تاند- د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د بې ساري سېل د راتلو له کبله په لسګونو تنه وژل شوي او په سلګونو کورونه ویجاړ شوي دي.

د راپورونو له مخې سېل یو شمېر ماشومان او ښځې وړي دي. د ځینو مړي موندل شوي خو ځیني لا هم بې درکه دي.

د سوربي ولسوالۍ چارواکو وویل چې دې ناببره سېل، چې له سختو ورښتونو وروسته راغلی، لږترلږه څلور کلي وړي یا سخت ځپلي دي.

د دوی په وینا لږترلږه ۹۶ تنه سېل وړي او غالباً مړه شوي دي.

دا سېل یوه ورځ وروسته له دې پېښ شو چې دې سیمې ته نژدې د ننګرهار په شېرزادو کې د وسله والو طالبانو په حمله کې نژدې سل تنه پولیس، طالبان او عام خلک ووژل شول. د ځینو راپورونو له مخې په دغه پېښه کې احتمالاً تر یو نیم سل زیات خلک او وسله وال وژل شوي دي.

له سروبي څخه د وروستي راپور له مخې د ۴۰ تنو مړي موندل شوي خو د نورو د موندلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د کابل د ولایتي شورا یوه غړي الله محمد وویل چې کېدای شي تر دې خورا زیات کسان وژل شوي وي ځکه چې سېل زیاتې سیمې لاندې کړي دي.

د ده په وینا د سلګونو کورونو د ویجاړېدو تر څنګ ډېرې ولاړې کروندې هم اوبو لاندې کړي دي.

د الله محمد په وینا د سروبي ولسوالۍ روغتون هم د سېل له کبله ویجاړ شوی دی.

په همدې حال کې د پېښو د کنټرول د ملي ادارې د چارواکو په وینا د دوی راپورونه ښيي چې په دې بې ساري سېل کې ۴۳۰ کورونه او دوکانونه ویجاړ شوي دي.

د دې ادارې له راپور سره سم سېل په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې هم تاوانونه پېښ کړي خو دقیق راپور یې لا نه دی ترلاسه شوی.

د دې ادارې د چارواکو په وینا د افغانستان د ملي اردو هیلي کوپترې سروبي ولسوالۍ ته لېږل شوي چې په سېل کې راګیر شویو ته مرسته ورسوي.

3 thoughts on “په سروبي کې سېل نژدې ۱۰۰ تنه وژلي او زیات مالي تاوانونه یې اړولي”
  1. کله له تندې ومرې ، کله له باران وطنه-لا به تر څو درته په قهر وي آسمان وطنه
    لوی جهاني

  2. وبه ګورو چې د ولس استازي ددغه ځپلو خلکو لپاره کومې او څومره مرستې ځانکړې کوي. زما خو هغه مرستې چې د بدخشان سالنګونو او نورو سیمو د طبیعي پیښو لپاره ور کول کیدې څه نا څه په یاد دي.

  3. دهرڅه دمخه دسروبی ولسوالی ټولو عزتمندو وطنوالو سره غمشریکی او دلوی خدای تعالی له دربارڅخه ور ته د جمیل صبر غښتونکی یم.
    زما غوښنته له لوړ پوړو چاواکو څخه داده چه هغه ورونه چه په دغه سیلابونوکی زیانمن شوی دی مرسته ته اړتیا لری کمک ورسره وکړی ځکه چه دیوی خوا دروژی مبارکه میاشت اوله بلی خوا داختر ورځی رانیزدی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *