دغه ماڼۍ څه دا شان ده لکه په ښار کښي د وړو وړو کورونو د فليټس يو بلډنګ ، خو کمال دا دي چي دا ځاي چي نور لوړ هم روان دي او نور منزلونه به ورباندي جوړېږي ، خو دا ټول د خټو دي او دا خبره سړي حېرانوي هم او وېروي هم چي را غوځار نه سي ، خو زما په خيال خټګر يې خبر دي چي داسي به نه کېږي . ځکه خو يې نو دغه ماڼۍ جوړه کړي ده .
په دغي ماڼۍ کښي يو خو زما شخړه ده او هغه هم له خپل يو اشناي سره ، بل دلته کوچنۍ کوچنۍ کوڅې دي او د کورونو پر ځاي وړې وړې خوني دي چي ځني بندي دي او که خلاصي دي ، نو هلته ښايستې ښايستې زناني ولاړي دي .
زما اشنا خورا راته په خشم دي او چي کله زه په دغي ماڼۍ را ننوتلم ، نو دي را پسې سوي دي چي هغه وخت زما نه سو ورته پام . زما قصور دا دي چي ما د خپلو ديارلسو کالو زوي هم دلته راوستلي دي چي برېتونه يې تازه تازه راغلي دي او د يوې زناني په خونه مي ننه ايستلي دي ، ولي چي چا راته ويلي دي چي پوه خلګ د اولاد لمړۍ تربيه ګاه دا بلي او دا د تهزيب يافته کېدو علامه ده ، خو ملګري واي چي تا چپ کار کړي دي .
واه دلته نو مستي ده ، سړي خو سړي ، زناني لا نشه دي . کوم سړي چي د راکټ يا شرابو په نشه کښي ډوب دي ، هغوي بې حاله د کوڅو په منځ يا له زي سره بې حاله پراته دي .
که څه هم زه په دغي خرابې يا ښايست کښي چکر وم ، خو لږ لږ ګړي وروسته راوګرځم او له هغه سوروي څخه وګورم چېري چي ما و يوې نازنيني ته خپل بچي پرې ايښي وو .
زما ملګري له ه دغي دروازې سره پرېشان ولاړ دي او په انتظار دي چي کله به دروازه خلاصېږي او دلربا به هلک راباسي . هغه ډېر جزباتي هم دي او بد و رد واي .
زه بيرته په چکر سم . اوس ډېري ښاپېرۍ پر ما را کوړه سي ، خو دا څه ، يوه مي د خپلي خوني پر خوا کشوي او بله مي د خپلي خوني پر خوا او د ټولو زما په جېب کښي په پرتو پيسو جنګ وي چي بنچه نوټونه وي .
ناڅاپه زه د خپل ملګري خشمېدلي ږغ واورم چي زما بچي يې په غوځي کښي اخيستي وي . د هلک سترګي پټي وي ، بېران غوندي وي يا داسي وي لکه ناروغه سوي چي وي .
اوس زما ملګري له ما ورک سي ، زه چي څو ګامه مخته ورسم ، نو هغه لاندي په زينو کښي منډي وهي او غواړي چي ووځي.
دا څه ، ملګري بالکل له سترګو نهام سي او زه کوشش کوم چي زه هم ورپسې ورسم ، خو حسن داري لکه پيشياني پر ما ونيښلي او زما له جېبه پيسې غوټه کوي . څوک د سلو نوټ باسي ، څوک زر ، خو پيسې وي چي ختمېږي نه . په دا حال کښي ډېري بدحالي زناني چيغي کړي چي ماته چرس راکړه او څوک بيا واي چي يوه ستن د هيروينو راولګوه ، خو که څه هم زما زړه نه غواړي چي لاندي ولاړ سم ، ولي چي هلته له قيامته ډکي زناني له سړي هر غم وېروي ، حسن يې اور را لګوي ، وماته ځان د ادم خور په شان هم وښکاري او دا خواهش مي په زړه کښي پيدا سي چي دغسي مي ژوندۍ خوړلي واي ، خو بيا هم په زړه جبر وکړم او لاندي په زينو ترپکي کړم.
په داسي حال کښي زه په زينو منډي وم او ملګري ته ناري هم چي نه معلومېږي . لږ ګړي وروسته بيا د خپل کور دروازې ته ولاړ يم چي له دننه بنده وي . زما کور خورا درپدره او کچه بلکه د خټو وي . جېب ته چي لاس کړم ، نو له خلې مي چيغه ووزي ، ولي چي خالي وي او پيسې ټولي حسن دارو را څخه کشلي وي .
ناڅاپه له دننه دروازه خلاصه سي او زما دوست را ښکاره سي ، خو چي په ژور نظر ورته وګورم ، نو دوه ګامه شاته سم ، ولي چي هغه زما ورور وي چي ما په نشه کښي د دوست ګمان ورباندي کړي وي چي تر اوسه و ماته سور او شين کېږي .
کورته چي ورننوزم ، نو په سراي کښي مي سپين ږيري پلار دېوال ته خاموشه ناست وي ، لکړه يې په لاس کښي وي او په فکرونه کښي ډوب وي .
هغه واي چي د هلک تبه ده ، حکيم مو ورا وستي . ويل يې چي بدن يې له زهرو ډک سوي دي .
خوني ته چي ورسم ، نو د هلک په رښتيا تبه وي او د کور زناني ورباندي ټولي وي او ژاړي .
هلک په مرګ دي . زما مور ناري کړي .
دا رو ورکړي ، ولي دارو درمل نسته . زه ناري کړم .
کور والا په سرو سترګو راته وواي چي څه پيسې وې ، ټولي له تاسي سره وې ، څه دي کړې.
اوس چي زه له خپلي تنګي ګلۍ او کوڅې راووزم او په تورو روډو منډه کړم چي د هلک دپاره له يو ځايه دارو پيدا کړم ، نو يودم بيا هغه د ښکلو زنانو بلډنګ په مخه راسي .
دا څه ، له ماڼۍ د ښځو خورا چيغي رارواني وي ، لکه ټولي چي په تکليف کښي وي . زه دغسي ودرېږم . اوس يوه خاموشي سي او بيا يودم د ماشومانو چيغي سي چي په درزنو وي .
ناڅاپه د لڅو ماشومانو يو پلټن له هغي ماڼۍ را کښته سي چي څکېږي يا په خاپوڅو وي او په پشو نه سي درېدي . بس ټول د چونګشو په شان روان وي . دا څه ، کودکان د انسانانو په شان نه وي . څوک د موږکانو په ډول وي ، څوک د سرو خسمانانو په راز ، څوک د لړمانو ، څوک د سمسيارو ، څوک د مارانو او ډېر د ګيدړو او اېږانو په شان او دا دول ټول پر ما راوګرځي ، ولي چي په دغي لوي کوڅې کښي يوازي زه يم .
اوس دوي و ماته ژاړي او زه و دوي ته او ټول چيغو وهو .
دوي واي چي زموږ شيدې نسته ، موږ به شيدې له کومه پيدا کوو او موږ به څوک ساتي .
بلي خواته زه ژاړم چي زما د بچي دارو نسته ، دوا نسته ، هغه به مړ سي ، زما صباون به ختم سي چي بيا به د روڼ په ځاي ، تک تور وي .
اوس ناڅاپه زلزله سي او هغه فلېټ چي له خټو جوړ سوي وي . درز په نړېدو سي . ټوله کوڅه له دوړو ډکه سي او د خلګو او زنانو له چيغو په لړز اخته سي ، خو ددې باوجود زه د ماشومانو په منځ کښي ولاړ يم .
دوي و ماته ژاړي او زه و دوي ته ژاړم بلکه دوي وماته چيغي وهي او زه و دوي ته چيغي وم .
پيسې را . پيسې را .
پاي
جنوري کال دوه زره شپاړس