خبرپاڼه
نېټه١٣٩٢، ٠٥، ١٠
کندهار افغانستان_ د کندهار ولایت د مسعودیه مدرسې څخه نن ۷۷۰ تنه نارینه او ښځینه زده کوونکي د دیني زده کړو څخه فارغ او د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کي د فراغت لیکونه ورکړل سول.
په یاده فراغت غونډه کي د کندهار ولایت مرستیال والي عبدالقدیم پتیال، د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال، یو شمېر دولتي رئیسانو او زیات شمېر دیني عالمانو هم ګډون کړۍ وو.
مرستیال والي عبدالقدیم پتیال انجونو ته د عزت پوړنۍ او هلکانو ته د فضیلت بګړۍ پر سر کولو پر مهال ټولو فارغینواو ددوی کورنۍ ته د مبارکی تر څنګ وویل چي باید زده کړو ته پر دغه ځای خاتمه ورنه کړي او ددیني زده کړو تر څنګ د عصري زده کړو څخه هم ځانونه برخمن کړۍ.
ښاغلي پتیال وویل چي ډیر د خوښۍ ځای دی چي په کندهار ولایت کي ددیني عالمانو لخوا انجونو او هلکانو ته د دیني زده کړو تر څنګ د ښوونځی مضامین او نوري عصري زده کړي هم ورکول کیږي.
نوموړي وویل چي ددغسي ښو او پرځایو کارونو تر څنګ داسي خلک هم سته چي هیڅ یې د روژې مبارکي میاشتي فضلیت او ښه والي ته ونه کتل او په دغه مبارکه میاشت کي یې په ورانکارو پيښو باندي د یوه ماشوم بې ګنا پلار ووژۍ، د یوې خور د سرسایه یې ځني واخیسته او د یوې مور بې ګنا او شیرین اولاد یې شهید او کورنۍ یې د غم پر ټغر ورکښېنول او په خپلو ناځوانمردانه پیښو یې بې ګنا ښځي، معصومه ماشومان، ځوانان او سپین ږیري شهیدان کړل.
نوموړي زیاته کړه چي داسي خلک سته چي د مسلمانانو او افغانانو سره د مرستي پر ځای یې ددوی ټوله فامیل د سړک غاړي په ماینونو له منځه وړی دی، داسي څوک هم سته چي څه موده وړاندي یې په سپین بولدک ولسوالی کي یوه بې ګنا مور او دهغې دوې ځواناني لوڼي د مرګ په خوب ویده کړې دياو د مخابراتي سیسټمونو له لاري یې د غریبو او ناچارو افغانانو پیسې خوړلي او دې مظلوم ملت ته یې زیات شمېر تاوانونه ور اړولي دي.
هغه همداراز وويل چي په دې ښار کي ځينو سړيو او کړيو په لوى لاس د خلکو د مړو هديرې او قبرونه غصب کړي، ځينو کړيو او سړيو قصداً قومي تفرقو ته لمن وهلې او ډېرو کوښښ کړى چي مافيا او سړي وژنه لا هم پسې پياوړي کړې.
مرستيال والي د مکتب او مسجد ترمنځ ايجاد سوې فاصله په دې برخه کي د ستونزو او بدمرغيو زېږنده وبلله او زياته يې کړه چي بايد ټول ګډ کار وکړي څو دغه تفرقه او فاصله له منځه ولاړه سي.
ښاغلي پتیال په یاده فراغت غونډه کي پر ټولو وسلوالو مخالفینو ږغ وکړۍ چي د روژې مبارکي میاشتي او داختر په رارسېدو سره د ورانکارو پیښو د مظلومه او ناچاره ولس د حق خوړلو او ددوۍ د زورولو او وژلو څخه لاس واخلۍ او دافغان ملي امنیتي ځواکونو سره په ګډه د هیواد په ساتنه او پرمختګ کي لاس په سر سي.
د مسعودیه مدرسې مشر مسعوداخندزاده د کندهار ولایتي ادارې د چارواکو او دهمدې ولایت د یوشمېر تجارانو څخه مننه وکړه چي د مدرسې په جوړولو او د مدرسې لپاره یې د اړتیا وړ نورو توکو په اماده کولو کي یې هڅي او کوښښونه کړي دي.
د ښاغلي اخندزاده په خبره چي د ۷۷۰ تنو فارغینو د جملې څخه ۳۱۰ تنې انجوني او ۴۶۰ تنه یې هلکان دي چي د نهو میاشتو په موده کي یې یو شمېر دیني او عصري زده کړي بشپړي کړي دي.
نوموړي زیاته کړه چي په مسعودیه مدرسه کي ټولټال ۵۰۰۰ زده کوونکي دي چي ۳۰۰۰ تنه یې هلکان او ۲۰۰۰ تنې یې انجوني دي چي د مسلکي استادانو لخوا ددیني زده کړو ترڅنګ ورته د ښوونځۍ مضامین هم تدریس کیږي.