تاند- په بریتانیا کې چارواکو یوه ۹ کلنه افغان نجلۍ، چې د خپلې خوښې خلاف په عمر لوی سړي ته په نوم کړای شوې وه او افغانستان ته لېږل کېده، وژغورله.
د بریتانیا د ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې، د نجلۍ مور د ټولنیزو خدماتو ادارې ته شکایت وکړ چې د نجلۍ پلار غواړي چې د دې لور افغانستان ته یوسي.
دا موضوع د لندن د لوړې محکمې د لندن څانګې د کورنۍ محکمې قاضي مک ډانلډ افشا کړه.
د نجلۍ د پلار خلاف په زوره د خپلې لور د ودولو دوسیه درج شوې ده.
خو محکمې پرېکړه کړې چې د نجلۍ مور و پلار نه شي کولی چې خپله لور د واده لپاره افغانستان ته یوسي.
د نجلۍ د مور له شکایته وروسته هغه یوه ځانګړې ادارې ته د ساتنې لپاره سپارل شوې ده.
قاضي وویل چې د نجلۍ او د هغې د کورنۍ نوم نه افشا کوي خو هغوی د لندن برا په کامډن سیمه کې اوسېدل.