د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د راتلوونکې اونۍ په ترڅ کې د کورنیو تولیداتو ( ننګرهار صنعتي ) درې ورځنی نندارتون پرانستل کیږي.
د دغه نندارتون د پرانستې مراسمو د ترسره کېدو په موخه د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي په مشرۍ د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال او بېلابېلو ادارو مسؤلینو او استازو ترمنځ نن د سلواغې په ۴مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې تدابیري غونډه جوړه شوې وه.
د دغه غونډې پر مهال د ننګرهار والي سلیم خان کندوزي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د دغه نندارتون د ښه پرانستلو په موخه بېلابېلې کمیټې جوړې کړي ترڅو چارې په سمه توګه ترسره شي
هغه همدا راز زیاته کړه،په دغه نندارتون کې باید د دغه ولایت ټول تولیدات نندارې ته وړاندې شي،ترڅو د پانګوالو او سوداګرو ځآنګړې پاملرنه ورته راوګرځي .
د ولایت مرستیال محمد حنیف ګردیوال ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ،چې بېلابېلو کمیټو ته به دندې ورکړي او هر مهال به یې د کړنو په اړه معلومات شریک کړي،ترڅو دغه نندارتون په منظم ډول پیل او پای ته ورسیږي .
ټاکل شوې یاد نندارتون د راتلوونکې اونۍ د سې شنبې په ورځ چې د سلواغې د میاشتې له ۱۳مې نیټې سره سمون خوري په رسمي ډول پرانستل شي او درې ورځې په دوام وکړي .
د ننګرهار ولایت مقام مطبوعاتي دفتر