اتل مشواڼی

د شعر یا ادبي لیکنې پر اړه دود ده، چې هسې خبرې نه دي لکه موږ یې چې په ورځني ژوند کې کوو.دا چې شعري خبرې له عادي هغو سره توپیر لري، موضوع یې هم باید نوې وي، یا زړه پر نوي انداز او له نوې زاویې پېيل شوي وي.په شعر کې ادبي صنعتونه یوه هغه برخه ده، چې شاعر ته د نویو اندازونو د وړاندې کوونې فرصتونه ورکوي. ادبي ښکلاوې به یا په بڼه کې وي، یا به یې مانیز اړخ پوسوللی وي.که څه هم ادبي ښکلاوې د کلام رنګینۍ کې ونډه لري، خو نن سبا یې بازار ټکنی دی،وجه دا ده، چې دغه ښکلاوې په محدود چوکاټ کې تنګه سیمه لري او لوستونکی د سوچونو په دریاب نه شي غوپه کوای.

         موږ په ادبي فنونو کې یوه بله پراخه موضوع او ټولی هم لرو، چې بیان یې بولي. بیان د ادبي صنعتونو په پرتله په شعرونو کې ډېر کاریږي،او هم د کلام په ادبي کولو کې پراخ لاس لري.بیان اوږد بحث دی،استعاره د بیان وړه موضوع جوړي، چې د کلام په باریکۍ او هنریت کې پوره برخه اخلي.د استعارې وییزه مانا پور غوښتنه ده او سپړیزه پېژنده یې په لیکنه کې یوه کلیمه د څه مناسبت له مخې د اصلي مانا پر ځای په مجازي مانا کارول استعاره ده.لیکوال/شاعر ولې اړ کیږي چې یوه کلیمه په مجازي مانا وکاروي.ایا په اصلي مانا یې کارول لیکوال موخې ته نه رسوي؟

     د دې پوښتنو ځوابونه نه یوازې د کارونې اړتیا جوتوي، بلکې د مخبېلګې په ډول لیکنې ته مرستیالې قاعدې هم جوړوي.دا ټولمنلې خبره ده، چې شعر او هنري لیکنه له عاطفې، احساس، ادراک،وزن او نورو سره اړیکې لري، اړیکې څه ورته ضرور دي.دا د شعر مانیز توکي دي، چې بیان یې کلیمو ته اړتیا لري، څنګه چې شعر د مانا له مخې باریک او حساس دی، دغسې باریکو، مناسبو، روانو، اهنګینو کلیمو ته هم اړتیا لري.استعاره همدغو شاعرانه مفاهمو ته مرموز پوښ ورکوي، ډېر ځله موږ یو شی له بل سره په ورته کولو ښه پېژنو.په ځانګړي ډول کله چې ستاینه کوو بیا یې له عاطفي او اوڅار څيز سره تشبېه خبره اسانوي.استعاره هم تشبېه ده، خو له تشبېه سره فرق لري.استعاره کې یو شی بل څيز غوندې نه بلکې خپله یې بل څیز ښيي.په دې توګه له کلامه اړوندې کلیمې تراشل کیږي او د ایجاز خاصیت خپلوي.ایجاز د شعر مهمه ځانتیا ده، استعاره له شاعر سره مرسته کوي، چې د مفهوم په وړاندې کولو کمې کلیمې وکاروي، یعنې یوازې د یوه رکن) مستعار له (په راوړنې نور اړخونو پټ کړي.پټ اړخونه لوستونکی مومي، که استعاره څومره نوې او باریکه وي هومره یې لوستونکی په خوند کې ساتلی وي، البته د مفهوم ډېر ابهام کله -کله ستومانونکی هم شي.

       د پښتو ادب په کلاسیک دور کې استعارې ډېرې کارول شوي، په ځانګړي ډول په هندي سبک کې. استاد ناګار د پښتو هندي سبک نومونې سره چندان جوړ نه دی، استاد به ويل: چې په هندي سبک کې باریکۍ او ابهام بېخي ډېر دی، چې پښتو کوم سبک ورته منسوبیږي هومره باریکۍ نه لري.هندي سبک باریکۍ لري او د باریکۍ زېږونې یو لامل استعاره ده؛نو د استعاره غټ کمال ښکاره شو، چې په کلام کې د ایجاز تر څنګه باریکۍ پيدا کوي.پوښتنه دا ده، چې د استعارې باریکي په څه کې ده؟ موږ لولو:

چې بتان شي هم صحبت د آینې

یو په سله شي حیرت د آینې

بت له اینې سره خبرې نه کوي،ښا! څوک له اینې سره خبرې کوي، چې د هندارې حیرت يو په سله کوي.موږ چې له ځانه دومره پوښتنې وکړې دا خپله د کلام باریکي ده، او تر څنګ یې مرموز امتیاز چې شاعر خپل جانان ته د بت سره د تشبېه له لارې ورکړی.تشبېه هم کلام رنګینوي، خو باریکي لږه یا بېخي نه ورکوي.بل تشبېه کې دوې کلیمې مشبه او مشبه به ضرور وي، چې ایجاز ته دومره چانس نه وي.

     د استعارې کارېدنه سره له دې چې پخوانۍ ده، خو کشش یې هماغسې ژوندی دی. د استعارې بېخي باریک او لنډ شکل سېمبول دی.سېمبول هم مجازي مانا ښندي؛ خو په دومره توپیر چې د مجاز ټاکلو واک یې له لوستونکي سره وي.یعنې لوستونکی په خپله ذهن کې کلیمې ته مجازي انځور جوړوي،خو په استعاره کې مجازي مانا له قرینې اخیستل کیږي.سېمبول ځکه ډېر نه کاریږي، چې شاعران ډېر وخت غواړي خپل اند نورو ته په ورته بڼه ورسوي، چې سېمبول کې ښایي، د شاعر د اند زاویه پراخه شي او لوستونکی ترې ضمني څو ماناوې واخلي.هندي سبک ډېر په نویو او باریکو مفهوموتو پسې ګرځېدلی دی، ځکه یې له استعارو،تشبهاتو او سېمبولونو کار اخیستی.دلته ګورو:

مړاوی رنګ زما پوښته! له مړاوو سترګو

دا چې وي خبرداری د خوار په خوار

دې بیت کې مفهوم نوی دی، که په نثر لیکو ښایي ووایو: چې زما د رېژدلي رنګ پوښتنه له مړاوو سترګو وکړه، چې زه یې دې حالت ته رسولی یم؛ خو په بیت کې دغه خبره په ډېر ښه انداز سره شوې، شاعر وایي: چې زما مړاوی حالت له مړاوو سترګو وپوښته، ځکه دود دا دی، چې د خوارو په خوارو نظر وي او له یو بله ښه خبريږي.بیت کې شاعر خپل اصلي حالت چې دی خو مړاوو سترګو داسې ژموللی دی په څومره مهارت پټ کړی دی.ورسره یې د خپلې خبرې د ثبوت لپاره دلیل هم راوړی، چې د مدعا المثل صنعت پکې پروت دی.

—————————-

تشبیه او استعاره/ رحماني

یوه معني خیزه وجودي استعاره…

د ښې شاعرۍ ځانګړنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *