د کتاب ځانګړتیاوې

دکتاب نوم: د یوازیوالي دیوال!

ژباړونکې: فدا محمد نظري (ف . سهار)

اوډنه او ترتیب: عبدالهادي اثر

چاپ: اسد دانش مطبعه

چاپ کال : ۱۳۹۴

دچاپ شمیر: ۲۰۰۰ ټوکه

د یوازېوالې دیوال په کتاب کې ښاغلي فدا محمد نظري د نړۍ د پینځه شپیتو شاعرانو ۱۶۵ غوره شعرونه چې په مختلو ژبو ویل شوي په ۲۴۳ مخونوکې پښتو ته ژباړلي دي، د غه شعرونه د آزاد نظم په قالب کې ژباړل شوي دي، په کتاب کې لومړی ژباړل شوی شعر د ج . م . لنګستن هیوز(۱۹۰۲- ۱۹۶۷) تورپوستي امریکاي شاعر او کیسه لیکونکي دی.

کوم آزاد شعرونه چې فدا محمد نظري په دې کتاب کې ژباړلي دي واقعأ ښه پيغام او ژور فکر په کې نغښتی دی او د محتوا له پلوه ډیرښه شعرونه په کې انتخاب شوي، په کتاب کې کارول شوې ژبه روانه، ساده او عام فهمه ده، په اوسنیو پښتنو لیکوالو کې یو شمیر لیکوال شته چې د نړۍ د مشهورو شاعرانو شعرونه پښتو ته ژباړي ډیری هغه په خواله رسنیو کې خپریږي، اما د کتاب په بڼه ډير کم خپریږي، ښاغلي فدا محمد نظري یو له همدغو شاعرانو څخه دی، چې دادی د کتاب په بڼه یې زموږ فرهنګي حلقوته د نړۍ د مشهورو شاعرانو ژباړل شوي شعرونه وړاندې کړل، د غه ژباړل شوې ټولګه به د نوي ځوان فرهنګي نسل ته د نړیوالو شاعرانو د مفکورې پيژندلو په برخه کې ګټوره تمام شي. د ده دا کار دقدر وړ دی، نوموړي ته د ژوند په ټولو چارکې بریالیتوب غواړم او په دې هیله چې دې لړۍ ته ادامه وکړي او دخپل کلتور او ادب لابډایه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *