بشیرالحق عادل –
دا ۳۷ تنې د احمد شاه بابا له انسټيټيوټ څخه فارغه او بری ليکونه ورکول شول، د دغه پوهنيز مرکز مسؤلين وايي، هڅه يې کړې چې د قابلو په سمه روزنه دغلته هغه ستونزې له منځه يوسي چې دغلته په دغه برخه کې ليدل کيږي.
لښکرګاه کې د لوی احمدشاه بابا انسټيټيوټ مسول ډاکټر محمد ویس وايې چې دغه محصلين يې د عامې روعتيا وزارت او د پوهاند غضنفر کرېکوليم مطابق روزلي او په ټولنه کې به د خلکو روغتيايې چوپړ ووهي.
غونډې ته د عامې روغتيا وزارت د نظارتي برخې مشر په طبي برخه کې د اخلاقو پر مراعتولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې افغانان خورا درديدلي او بايد له ناروغانو سره لوړ اخلاق وکارول شي.
د عامې روغتيا مرستيال او د بُست روغتون مشر پر نوو فارغه شوو محصلينو ټولنې ته په صادقانه توګه د خدمت کولو ټينګار وکړ.
ولايتي شورا هم هلمند کې په صحي برخه کې د ښځينوو اړتيا زياته بولي او غوښتنه کوي چې ښځينه دې په صحي او نورو برخو کې د زده کړو پر لور وخوځېږي . واکسپاپ : فارغه شوي قابله ګانې هم خوښي ښيې او ژمنه کوي چې له خپل توان سره سم به د خپلې ټولنې صحي اړتياو ته ځواب وايې ، د فراغت غونډي په پای کې پر فارغو قابله ګانو بری ليکونه وويل شول.