د کابل پوهنتون بشرپالو محصلانو او ګڼ شمېر مدني فعالانو د يوې اعلامیې په خپرولو او د شهيدانو روح ته د شمعو په بلولو  سره د پېښور په چار صده کې د باچا خان پر پوهنتون ترهګريز بريد وغنده.
اعلامیه
جګړه دحل لار نده، ټول انسانیت او بشري ټولنه جګړه غندي، هیڅوک کله هم نشئ کولائ د جګړې له لارې سپیڅلي هدف ولري.
جګړه انسانیت او ژوند له منځه وړي، هر څوک چی دجګړې له لارې موخو ته ځان رسوي ترهګر دي او بشریت ته ستر ګواښ دی.
 یو ځل بیا انسانیت سکوت وکړ د بشریت دوستۍ، انسانیت او سولې په ګلانو برید ترسره شو، وینې  وبهیدې، قلم له ټوپک سره مخ شو. انسانیت، جهالت و ځپلو،هر څوک چې  د ترهګرۍ له لارې خپلې  موخې  لټوي ټولنه کې  ځای نه لري، مونږ په شعوری ډول د عدم تشدد د ستر لارښود باچا خان په فکري کور برید او دهغه دلارویانو دشهادت عاملین او روانه جګړه غندو.
تاریخ ثابته کړې هیڅکله ملتونه جګړې ندي  مات کړی بلکې ملتونه په جګړې غالب شوي.
نن د تاریخ همغه شېبه  نمانځو د باشعوره انسانانو په حیث د بشریت ضد جګړه غندو.
د کابل او پیښور وینه ګډه ده، خاوره مو ګډه ده، ارمانونه مو ګډ دي، ژوند او مرګ مو ګډ دی، کور او مړستون مو ګډ دی. کله مو چې هر څه ګډ دي دوښمن مو هم ګډ دی د ګډ دوښمن په وړاندې  ګډه مبارزه په کار ده تر څو په یو غږ یو لاس دښمن ته ځواب ور نکړو ګډو موخو ته رسیدل ناشوني دي.
 د انسانانو وژل امکان لري خو د افکارو وژل امکان نلري.
 که تاسو یو حامد حسین شهید کړ مګر زرګونه حامد حسین مو و زیږول، چې ستاسو په ضد به لکه سپر ودریږي.
مرګ پر جګړې، مرګ پر ترهګرۍ  ژوندی دې وي انسانیت.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *