تیاره وه. د سرتیرې سترګې نیم کښو شوې. ټوپک یې په دواړو لاسونو کلک ونیو. بیا یې د ونې پر ډډې سر کیښود. یو سیوری یې ترسترګو شو، پرې غږ یې کړ:

« دریژ»

ورته ځیر شو. څه نه و. پوسته نژدې شل متره شاته وه. لکه چې چا یې غږ نه و اوریدلی. سړه ساه یې وایسته او شکر یې وکړ. بیرته د ونې بیخ ته کښیناست، خو بیا یې سترګې درنې شوې. څرپی یې واوریده. پورته یې وکتل. باد ته د ونو پاڼې رپیدې او په دره کې د شمال داسې غږ و لکه نااشنا چې شپیلۍ ته ورپو کوي.

په دره کې یې د یوه کور لګیدلي څراغ ته ورپام شو. ساعت ته یې وکتل. د شپې دوې بجې وې:

« مساپر به یې راغلي وي چې تر دې وخته سره ناست دي؟»

له جیبه یې فیروزه راوایسته:

« دا به ورکړم، خو اوف دیارلس ورځې به څرنګه تیریږي»

شونډې یې ویړې شوې:

« دا دیارلس به تیرې شي…. رخصتي به رازیاته نه کړي؟!»

سګریت یې ولګاوه. په پوسته کې تورن ورته ویلي و چې څوک به د شپې د پیرې په وخت سګریت نه لګوي. ده د سګریت سر لاندې ونیو.

ډز شو سګریت یې له لاس ولوید او سترګې یې پټې شوې.

پای

One thought on “فیروزه / اجمل پسرلی”
  1. ډېره خواشينوونکې کيسه وه، ما دا تمه درلوده چې کرکتر چې سرتېری دی، خپلو هيلو ته به رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ