لنډه کیسه
هلک به ټوله ورځ د کلیسا په مخ کې د لویې ډبرې پر سر پړ مخې پورت و، ماښام به یې کورته له تلو سره سم پلار خوله پرې ورخلاصه کړه زویه ته نو زما څه په درد خورې کار نه کوې، ټوله ورځ وزګار ګرځې، ستا پر ځای، چې خدای پاک لور راکړې وای، ولور خو بې راته پاتې شوی و.
هلک به غږ نه کاو، سر به یې ښکته اچولی و په پټه به یې د خپل پلار له غوسې ډکې خبرې زغملې، مور به یې ویل، خیر دی سړیه ، دومره مه پرې غوسه کېږه، هلک دی، چې وخت یې راشي، خپله به پوه شي.
د سهار له چای خوړلو ورسته به هلک له کوره په منډه ووت د کلیسا په لوری به روان شو، ټوله ورځ به د کلیسا په مخکې په لویه ډبره تېره کړه، ځایي خلک هم ور سره عادت شوي و، د لیونی ګمان یې پرې کاوه. د کلي خلکو به یې خپلو ماشومانو ته ویل، پر ده کار مه لرئ، لېونی دی، هسې نه زیان درته ورسوي، ده به هم له چا سره خبرې نه کولې، هلک به ټوله ورځ دلته تېره کړه او بېګا به خپل کور ته ستون شو.
په کور کې بې له دې، چې د خپل پلار تانه ورکونکې خبرې به یې اورېدلې بل کار یې نه درلود.
یوه ورځ د وخت د پاچا زوی د کلیسا له مخې تېرېدو، ټول خلک یې هرکلي ته راغلل، خو هلک یې هماغسې په خپل ځای په لوه ډبره پروت و، د پاچا د زوی، سترګې پرهلک ولګېدې، له خلکو پوښتنه وکړه، په دې هلک څه شوي، مریض دی، خلکو ورته وویل، نه لیونی دی دا څلور میاشتې پرله پسې، سهار راځي، پر دې ډبرې پروت وي، چې ماښام شي خپل کورته ځي او د ورځې په اوږدو کې له چا سره خبرې هم نه کوي، پلار یې هم ترې ناراضه دی، وایي نور زلمی کېږي، خو ماته یې کومه ګټه نه ده را رسېدلې.
شاه زاده هلک ته نېږدې ورغي، سلام یې ورکړ، ترې ویې پوښتل، ځوانه د دې پر ځای، چې ټوله ورځ دلته بې کاره تېروې ښه ده، چې له پلار سره دې په کارونو کې مرسته وکړې، د خپلې راتلونکې په اړه فکر وکړئ او خپل ژوند جوړ کړې.
هلک خبرې نه کولې د شاه زاده سترګو ته په حیرانۍ سره وکتل او ویې ویل، زه همدا اوس په کار بوخت یم. شاه زاده د هلک خبرو ته حیران شو، خندا ورغله، له ځانه سره یې وویل ريښتیا، چې لېونی دی، روان شو او خپله لار یې ونیوله. یو کال وروسته، په ټول ښار کې د سنګ تراش هلک نوم د خلکو په خوله و، لیدل یې یوازې د لویو لویو کسانو کار و، کورنۍ یې د ښار په یوه معتبره ودانۍ ، چې د وخت پاچا ورکړې وه اوسېده، نړیوال لقب یې خپل کړی و او هلک د شاه زاده د ځانګړې ډلې له کسانو و.
خبره دا وه، چې هلک له هغې لویې ډبرې یوه ښکلې او په زړه پورې مجسمه جوړه کړې وه، داسې مجسمې، چې اوسه هم د نړۍ د شهکارو مجسمو په ډله کې راځي هر کال یې په زرګونه سیلانیان لیدلو ته ورځي او د خپل هېواد لپاره یې د عوایدو یوه لویه سرچینه جوړه کړې ده.
د هلک نوم«مېکل انژ» و.