تاند- په سپین بولدک ولسوالي کې د افغان سرحدي پولیسو پر اډې د وسله والو طالبانو په انتحاري او ډله ییز برید کې د ۵ ترهګرو په شمول ۷ تنه ووژل شول.
د کندهار د پولیسو ویندوی ضیا دراني رسنیو ته وویل:«نن ۱۵ باندې یوه بجه یو شمېر ترهګرو طالبانو د سرحدي پولیسو پر کنډک برید وکړ، دې وسله والې نښتې نیم ساعت دوام وکړ چې په ترڅ کې یې ۵ حمله کوونکي ووژل شول.»
د دراني په وینا په دې جګړه کې ۲ سرحدي پولیس هم ووژل شول.
وسله والو طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې په سپین بولدک ولسوالي کې یې د سرحدي پولیسو پر کنډک په حمله کې ۲۰ تنه پولیس وژلي دي.
خو د کندهار امنیتي چارواکو د طالبانو دا ادعا بې اساسه بللې ده.