د حضرت خضر عليه السلام په باب د خلکو انګېرنې
ليکنه: دوکتور يوسف القرضاوي
ژباړه: جبار فرازپوښتنه: خضر څوک دى؟ نبي دى که ولي؟ آيا د خلکو له انګېرنو سره سم تر اوسه ژوندى دى، ځينو نېکو کسانو ليدلى او خبرې يې ورسره کړي دي؟ که ژوندى وي نو چيرې اوسي؟ ولې نه راښکاره کېږي چې خلک يې په تېره په اوسني وخت کې له علمه ګټه پورته کړي؟ لطفاً په دې اړه خپل توضېحات راسره شريک کړئ.
ځواب: خضر هماغه صالح بنده دى چې الله پاک يې په کهف سوره کې يادونه کړې ده. حضرت موسى عليه السلام ورسره ملګرى شو او علم و پوهه يې ځنې زده کړه.
نوموړي موسى عليه السلام په دې شرط له ځان سره انډيوال کړ چې په ترسره کېدونکو کارونو کې به صبر کوي. موسى عليه السلام وسره ومنله. خضر ورته وويل: پر هغه څه څنګه صبر کولاى شې چې په باب يې هېڅ مالومات نه لرې؟! موسى عليه السلام له دغه نېک بنده سره چې الله رحمت پر کړى او علم يې ورښوولى و، همسفر شو. پر لارې يوې کښتۍ ته وختل. صالح بنده هغه سورۍ کړه، موسى وويل: کښتۍ دې سورۍ کړه چې په کې ناست کسان يې په اوبو لاهو کړې؟! … همداسې د داستان تر پايه.
موسى عليه السلام د هغه کارونو دومره هېښ کړ چې اخير يې لامل ځنې وغوښت. خضر د بحث او خبرو-اترو په پاى کې وويل:
ما دا کارونه خپلسري ونه کړل، دا د هغه څه تاويل دى چې صبر دې پر ونه کړاى شو. يعنې ما دا کارونه په خپله خوښه نه، بلکې د الله په امر وکړل.
د خضر د ژوند ژواک په باب ځينې خلک وايي: نوموړى د موسى عليه السلام له مهاله بيا د محمد صلى الله عليه والسلم تر وخته او همداسې تر ننه ژوندى دى او تر قيامته به مړ نه شي. په ده پسې رنګارنګ کيسې، روايتونه او خبرې جوړې شوي دي. د بېلګې په توګه: له فلاني سره يې ليدلي، فلاني ته يې چپنه وراغوستې او يا هم له فلاني سره يې ژمنه کړې ده، او… د دغو کيسو شمېر نو تر حساب تېر دى او هېڅ شرعي دليل او ريښه هم نه لري.
د خضر د ژونديتوب او حضور هېڅ باوري دليل نه شته، بلکې سرچپه د قرآن، سنتو، عقل او د امت د محققانو د اجماع ډېر داسې ځواکمن دلايل شته چې د نوموړي نشتوالي ثابتوي. زه دلته د مشهور څېړونکي ابن قيم رحمه الله د کتاب (المنار المنيف فى الحديث الصحيح و الضعيف) د ځينو برخو پر راوړلو بسنه کوم.
ابن قيم رحمه الله په ياد کتاب کې د جعلي او هغو احاديثو د پېژندلو په باب چې د منلو وړ نه دي، چلونه او قاعدې بيانوي، په ترڅ کې يې ليکي:
د خضر او د هغه له تلپاتوالي سره تړلي ټول حديثونه درواغ او ساختګي دي، او د ده د ژونديتوب په تړاو حتى يو صحيح حديث هم موجود نه دى. د دغسې احاديثو ځينې بېلګې:
ويل کېږي چې محمد صلى الله عليه وسلم په مسجد کې ناست و چې د جومات له شا څخه يې خبرې تر غوږ شوې خلک چې پسې ورغلل ويې ليدل چې د ږغ څښتن خضر دى.
بل دا چې جبرايل، ميکايل او خضر د عرفات په ځاى کې ملاقات سره کوي.
له ابراهيم حربي څخه د خضر د بوډاتوب او تلپاتوالي په هکله پوښتنه وشوه، ويې ويل: دا له هغو شيطاني خبرو او کيسو پرته بل څه نه دي چې په خلکو کې خپرې شوي دي.
له امام بخاري رحمه الله څخه د خضر او الياس په اړه پوښتنه وشوه چې آيا هغوى ژوندي دي؟ نوموړي ځواب ورکړ: هغوى به په داسې حال کې څنګه ژوندي وي چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
لا يبقى على راس ماة سنة ممن هو اليوم على ظهر الارض احد. صحيح بخاري او مسلم.
(سل کاله وروسته به د ځمکې پر کره له شته کسانو څخه هېڅوک هم ژوندى نه وي.)
د اسلام يو بل مخور ورته پوښتنه د قرآن پر لاندني آيت په استدلال سره ځواب کړې ده:
و ما جلعنا لبشر من قبلک الخلد افان مت فهم الخالدون؟ انبياء:٣٤
(او تر تا وړاندې مې هېڅ بشر ته (په دنيا کې) تلپاتوالى نه دى بخښلى، آيا کوم بل کس هم ژوندى پاتې شوى چې ته پاتې شې؟)
له شېخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله څخه د خضر د همېشه ژونديتوب په اړه سوال وشو، په ځواب کې يې وويل:
که خضر ژوندى واى دا پر واجب وه چې له پيغمبر صلى الله عليه وسلم سره يوځاى جهاد وکړي او دين زده کړي، په داسې حال کې چې محمد صلى الله عليه وسلم د بدر غزا په ورځ وفرمايل:
اللهم ان تهلک هذه العصابةُ لا تُعبدُ فى الارض
(اې الله! که دا ډله له منځه ولاړه نور به داسې ژوندى کس پاتې نه شي چې تا ته سر کښته کړي.)
دا د ٣١٣ تنو هغو غازيانو ډله وه چې نومونه، پلرونه او قبيلې يې هر چا ته مالومې وې، نو خضر هغه ګړى چيرې و؟
لنډه دا چې قرآن، سنت او د امت د محققو علماوو ويناوې د خضر تلپاتوالى هغسې لکه خلک چې يې انګېري، ردوي.
قرآن فرمايي:
و ما جعلنا لبشر من قبلک الخُلد افان مت فهُمُ الخالدون؟!
د پورتني آيت مطابق که خضر بشر وي نو ژوندى به نه وي، ځکه قرآن او سنت د تل لپاره د انسان ژونديتوب ردوي… که خضر ژوندى او موجود واى خامخا محمد صلى الله عليه وسلم ته راتلى.
پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي:
والله لو کان موسى حيا ما وسيعهُ الا ان يتبعنى. احمد له جابر بن عبدالله روايت کړى دى.
(قسم په الله که موسى ژوندى واى زړه به يې تر هغو آرام نه و کړى ترڅو زما پيرو شوى نه واى.)
نو که خضر پيغمبر وي تر موسى عليه السلام افضل او که ولي وي تر ابوبکر رضى الله عنه غوره نه دى.
په دښتو او غرونو کې د خضر د عمر د اوږدوالي لکه دا خلک چې باور لري، حکمت څه دى؟ له دې کيسې څخه اسلامي امت ته څه ګټه رسېږي؟ ښکاره خبره ده چې د دغسې جريان تر شا هېڅ شرعي او عقلي فايده نه شته. خلک له ډېر پخوا څخه د اسطورو او عجيب و غريبو داستانونو په لټه دي، د خپل تخيل په زور رنګارنګ تصويرونه ور جوړوي او بيا په پاى کې ديني جامي په اغوندي. دغسې اسطورې او خيالي کيسې د ساده فکرو او کم عقلو له خوا خپرېږي او ځينې نور بيا د دين د برخې ګومان پر کوي، په داسې حال کې چې هېڅ ديني بنسټ نه لري. د خضر په تړاو بيان شوي حکايتونه ټول جعلي او درواغ دي او الله تعالى يې په ننګه کې هېڅ دليل نه دى رالېږلى.
خو دا چې خضر نبي دى که ولي په دې باب اسلامي علما اختلاف سره لري. داسې ښکاري چې نوموړى به پيغمبر وي، ځکه په کهف سوره کې په دې اړه د راغلي آيت (و ما فعلتُه عن امري) څخه هم همداسې ښکاري، يعنې خضر کړي کارونه پر خپل سر نه، بلکې د الله په امر او وحي له لارې کړي دي. نو تر ټولو سمه خبره دا ده چې نوموړى يوازې ولې نه، بلکې نبي هم و.

 

2 thoughts on “ايا خضر ژوندى دى؟/ ژ:جبار فراز”
  1. ډير خوښ شوم چي دغسي څیــړني او مالومات زموږ وخلګو ته د درنو علمأ له خو ا ورکړه کیږي ا و دا هم په یا د ولري چي بعضي علمأ دحنیفي مزهب پر خلاف څه شیان لیکي مزهب ته ارزښت نه ورکوي خو زه وایم چي تر امام ابو حنیفه وروسته بل دغه رنګ عالم اومفسر نه وي نو باید دهغه فتوا ته هم ارزښت ورکړه سي په پای کي د تاند دویپ پاڼي نه هم مننه کوم چي دغسي مطالب خپره وي

  2. ګران فراز! ډیري ښې موضع ته مو پام سوی ؤ، کره او پاخه معلومات وه ډیره مننه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *