استاد احمل ښکلی

د شلمې پېړۍ د رغښتوالې مشهور تيورسن او کره کتونکي رولان بارت د (رولان بارت) په نامه په خپله اټوبيوګرافۍ کې ليکي: ” ځان راته د هغه سړي غوندې نه ښکاري، چې خبرې کوي، بلکې د هغه سړي غوندې راته ښکاري، چې کار کوي، زه د توليد په اړه خبرې نه کوم، خبرې توليدوم…”

رولان بارت د جوړښت او رغښت اړوند د شلمې پېړۍ په مشهورو تيورسنانو کې راځي، چې ادبياتو ته يې نوې تيورۍ ورکړي دي.

په اروپا کې د رنسانس په راتګ سره نويو څېړنو ته لار جوړه شوه؛ خو دا نوې څېړنه که په ساينس کې وې، که په ادب کې او که په ټولنيزو علومو کې د لرغوني يونان او روم پر څېړنو او څه نا څه پر شرقي فرهنګ ولاړې وي. رنسانس د اروپا پرمختګ ته لار جوړه کړه؛ خو اروپا رښتينى پرمختګ هله وکړ، چې په منځنيو پېړيو پسې يې د رنسانس پوستکى هم وغورځاوه.

رنسانس نويو ساينسي پرمختګونو ته لار جوړه کړه او ساينس په اروپايي ذهنيت کې ژور بدلون راووست. فلسفه يې تجربي مېتود ته راښکله او عقل پر ځاى پر حواسو تکيه ډېره شوه.

د رنسانس د وختونو څېړنو ته د اروپا اړتيا وه؛ خو اروپا د مخکې تګ تږې وه او د رنسانس پر څېړنو او د زړو علومو پر احيا يې بسنه نه شوه کولاى. په مخکې تګ کې ضرور وه، چې په ساينسي او ټولنيزو علومو کې نوې تيورۍ رامنځته شوې واى.

د تيورۍ بنسټ پر فرضيې ولاړ دى. فرضيه چې کله په دلايلو ثابته شي، بيا ترې تيوري جوړه شي او په ټولنيزو علومو کې د يوه قانون په توګه ومنل شي. دا سمه ده، چې په ټولنيزو علومو کې فرضيه ښايي د تيورۍ لورى ناسمې خوا ته واړوي؛ خو له تيورسن سره بله لار هم نه وي. همدا علت دى، چې موږ وينو چې د تمدنونو پرمختګ د تضاد د فلسفې له مخې د متضادو تيوريو پر ټکرونو او لانجو ولاړ دى.

فرهنګونه هله پرمختګ کوي، چې مثبت متضاد اړخونه پکې وزېږي او پياوړي شي او په افرادو کې د مخالفت او برداشت وړتيا پيدا شي. اروپا چې دا وړتيا لرله، پرمختګ يې وکړ.

پر دې بنست موږ په علومو کې له دوه شيانو سره مخېږو، چې يو ته څېړنه وايي او بل ته تيوري. يو څېړونکى او بل تيورسن.

څېړنې او تيورۍ دواړو ته اړتيا وي او دواړه له يو بل پرته ناشونې وي؛ خو زموږ غوندې د پاتې ټولنو په اړه چې توليدي وړتيا کمه لري، د رولان بارت خبره سمه خېژي، چې پر توليد پکې خبري ډېرې کېږي؛ خو پخپله توليد د مرغۍ پۍ وي. له توليده زما مراد تخليقي ادبيات بالکل نه دي، بلکې د تخليقي ادبياتو او ژبپوهنې او نورو ټولنيزو علومو په اړه د تيورۍ ايجاد دى.

زموږ خو ان څېړنې هم له تکراري خبرو ډکې دي؛ نو چې څېړنې مو داسې نادقيقې او تکراري وي، د تيورۍ ايجاد څنګه ممکنېداى شي؟

د څېړنې ځانګړنه دا ده، چې شوې تيورۍ سره راټولوي، منسجموي او موږ ته يې په اړه ذهنيت راکوي؛ خو تيوري مو پر شته تيوريو باندې شک او نقد ته لمسوي او د علومو د پرمختګ لپاره نوې تيورۍ راکوي.

موږ پوهېږو، چې که پرمختګ ته مو زړه وي، پر رامنځته شويو تيوريو باندې بېخوندې او تکراري څېړنې راسره هېڅ مرسته نه شي کولاى او نه ښايي تر قيامته پورې د اروپا پر تقليد بسنه وکړو. موږ د نړۍ فرهنګ ته څه ورکولاى شو، فکر پر دې پکار دى.

که دا اړتيا مو درک کړې وي، چې موږ په خپلو منظومو او منثورو ادبياتو او د ژبپوهنې په ګډون په نورو علومو کې نوي اجتهاد او تيوريو ته اړ يو، نو پکار ده، چې په دې برخه کې شتو تيوريو ته د شک په سترګه وګورو، زموږ بديع ټوله نه ده سمه، زموږ ژبپوهنه له خاړپوړو نه ده راوتې.

فلسفې د نويو تيوريو او پر دې بنسټ د نويو مکتبونو د ايجاد لپاره درې پړاوه په ګوته کړې دي.

لومړى پړاو د تيس يا نظريې ايجاد دى. موږ له خپلو ادبياتو او ژبې نه مستقيم او نامستقيم داسې ډېرې تيورۍ ايجادولاى شو او دا بېلګې راسره د تيورۍ په ايجاد کې عملي مرسته کوي. که کيسي ولولو، که شعرونه ولولو او نويو اړخونو ته يې پام واړوو، د تيورۍ په ايجاد کې راسره مرسته کوي. دا تيوري به ښايي په لومړې پړاو کې مختصره او نيمګړې وي؛ خو چې څومره مو ورته توجه زياتېږي او ورته دقيق کېږو او نوې بېلګو سره مخېږو، هغومره به دا پر يوه بشپړه، مفصله، دقيقه او پراخه تيورۍ اوړي. د نړۍ د تيوريو په اړه راته د تيورسنانو پرله پسې فکر همدا ښيي.

کله مو چې دا تيوري ايجاد کړه، بيا به له مخالفانو سره هم مخېږو. موږ چې پخپله د تيورۍ له ايجاد سره اشنا نه يو، د نورو ايجاد کړې تيورۍ راته ډېرې نادرې ښکاري او پر وړاندې يې د ودرېدو استعداد په ځان کې نه وينو. د دې تيورۍ ايجاد پخپله د بلې تيورۍ ايجاد ته لار پرانيزي او دې پړاو ته انټي تيس يا ضد تيوري وايي، چې پر شتو تيوريو باندې شک کوي. دا راته د تيوريو د ايجاد بله لاره ښيي او هغه دا چې د ادبي او ژبپوهنيزو مکتبونو غوندې هر نوى مکتب د زاړه مکتب په مخالفت کې رامنځته کېږي او د تضاد په همدې ټکر کې د پرمختګ راز نغښتى دى.

نوى تيورسن پر زړو تيوريو باندې فکر وکړي، ډېر څه ورته پکې ناسم ښکاره شي او پر بنسټ يې د څه منلو او د څه ردولو د مېتود له لارې د زړې تيورۍ پر بنسټ او مخالفت کې خپله نوې تيوري ورغوي، لکه په غرب کې چې د کلاسيزم پر خلاف چې رومانتسيزم او د رومانتسيزم په مخالفت کې رياليزم رامنتځه شو او په شرق کې د درباري شاعرۍ په مخالفت کې هندي مکتب ايجاد و.

دا نوى مکتب چې رامنځته شي، هنرمن يا ليکوال او شاعران ترې استفاده شروع کړي او په دې طريقه تيوري د عمل ډګر ته راودانګي، دا په ساينس کې هم کېږي، فلسفه راسره د نويو سياسي قوانينو په جوړولو کې مرسته کوي او ادبي تيوري راته د تخليقي اديباتو په اړه نوي اصول راکوي.

تر دې مرحلې وروسته درېيمه مرحله د لومړنيو دواړو تيوريو پر نقد ولاړه ده. دا تيوري ښايي لومړۍ يا دويمې تيورۍ ته ډېر تمايل ولري يا ښايي له دواړو سره يې اختلافي يا شريک ټکي ډېر وي. په ټولنيزو علومو کې ورته سينتيسس(Synthesis) وايي، چې لغوي مانا يې ترکيبول(synthesize) يا ګډول دي، چې د تيورۍ په ايجاد کې د تيس او انټي تيس له ګډولو رامنځته کېږي.

په دې درېيمه مرحله کې تيورسن دوه لومړۍ تيورۍ دقيقې لوستې وي، چې بيا دواړه له خپلې تجربې او مشاهدې سره پرتله کوي او د دې پرتلې پر بنسټ نوې پايلي راوباسي، چې سينتيسس همدا نوې پايله رانغاړي.

د تيوريو د ايجاد لپاره پر زړو څېړنو د شک او انتقاد له استعداد سره سره علومو ته له نويو ليدلورو کتل هم ضرور دي.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

One thought on “تيورسن/ اجمل ښکلى”
  1. رښتیا هم تیوري فرضیه ده او د ثبوت لپاره باید قوي استدلال موجودوي، تر څو نوې تیوري د زړې تیوري ځای ونیسي او څېړونکي د نوې تیوري پر اساس څېړنو ته دوام ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *