کې د نجونو لپاره د ځانګړي پوهنتون د جوړولو ژمنه کړې وه.

د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند، چې له رولا غني سره په خبري غونډه کې ملګرې وه، وویل چې دا پوهنتون به په پلازمېنه کابل کې پر مرنجان غونډۍ د ترکیې په مالي مرسته پر ۴۷ هکتاره مځکه جوړ شي.

دې همداراز وویل چې د دې پوهنتون نوم به (مولانا افغان – ترک) پوهنتون وي.

له مولانا افغان ترک پوهنتون سره یو شمېر نورو موسسو او پوهنتونونو هم د مرستو اعلانونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي پوهنتون رييس ډاکتر مارک اې انګلیش ویلي چې د نجونو لپاره له دې نوي پوهنتون سره به د پروګرامونو په انکشاف او د منابعو د زیاتولو په برخو کې مرسته وکړي.

One thought on “د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د نجونو لپاره ځانګړی پوهنتون جوړېږي”
  1. ښه خبر دی، ټر ټولو زياته اړتيا دښځو محسوسېږي، ځکه مېرمنې کولی شي، چې ماشوم په ډېره ښه توګه وروزي او د مور غېږ لومړنۍ مدرسه ده.
    پدې تمه چې ژر تر ژره دغه پوهنتون جوړ شي او هغه نجوني چې په بېلابېلو بانو ترې د زدکړې حق اخيستل شوی دی له زدکړو برخمنې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *