فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان
لاندې د پګواش له لورې په دوبۍ کې (جنوري ۲۰۱۳) کې داير شوي د سولې غونډې ته زما د چمتو شوي وینا متن دی چې یو ځل بیا یې په قطر کې د پګواش د اوسنۍ غونډې په تناظر کې خپرول غواړم. مننه
——————————
 
اعوذ بالله من الشيطن الرجيم
بسم الله الرحمن الرحيـــــــــم
الحمد لله رب العالمين و الصلوة والسلام علی سيدالمرسلين محمد و آله و صحبه اجمعين
امابعد: فقال الله التعالی في کتابه المحکم:  إِنَّمَا المُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُم وَاتَّقُوا اللَّه لَعَلكُم تُرحَمون (الحجرات: 9  و10)
و قال الله المتعال في مکان آخر: وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ
(الانفال ۶۱)
 
د غونډي محترم رييس، درنو پوهانو، ميلمنو او عزتمنو ګډونوالو!
                 السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محترمينو!
اجازه راکړﺉ چې د افغانستان پر قضيه او دهغې د حل پر لارو چارو باندي د بحث په موخه د رابلل شوي دغې پرتمينې غونډي له امله دعلمي او نړیوالو مسايلو د  نړيوال تحقيقاتي مرکز پګواش درانه مشر ښاغلي پاولو راماسينو، د مشرتابه هيئت، درنو غړو، کاري ټيم او په تېره بيا هغو ذواتو ته چې د دغې غونډي د بریالي تدوير په چاره کې يې شپه ورځ پر ځان يوه کړي ده، د خپلي مبارکۍ مراتب وړاندي کړم.
حقيقت دا دی چې د افغانستان پر قضيه د فکر او غور کولو پر مهال د انسان ذهن په اُتومات ډول د هغو وژونکو او ځورونکو اغيزو او همدا راز د پيچلو ابعادو او اړخونو خواته هم معطوف شي، چې له بده مرغه دغې دولس کلنې جګړې چې په حقيقت کې د يوه ناروا او غيرمنطقي يرغل په ترڅ کې پيښه شوه، له ځانه سره سوغات راوړي دي.
د دې لپاره چې د افغانستان د قضيې د حل په لاره کې د بحث پر مهال مو ځانونه يو څه ژور پوه کړي وي،
موږ خپله دغه ليکنه په لاندي ضمني عناوينو ويشلي ده:
  1. ناسم تحليلونه، د نامشروعي جګړې د لاملونو په توګه
  2. ضايع شوي چانسونه او له لاسه وتلي فرصتونه
  3. دوه پړايزه جګړه
  4. ۲۰۱۴ او د افغانستان سيناریو
  5. نو څه بايد وشــــــــــــــي….؟
  6. ډيالوګ او زموږ د برخې کار
  7. وروستـــــــــــــــــــــــــــنی وړانديز
 
۱: ناسم تحليلونه، د نامشروعي جګړې د لاملونو په توګه:
درنو حُضارو!
راځئ د څو شيبو لپاره د افغانستان له جګړې سره پر تړلو ځینو ترخو ځمکنیو حقيقتونو غور وکړو او بيا د دغو حقيقتونو په رڼا کې د زړه له کومي او په پوره صداقت او ايماندارۍ سره پر خپلو اشتباهاتو، لغزشونو، ناسمو ارزوونو، د ناسنجول شويو دريځونو پر غلطۍ او همدا راز پدې برخه کې د طرحه شويو استراتيژيو پر غير منطقيت او غيرحقيقيت اعتراف وکړو.

تاسې پوهيږﺉ ! چې يوه اشتباه منل سلو بریاليتوبونو ته لاره پرانيزي، خو کله چې موږ د دغې جګړې سره په تړلو چارو کې پر خپلو لسګونو او سلګونو اشتباهاتو سترګې پټوو، هغه بابيزه نيسو يا ځان پرې اچوو،  نود څومره بې شميره برياليتوبونو مخه ډب کوو….؟.
په اکتوبر ۲۰۰۱ز کې پر افغانستان د بريد پر مهال ځمکنی حقايق سم ونه ارزوول شول، استراتيژۍ او پاليسياني په خورا بيړه او عُجلت سره طرحه او تطبيق شوې، په سالم او سوله ايز ډول د ستونزي د حل او فصل هيڅ کوم چانس ونه ازمويل شو، نه يواځې دا چې ونه ازمويل شو، بلکې پدې برخه کې يواځې او يواځې د جګړې پر منطق ټينګار وشو او پدې ډول د هر ډول سوله ايز نوښت او ابتکار د تصور نفی وشوه.
همدغه  ناسم تحليلونه او د مسلمو ځمکنيو حقايقو تنقيص وو، له قضيې سره همدغه ناسم چلن وو او بالآخره همدغه غيرمنطقي ارزووني او د زورګويي تحليلونه وو چې متحده آيالاتو ځان او خپل متحدين د يوې داسې وژونکي، اوږدې او ستومانه کونکي نامشروعي  جګړې کُورې ته ور وغورځول چې له يوه پلوه يې پخپله د آمریکا د متحده آیالاتو زرګونه  بچيان د دغه اور خوراک شول، نژدې لسګونه زره نور يې ټپيان شول او دا دی د افغانستان د جګړې مادي زیان يې تر دری ټريليونه ډالره واوښت. د ناټو په تشکيل کې د شاملو هيوادونو او له ناټو وتلو د نورو متحدو هيوادونو مادي زيانونه هم په همدغه کچه لوړ او له تحمله وتلي وو.
د امريکا او په مجموع کې د لويديځي ټولنې لپاره د دغې جګړې رواني او نفسياتي اغيزي هم خورا وژونکي راوختلې. د افغانستان او عراق په جګړو کې ګډون کونکې لسګونه زره عسکر اوس له فزيکي او رواني ستونزو او پيچلي ټراوماټيک صورتحال سره مخامخ دي. ځان وژنه نه يواځې دا چې پدغو جګړو کې د ګډون کونکو زلميو لپاره يوه رومانتيکه او په زړه پوري پديده ګرځیدلي ده، بلکې د همدغو عسکرو د ځان وژني د کيسو له اوريدو سره سم د آمریکايي ځوانانو په منځ کې هم ځان وژني د يوه ورځني فيشن بڼه خپله کړيده.
تاسې ګورﺉ چې  په آمریکا کې هره ورځ ګڼ خلک ځانونه وژني، ګڼ نور وژني او چې څيړني وشي په يوه نه يوه ډول يې تړاو له جګړه ايز صورتحال سره راووزي.

 

۲: ضايع شوي چانسونه او له لاسه وتلي فرصتونه:

 
د غونډي محترم رييس او درنو دانشمندانو!
 له بده مرغه پر افغانستان باندي د يرغل ، او د هغې په پايله کې د جګړې له پيل کيدا سره سم، د سولي له هر ډول چانسونو سره د يرغلګرانو چلن هم جګړه ايز پاتې شو. که له جګړې مخکې او ياهم له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۹ پورې د سولې له چانسونو سره صادقانه چلن شوی وای، د هغو استقبال او هرکلی شوی وای او د هغو د قبلولو او منلو په لاره کې هغو ته په جدي سترګه کتل شوي وای، نو نن به موږ کم ترکمه د جګړې له دا ډول پيچلي سيناريو سره نه وو مخامخ.
پر افغانستان باندي د ناروا يرغل پر مهال که له يوه پلوه زموږ د ټولنې او هیواد داخلي حقايق او هلته له جوړجاړي سره شته تمايلات په پام کې ونه نيول شول، نو له بله پلوه آمریکا د دغې جګړې د مخکښ او مقتدر مشر په بڼه پدې برخه کې پيچلي سيمه ايز استراتيژيکي تمايلات، ژورتياوي، سياستونه او د سيمه ايزو دخيلو ځواکونو ترمنځ استراتيژيکي رقابتونه او په مجموع کې د آمریکا له استراتيژيکي ګټو سره د هغو عدم تطابق، هم په سکوټ ډول له پامه وغورځول.

آمريکا د مطلق فشار او زورګويي له لاري پدې خو وتوانيدله چې په ښکاره ځينې سيمه ايز لوبغاړي د اصطلاحي ترهګرۍ پرخلاف د ځان ملګري کړي او له هغوي نه ځينې لوژستيکي امتيازات ترلاسه کړي، خو د اعتماد او باور هغه فقدان چې پدغه جګړه کې د دواړو حليفانو تر منځ په جوت ډول محسوس دی، درک نکړای شوای.

 

درنو آغلو او ښاغلو!
خو د دې ټولو ترخو حقايقو سربيره، زموږ لپاره دا هم د خوښۍ ځای دی چې که څه هم پر جګړه نژدې دولس کاله تېر شول، په سلګونو زره بېګناه انسانان ووژل شول، په سلګونو زره نور مو ټپيان شول، کلي او بانډې مو د ړندو بمباريو له امله پر کنډوالو واوښتلې، ليونیو عسکرو چې غوښتل به يې د شرابو په نشه کې په آمریکا کې ميشتې خپلې ګرل فرینډي ته د نوي کال سوغات ورکړي، په پنجوايي کې يې شپاړس تنه بیګناه ولسي وګړي چې زياتره يې ميرمني او ماشومان ول، تر تيغ وايستل او دغه لړۍ لا هم روانه ده….!
د هرات د شينډنډ د هوايي بمباریو له امله ملکي وژني، په هلمند او اروزګان کې پر ملکي وګړو د ناټو هوايي بريدونه، په ننګرهار، نورستان، لغمان، پکتيا او کاپيسا کې ملکي وژني، همدا راز په وروستيو وختونو کې د لغمان په ولايت کې وژل شوي شپنې مېرمني، په ننګرهار کې وژل شوي د ښوونځیو انجوني، او اوس په وردګو کې د تنګي په سيمه کې بې ګناه ولسي خلک وژل، هغه ترخې خاطرې دي چې د افغانانو له ذهنه به هيڅکله هم محوه نشي.
د يوه بدمسته آمریکايي سرتيري له خوا په پنجوايي کې د شپاړس تنو بېګناه انسانانو وژنه ښايي زموږ د عصر تر ټولو بده پيښه وي.
 
خو د دې هر څه سربېره، موږ د دې لپاره چې سولې او پخلاينې ته خپل تعهد او ژمنتوب وښيو، د دې احساس قدرداني کوو چې جګړه ايزو خواوو په تېره بيا له يرغلګر اړخ سره د سولې او پخلاينې په اړه پیدا شوی دی.

۳: دوه پړاويزه جـــــــــــــــــــــــــــګړه:

قدرمنو !
په افغانستان کې د سولې، ثبات او استقرار پر موضوع د بحث کولو پر مهال بايد دا حقيقت له پامه ونه غورځول شي، چې د افغانستان جګړه په بنسټيز ډول دوه پړاوه لري چې هر پړاو يې بايد د اولوياتو، ترجيحاتو، استراتيژيو او چلن له توپير سره ځانته ځانته و ارزول شي.
لومړی پړاو يې  له ۲۰۱۴ کاله وړاندي  پړاو دی چې عبارت دی د يرغل  له اوسني دوام او دهغه پر ضد روان مقاومت نه. ښکاره ده چې د دغه يرغل پر خلاف د مقاومت ترشا تر ډيره بريده اغيزمن عوامل، د خارجي هاغې پر ځای داخلي دي.

سره له دې چې سړی په دغه جګړه کې د باندنيو عواملو نقش په يومخيز ډول له پامه نشی غورځولای، خو که د افغانستان په اړه د شته تاریخي او ځمکنيو حقايقو له مخې قضاوت وکړو، نو جوته به شي چې يرغل، که په هره بڼه او د هرې موخې لپاره وي د افغانانو پر وړاندي ناروا يرغل دی او مقاومت يې د ځان تاریخی، ملي او دیني فريضه بولي.
ښکاره ده چې د خارجي عواملو له ضمني اغيزو که ورتير شو، دغه مقاومت دوه بنسټيز فريقونه لري چې یو يې يرغلګران او بل يې وسله وال مقاومت دی. تر دغه ځايه په جګړه ايزه سیناريو کې کومه پيچلتيا نه تر سترګو کیږي. په تېره بیا هغه مهال چې سړی دې حقيقت ته هم پام وکړي چې يرغلګران غواړي له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان له خاوري ووزي، پدې برخه کې د آمریکا د متحده آيالاتو هغه دريځ هم د یادولو وړ دی چې د ولسمشر اوباما امنيتی سلاکار ښاغلي بين روډز تېره اونۍ آمریکا ته د ښاغلي حامد کرزي د سفر پر مهال څرګند کړ او هغه دا چې آمريکا پر دې غور کوی چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې خپل نظامي حضور په مطلق ډول پای ته ورسوي.
 د جګړې دوهم پړاو له ۲۰۱۴ کاله وروسته پيليدونکی دی چې زموږ او د نورو خواخوږو شنونکو پر آند هغه څه چې ډير د انديښنې وړ دي، هغه له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان د جګړې نوی پړاو او دهغې په نتيجه کې رامنځه شوی پيچلی  صورتحال دی.
څنګه چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه باندني ځواکونه له افغانستانه وزي، نو په ښکاره ډول به د افغانستان په چاره کې د هغوي پر اولويتونو، ترجيحاتو او غوښتنو هم اغيزه پریوزي، او هغه پدې ډول چې له آمريکا،ناټو او نړیوالي ټولنې سره به دا احساس غښتلی شي، چې د افغانستان دولتي اُردو چې پر روزنه او تجهيز يې ملياردونه ډالره لګیدلي دي، بايد چې امنيتي دندې او د مخالفینو د ځپلو کار پر خپله غاړه واخلي.

 

۲۰۱۴ او د افغانستان سيناریو:

خو ښايی دلته هم هغه سيناریو له پامه غورځول شویده چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کې صورت نيسي.
حقيقت  دا دی چې آمریکايي ځواکونه به له افغانستانه په داسې حال کې وزي چې هیواد به له لاندي ننګونو سره مخامخ وي.
–    د ولسمشرۍ ټاکنې به پر سر ولاړي وي، ښاغلی کرزی د خپل اساسي قانون د حکم له مخې د دریمې دورې لپاره ځان نشي کانديدولای. په سیاسي عرصه کې د ښاغلي کرزي د وړ بديل پيدا کول پخپله يوه ستونزه ده.
دغه صورتحال به په سياسي ډګر کې شته هغو ډلو ته د مطرح کيدا ښه چانس ورکړي چې سياستونه يې د اقليتونو پر ترجيحاتو راڅرخي. هغوی که خپل کانديد راوړاندي نکړي، خو په ممکنه ډول به د يوه کمزوري او بې پشتوانې پښتون کانديد تر شا ودريږي.

ښکاره ده چې دا ډول انتخاب به هغوي ته د خپلو مشخصو اجنډاګانو د پر مخ بيولو چانسونه لا پياوړي کوي. دغه حقيقت په تېره بیا هغه مهال نور هم غښتلی شي چې سړی په دغو ډلو ټپلو کې د ګاونډيانو او سیمه ايزو لوبغاړو نفوذ ته هم پام وکړي.
–        آمریکايان به په داسې حال کې له افغانستانه وزي چې هلته به يې د يوه وړ،سالم او بسيا سياسي ميکانزم په رامنځته کولو کې له افغانانو سره هيڅ مرسته نه وي کړي، او د واک ګدۍ به يې د فاسدو تکنوکراتانو، بدمعاشو ټوپکسالارانو او د بيت المال د غلو يوې مافيايي شبکې ته پری ايښي وي.

ښکاره ده دغه فاسده او مفسده مافيايي کړۍ د يرغلګرانو د استراتيژیکي اولويتونو له مخې واک ته رسول شوي وه، او له دغه مبرم ضرورت او استراتيژيکي اولويت نه په ګټه پورته کولو سره يې هغوي په تېرو دولسو کلونو کې د ملت هډوکي لا شپيللي دي، خو چې کله دلته د خارجيانو اولويتونه پای ته رسيږي، ور سره جوخت د غې مفسدي کړۍ اړتيا هم له منځه ځي.

خو څنګه چې د دغې کړۍ د اړتيا له منځه تلو سره د هغوي د بقاء چانسونه هم له منځه ځي، ځکه نو هغوي اړ او مجبوره دي چې د خپلې بقاء د تامین لپاره لومړی په کور دننه له نورو ټوپکسالارانو سره ا
ئتلافونه وكړي، هغوي ته واک، ځواک او امتیازات ومني، او وروسته له سيمه ايزو استراتيژيکي لوبغاړو سره ځانونه نژدې کړي.

څنګه چې دغه سیمه ايز استراتيژیکي لوبغاړي پر خپل وار، په افغانستان کې د خپل منځي ګټو پر سر سره یوه خوله ندي او هر يو يې له بل سره په متضاد خط روان دی، ځکه نو هغوي اړ دي چې د خپلو منافعو د حفظ او تامين په لاره کې نيابتي جګړو ته لاس واچوي.

له بده مرغه هغه سيناريو چې په ممکنه ډول د دغو نيابتي جګړو په ترڅ کې صورت نيسي، له هره پلوه ډيره د انديښنې وړ ده.
د جګړو دغه لړۍ به له يوه پلوه د افغانستان ټولنيز جوړښت ته سخته صدمه ورسوي او د همدغې صدمې په ترڅ کې به د افغانستان  ګڼې سرحدي سيمي د دغو ګاونډیو ځواکونو له لوري د پرله پسې مداخلاتو په پايله کې د هغوي د  نفوذ پرساحو واوړي او ېدې ډول به د افغانستان جغرافيايي جوړښت له يو ډول ګواښ سره مخامخ شي.
د دې ترڅنګ به دغه جګړه له خپل ټول ماهيت سره ګاونډیو هیوادونو ته هم مخه وکړي. پاکستان چې وار دمخه د دغې جګړې ښکار دی، کيدای شي ټوله سيمه د جګړو پر يوه ډګر واوړي. ښکاره ده چې هغه مهال به د شيندلو او پاشلو اولوياتو، رجحاناتو، تمايلاتو او لوبغاړو له امله د جګړې سړول ډير ګران وي.

که لويديځ پر دې فکر وي چې دوي به د دغې جګړې له اوره محفوظ پاتې شي، نو دا منطق يې سم ندی، ځکه چې هغوي د افغان- شوروي د جګړې له مابعدي اغيزو نه تر اوسه کړيږي، نو که په سيمه کې نوي جګړه ايزي پديدې چې په ښکاره ده د همدغه لويديځ د يرغل په پايله کې به رامنځته کیږي، لويديځ څنګه کولای شي چې ځان له هغو محفوظ وګڼي…؟

نو څه بايد وشــــــــــــــي….؟

درنو ګډونوالو !
له ۲۰۱۴ نه وروسته ممکنه صورتحال او دهغه ابعادو او پيچلتياوو ته په کتلو سره دا مهال تر ټولو ستره اړتيا د افغاني دخيلو جهتونو تر منځ د تفاهم او ډيالوګ د یوې روحيې رامنځته کول دي.

څنګه چې باندنيان دلته د خپل حضور په يولس کلنه موده کې د یوه وړ، استازي او بسيا سیاسي ميکانيزم په رامنځته کولو کې پاتې راغلل، ځکه نو موږ ځان پدې قضاوت کې پر حقه بولو چې خارجيانو په حقيقت کې د خپلو ناسمو ارزونو، ناسالمو تشخيصونو، غيرمنطقي تحليلونو او نتیجه ګيريو او په مجموع کې د قضيې د ناسم درک او له هغې سره د خپل ناسم چلن له امله، د دخيلو جهتونو تر منځ د جوړجاړي، تفاهم او ډيالوګ د کلتور د رامنځته کولو او همدا راز د دغه کلتور په پايله کې د يوه وړ متفقه ميکانيزم د رامنځته کولو په برخه کې د ابتکار او نوښت توان له لاسه ورکړی وو.
دې حقيقت ته په کتلو  هغه څه چې د قضيې د عاجل حل په لاره کې ډير مهم دي، يو بين الافغاني تفاهم او ډيالوګ دی.
خو دغه ډيالوګ د دې پر ځای چې د مشخصو استراتيژیکي موخو دحصول لپاره د مطرحو خارجي جهتونو له لوري پيل شي، بايد چې د نوښت او ابتکار چارې يې افغانانو ته وسپارل شي.
ځکه خارجيان له يوه پلوه زموږ د قضيې يو مدعی عليه طرف پاتې شوی دی او مصالحانه نقش او یا هم عادلانه منځګړيتوب يې په هيڅ صورت هم نشي توجيه کيدلای، او له بله لوري موږ آن له نويمو کلونو نه تر نن پورې د مسالمتونو او جوړجاړیو د خارجي طرحو د منفي اغيزو شاهدان يو.
راغله خبره پدې کې چې د بين الافغاني ډيالوګ په پروسه کې د ذيدخله باندنيو ځواکونو نقش بايد څه وي، نو
پدې اړه دوي بویه چې د اسانتياوو او امکاناتو د چمتو کولو او همدا راز د مخلصانه مشاورت له لاري د دغې پروسې مطلق ملاتړ وکړي.

ډيالوګ او زموږ د برخې کار:

موږ  ټول  افغانان آن له پيله پدې باور وو چې جګړه د هيڅ کومي ستونزي د هواري يا د مشروعو موخو د لاسته راوړلو غوره لاره نشي کيدلای، او يواځې ډيالوګ او تفاهم دی چې انسانان د يوه بل په مقابل کې انعطاف او امتياز ورکولو ته اړباسي. خو څنګه چې دغه جګړه بالآخره پر افغانانو وتپل شوه، نو د نورو افغانانو په څير موږ هم د يرغلګرو په مخالفه لیکه کې ودريدلو. ګواکې جګړه پر موږ وتپل شوه او موږ له ځانه دفاع ته اړايستل شو. موږ هم طوعاً او کرهاً ټوپک ته لاس کړ او د خپلي ديني فريضې او افغاني وجيبې له مخې مو له خپل حريم نه دفاع وکړه.
خو وروسته له دې چې جګړه د خپل ماهيت، تکتیکونو، استراتيژیو او لوبغاړو د تعدد له مخې يوه نوي پړاو ته ورننوتله، نو موږ هم د ځمکنیو حقايقو په ارزونه پيل وکړ او له پيښو نه د خپل استنتاج له مخې مو د اسلامي امارت مشرتابه ته وليکل چې اوس لکه څنګه چې دښمن په ښکاره ډول د سولې خواته له ځانه تمايل ښودلی دی، ځکه نو د قرآنکريم د حکم له مخې چې فرمايي: وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ (الانفال ۶۱)
ژباړه: او که کږون وښود(ستا دښمنانو) د سولې لپاره نو ته هم سولې ته تمايل وښيه او پر الله توکل وکړه بېشکه هغه اوریدونکی او علم لرونکی ذات دی.
اوهمدا راز د نبوي اُسوې سره سم چې له مخې به يې رسول الله صلی الله عليه وسلم هڅه کوله چې قضايا او منازعات د تفاهم او ډيالوګ له لارې حل شي، اسلامي امارت هم د تفاهم تکتیک غوره کړي.
له نیکه مرغه په قطر کې د آمريکا د متحده آیالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پيل سره په دې اړه شته کنګل مات شو خو د طرفينو عدم انعطاف او پر خپلو دريځونو ټينګار د دې باعث شو چې د قطر پروسه د پايلو او لاسته راوړنو له پلوه يو څه ټکنۍ شي چې له بده مرغه موږ لاهم د دغې پروسې د بطائت او سستۍ شاهدان يو.
خو هغه څه چې موږ ورته په افغانستان کې دا مهال سخته اړتيا لرو د افغانانو خپل منځي تفاهم دی چې که تر سره نشي، هیڅ ښکيله داخلي خوا نشي کولای چې د کومي خارجي خوا پر مټ په افغانستان کې صورتحال په خپل قابو کې وساتي.
ځکه نو موږ وپتيله چې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د رامنځته کيدونکو ممکنه بحرانونو د مخنيوي په موخه د افغاني جهتونو ترمنځ د ناستو ولاړو يوه اغيزمنه پروسه پيل کړو.
د بین الافغاني ډيالوګ د روحيې له مخې، موږ لومړی يو مرکزيت رامنځته کړ، وروسته مو له مسالمت او تفاهم سره پر تړلو بيلابيلو موضوعاتو څيړني وکړې او خپل وړانديزونه مو وخت په وخت د طالبانو مشرتابه او همدا راز ځينو نورو اغيزمنو ښکيلو خواوو  ته وسپارل. زموږ د کار محور جګړې ته د يوې غايې پر ځای د وسيلې بڼه ورکول او پدې برخه کې د مقاومت کونکو روحيه راجلبول، د ولسي مشرتابه د کتلو له لارې د افغانستان له ولس سره د ډيالوګ تشويقول، د جګړې له بل لوري يعنې آمريکا او ناټو سره په بيلابيلو عرصو کې د تماسونو او ارتباطاتو رامنځته کول،د بشري حقوقو او همدا راز د  ميرمنو د حقوقو د تامين په برخه کې يو رسا او جهان قبوله دريځ تشويقول او همدا راز په سیاسي او پوځي عرصه کې له مطرحو  ځواکونو او له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د صورتحال د قابو کولو پر لارو چارو له هغو سره د بحثونو او تماسونو قايمول او ځينې نور اقدامات پاتې شول.

له نيکه مرغه  زموږ د دغو هڅو پايلې، بالآخره له هغو توقعاتو سره سمې راووتلې چې موږ وار له مخه د دغې پروسې په اړه درلودل. هغه پدې ډول چې د طالبانو په دريځونو کې د  جمود او رفض احساس ختم او پر ځای يې قبوليت، او منطقي بيلانس رامنځته شو. که تاسې د تېرو دوو کلونو په موده کې او په تېره بيا سږ کال د ملامحمد عمر مجاهد بيانونو او همدا راز د پاريس په غونډه کې د طالبانو له لوري لوستل شوي پاليسي پيپر ته ځير شئ نو زموږ د وړانديزونو او تحليلونو په ترڅ کې ورديکته شوي روحيه او فکر به پکې له ورايه درته څرګند شي.

 

دغونډې دروند مشر او محترمو حُضارو!
اجازه راکړﺉ چې د بين الافغاني ډيالوګ په برخه کې د خپلو هغو هڅو معلومات درکړم چې دا مهال موږ په کار اچولي دي. دا چې موږ دغه مهال د تاريخ له يوه حساس پړاوه تيريږو او زموږ په هيواد کې  سوله او مصالحه د سيمي او نړۍ د سالميت لپاره تر ټولو مبرم او ستر ضرورت دی، همدغې روحيې ته په کتلو سره موږ د دې لپاره چې له ۲۰۱۴ کاله وروسته د ممکنه ګډوډيو له مخنيوي سره مو مرسته کړي وي، دا مهال مو عملاً د بین الافغاني ډيالوګ پروسه پيل کړيده او پدې برخه کې د يوې استازي ملي کتلې پر راټولولو بوخت يو.
دغه ملي کتله چې پر پوهانو، مفکرينو، دانشمندانو، علماء کرامو، قومي مشرانو، تکنوکراتانو، ځوانانو، ميرمنو او د مدني ټولنې پر استازو مشتمله ده، به د جګړه کونکو فريقونو تر منځ پر متنازعه ټکو بحثونه کوي او هغو ته به د حل لاري چاري راباسي. دغه لارو چارو ته به وروسته د څو طرحو چوکاټونه ورکول کيږي او د منل شويو ملي دودونو له مخې به د دواړو جګړه کونکو مخې ته ايښودل کيږي.

د قضيې د حل په لاره کې به د مرکو له افغاني دود سره سم له دواړو خواوو نه واک ترلاسه کيږي او پدې ډول به د نړيوالې ټولنې په همکارۍ يوه جهان قبوله او افغان شموله ميکانزم ته لاره هواريږي.
 


وروستنی وړانديز:

اوس په داسې حال کې چې موږ د لوی خدای جل جلاله پر فضل او نصرت د بين الافغانی ډيالوګ او تفاهم پروسه تر ډيره ځايه رسولي ده، زه د پګواش د ادارې مشر او مديره هيئت ته د نړیوالې سولې په لاره کې د دغې ادارې د ځلانده نقش په وريادولو سره وړانديز کوم چې راځئ په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستلو دغه ستر کار ته په ګډه اوږه ورکړو.
د پګواش محترمه اداره لکه څنګه چې د هغې له روښانه تاریخه په ډاګه ده په ۱۹۹۵ کال کې د نړيوالې سولې لپاره د خپل بيساري کار په پايله کې د نوبل په جايزه وياړل شويده.

زما په ګومان که د پګواش او هغې ته ورتو نورو معتبرو سوله جوړونکو مرکزونو تجربه او د افغانستان او سيمي په قضاياوو کې زموږ د افغان پوهانو خبره سره يو ځای شي، نو هغه ورځ ليري نده چې موږ به په افغانستان کې د سولې ،ثبات او استقرار پړاو ته د رسيدو له لاري نهايتاً په نړۍ کې د سولې،ثبات، استقرار، ورورولۍ او بشري همزيستي د يوه نوي پړاو پيل ته هم ورسيږو.

او څومره به ښه وي چې د پګواش اداره او موږ په ګډه نړيوالې سولې ته د يوه بل ستر خدمت په بدل کې يو ځل بیا د سولې لپاره پر نوبل جايزه وستايل شو….. والسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
                                                                                          پای
                                                                                ۹ جنوري ۲۰۱۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *