مجيد ژړاند-

د روان کال د سلواغې د مياشتې په درېيمه نېټه کليوال ملګري ټولنې خپله اته شپېتمه اونيزه ناسته تر سره کړه.

په دغه غونډه کې د غزني پوهنتون استاد مصطفی صفا د څېړنې په ميتودولوژي لکچر درلود‎.

دريځ چارې د مرتضی وردګ په غاړه کې وې، قاضي حبیب الله حبيبي د سپېڅلي کتاب په ښکلو ايتونو سره غونډه پيل کړه.

وروسته استاد مصطفی صفا دريځ ته وبلل شو او د څېړنې په ميتودولوژي يې خبرې وکړې:« دلته دوې خبرې دي، يو څېړنه بل ميتودولوژي زموږ او تاسو په ټولنه کې ځوانان ليکل کوي او هرډول ليکل دود شول.

څومره ډېر چې موږ وليکو هغومره مو ژبه معياري کېږي، لومړی په تاريخ کې دری دورې دي، خو دوه دورې ډېرې مهمې دي.

يو له تاريخ نه مخکې دوره ده، چې د ډبرو دوره هم ورته ویلی شو هغه مهال ليک نه و پيدا بله له تاريخ وروسته هغه دوره ده چې ليک رامنځ ته شو، شواهد او اسناد ثبت شول، وښودل شول.

که چېرې موږ تاريخي سند د مخکنيو مسايلو  ونه لرو، نو هغه بیا خيالي بلل کېږي، افسانې ته پاته کېږي اسطورې بلل کېږي.

د بېلګې په ډول يما باچا، د اريايانو پخوانی ژوند، د يونانيانو پخوانی ژوند کوم چې ليکل شوی نه دی هغه فولکلوريکه بڼه لري، کوم چې ليکل شوی دی هغه تاريخي ارزښت پيدا کړی دی.»

استاد صفا د خپل لکچر په دوام وويل « موږ که د تاريخ په حصه کې سند ونه لرو هغه شی په افسانو کې حسابېږي او اصلي نه بلل کېږي، اسطوره بلل کېږي.

اسطورې څه شی دی؟ په غرب کې   د هومر شاعري دا يوه اسطوره ده، پدې مانا چې د هغه د خيالي پېښو يو غبرګون دی، دعقایدو ارباب الانوع مثلا د لمر خدای، د ستورو خدای، د ورخې ځدای بېل دی، توپانونو خدای بېل دی.

د هغه وخت ذهنيتونه دغه ډول و، د هغه وخت شاعرۍ کې، د هغه وخت په فولکلور کې، د هغه وخت په اسطورو کې ټول ژوند اسطوروي دی.

اسطوره یانې د تاريخ نه شتون او د تاريخ نه شتون د ليک له نه پيدا يښت سره تړلي دي، موږ به په تاريخي دليل او تاریخي لاسوندونو نه وځو.

نن سبا الحمد الله ليکل کېږي، خو ولې زموږ او تاسو پښتو ليکل په معيار او ميتود نه دي برابر، ما خپله داسې شيان ليکلي دي، چې زه اوس، اوس پردې پوهېږم چې دغه ليکل د څېړنې له ميتود سره سم نه دي، خو مهمه دانه ده ستر افتخار دانه دی، چې ونه ښوييږوو، بلکې ستر وياړ دا دی چې له هرې ښوويېدو وروسته په پښو ودرېږو. »

استاد د خوندور لکچر لا په زړه پورې کړ« څوک چې اشتبا نه شي کړای هيڅ هم نه شي کولای، موږ ممکن ډېرې اشتباګانې کړې وي د بشر تاريخ کړې دي، کله چې يو شی معياري شي له ډېرو اشتبا ګانو وروسته ليکل علمي کېږي، که چېرې موږ هيڅ ونه کړو نو مانا به يې دا وي چې اشتبا مو هم نه دي کړې.

نو اوس چې په زرګونو ځوانان پوهنتونونو ته روان دي په زرګونو پوهنځي دي په زرګونو محصلين دي، فرهنګيان دي، نو باید زموږ ليکنې علمي او معياري شي.

ليکنې مو باید ښکلې وي.، دموضوع له محتوا يې ونيسه تر ډيزاين پورې تر مسايلو پورې حتی تر کتابونو پورې ټولې باید معياري او د څېړنې له ميتود سره برابرې وي.

مخکې هم ځوانانو یاده کړه چې زموږ ډېرې ليکنې کېږي، ماخذ نه ښودل کېږي، سړي ته پوښتنه پيدا کېږي چې د غه خبرې تا په کوم سند وکړې، څنګه يې لوستونکي ومني.

څومره چې ډېر د ليکنې لپاره ماخذ او اخستليکونه ولرې هغومره دې د ليکنې اعتبار زیات د ی، د ا پدې مانا نه ده چې زه يوه ليکنه وکړم او ماخذونه ټول پټ کړم، يو څو خبرې له دې ځايه واخلم او هغه په خپل ذهن کې مسخ کړم او له ماخذونو نه تېر شم.

څېړنه دری ډولونه لري، يو د څېړنې ډول دی، بل د څېړنې ميتود، ډېری وخت زموږ د څېړنې ډول او ميتود ګډ شوي دي، ځينو خلکو د څېړنې ډول ته د ميتود کلیمه او ميتود ته يې د څېړنې ډول کليمه کارولې ده.

خو موږ باید سر له اوسه پوه شو، چې د څېړنې ډول او تحقيق ډول فرق لري، تحقيق ډول مانا يې داده چې بیا بیا لټون دحقيقت لټون د حقيقت پيدا کول دي.

د خپلو تجربو او مشاهدونو په رڼا کې يوه فرضيه ثابتول دي،.په يوه موضوع باندې تحقیق او څېړنه کول دي، خو تحقيق دری ډوله لري.

لومړی د کتابخانې تحقيق، دویم لابراتواري، دريم ساحوي تحقيق

د بېلګې په ډول زه غواړم د غزني په زيارتونو تحقيق وکړم، نو زه مجبور يم، چې هغه زيارت ته لاړ شم او هغه له نژدې ووينم او خپلې څېړنې ته دوام ورکړم، د غزني د خلکو په لهجه تحقيق کوم، ساحې ته باید لاړشم، چې دغه ساحوي تحقيق شو.

د غزني په تاريخ څېړنه کوم باید له خلکو سره مرکې وکړم او د غه مرکې خپله په ساحوي تحقيق پورې اړه لري.

بل له کتابونو نه استفاده کوم، د ا بیا کتابتوني تحقيق شو، مثلا زه د جبران خليل په اثارو کې د انسان په ژوند او ماهيت باندې غږېږم چې جبران خليل انسان ته په کوم نظر ګوري؟ زه باید د جبران خليل شته کتابونه راټول کړم او هغه وګورم د ا کتابتوني شو.

لابراتواري بیا اکثره ساینسي څېړنو پورې اړوند دي.»

استاد د غونډې برخه والو ته د څېړنې په مېتودولوژي باندې ډېر ښه لکچر وړاندې کړ او د ګډونوالو هم د موضوع په تړاو پوښتنې وکړې.

غونډه چې ماسپښن مهال دوه بجې د ټولنې په دفتر کې جوړه شوې وه، مازیګر په څلورو بجو د دعايې په کولو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *