نږدې شل ورځې مخکې دهلمند ولايت دناوې خلک سره راټول سول ،دټولنيزې شورا وکيلان ، قومي مخور ، نوي زلمي او ځمکوال. په تيرو څوارلسو کلونو کې بهرنيو بنسټونو ډيرې پيسې په دې مصرف کړې چې څنګه دافغانانو خوی او سلوک ته بنيادي بدلون ورکړي، پيسې د دې پر ځای چې په بنسټيزو پروژو ولګوي په دې ولګول سوې ، چې دخپل کلي وياله وباسئ او پيسې واخلئ ،خپله ځمکه وکرئ او پيسې واخلئ ،هم زراعتي زده کړه تر لاسه کړئ او هم پيسې واخلئ چې دې کار بلاخره کليوال داسې وروزل چې دکور دمخې وياله به يې هم نه کښله انتظار به ول چې کله به کومه موسيسه پيسې ورکړي چې دکور دمخې وياله وباسي دومره په تمه سول چې دا متل بيخي ورته جوړ سو (چې په تمه دسپرو سي هغه پاته په ميرو سي) دنورو ويالو تر څنګ لويه وياله ورو ورو راډکه سوه اوبه کمې سوې چې ورسره دځمکو حاصل هم کم سو په اوبو يې جنګونه سره وکړل . خو بلاخره پوه سول چې موږ لاره ورکه کړې ده او په کار ده چې لاره پيدا کړو بيرته يې تاريخ راوخست چې نيکونو به مو خپل کار په خپله کاوه ،هغه فارموله يې را واخسته دټولنيزې شورا وکيلان، قومي مشران ، ځمکوالان او زلمي سره راغوند سول پريکړه يې وکړه چې دا دناوې ولسوالۍ نږدې ديرش کيلو متره وياله بايد خپله وباسو ، پيسې يې سره واچولې وياله يې کار کړه ، ورسره يې پريمانه اوبه تر لاسه کړې، زراعت زيات سو ،جنجالونه ورک سول ، خوشالي راغله ، که سره يو سوي نه وای ورک سوي به وای ، بل لور ته په ښار کې هم پروژيي غونډې وې ، هم به يې نغذې ورکولې هم به يې ښه په مړه ګېډه ډوډۍ ورکوله او هم به ددوی په ګټه خبرې اترې روانې وې چې پايله يې دا سوه چې هيڅوک دخپل ځان دګټې لپاره نه سره غونډېدل ، که بلنه به دې ورکړه ډير معزز انسان به وو خو لمړی پوښتنه به يې داوه چې غوړه په کې سته کنه ؟چې له دې امله عامې غونډې خو ولاړې علمې غونډې هم پيکه سوې ، که به دې ډوډۍ ورکړه په سلګونو کسان به راتله خو که به ډوډۍ نه وه نه راتله ډيره مهمه غونډه به سپيره تيره سوه چې په دې ډول مصرف کوونکي بنسټونه بريالي سوي وو او خپل مرکز ته به يې راپور په لوړه غاړه ور کاوه چې دافغانانو په رويه کې مو بدلون راووست خو نن (غازي امان الله خان دافغانستان تر ټولو روشنفکره واکمن) تر سرليک لاندي علمي غونډې ثابته کړه چې هغو بنسټونو چې پيسې يې لګولې وې ، بې ځايه يې لګولي دا دی بيرته افغانان پوه سوي چې دصابر شاه ملنګ په ديره کې نه ډوډۍ وه نه چايونه دزړه له کومې خبرو اترو او غونډو يې وړ کس (احمد شاه) وټاکه چې همدې غونډې تاريخ جوړونکی کار تر سره کړ ،نن سړی په جار سره ويلای سي چې دهلمند سپين ږيرو ، مشرانو او زلميو دودان افغانستان ګوند په بې ډوډۍ ، بې اوبو او بې جوسانو غونډه کې دخپل پراخ ګډون په مټ ثابته چې په خوی و سلوک کې يې بنسټيز بدلون نه و راغلی يوازې ظاهری بدلون وو چې اوس بيرته خپل حالت ته راوګرځېد ، او دجنتک علم خبره يې رښتيا کړه چې په جن کې ساتل سوی خوی ځای ښکاره کوي .