دوهمه برخه
مخکې مو یادونه وکړه، چې هنري صفت یوازي وګړو ته نه کارول کیږي، بلکې د شیانو او حیواناتو لپاره هم استعمالیږي.
به دلش اندرون بانگ رویینه خم که آید زره رخش پولادسم
نهاد از بر رخش رخشندهزین همی گفت گرگین که بشتاب هین
په پورته بیتونو کې د پولاد سم او رخشنده کلمې د (رخش) لپاره چې د رستم آسپ و راغلي او د هغه د آسپ توصیف کوي.
کنون کرد باید ت و را رخش زین بخواهی به تیغ جهان بخش کین
ب ه پیش تو آرم سر و رخش او همان خود و تیغ جهان بخش او
دلته د (جهان بخش) کلمه د رستم د تورې لپاره کارول شوي او د تورې توصیف یې کړی.
په هومر کې (Ample bust)( فراخسینه)، (Sam steel)( پولادسم) د آسپ د توصیف لپاره. (Sea-going)( دریاپیماي) د کشتۍ د توصیف لپاره راغلی دی.
یوه خبره باید لیکوالان په یاد ولري، چې دا صفتونه باید په ځای او نظر شخصت وکارول شي او که د موصوف سره مطابقت ونه کړي، نو بیا به دا د داستان نیمګړتیا وي.
هنري صفتونه په دوه ډوله دي:
خاص: هغه صفت ته وایې چې د یو کس د توصیف لپاره په داستان کې کارول کیږي او د هماغه کس ځانګړتیا ښی. دا د شخص د نوم سره یوځای راځي او په داستان کې تر اخره تکراریږي. لکه په لاندې بیت کې د تهمورث لپاره (دیوبندی) خاص هنري صفت دی.
پسر بد مر او را یکی هوشمند گرانمایه تهمورث دیوبند
دیوبندی هغه پهلوان یا اتل ته ویل کیږي چې له دیو سره مقابله کولی شي. یا لکه په لاندې بیت کې چې د ضحاک لپاره (اژدهافش) هنري صفت کارول شوی.
برآمد برین روزگار دراز کشید اژدهافش به تنگی فراز
سرانشان به گرز گران کرد پست نشست از بر گاه جادوپرست
اژدهافش چې شکل او صورت یې د اژدها په شان وي. جادوپرست چې د جادو ستاینه کوي، یعنې خوښیږي یې.
تهمتن به رخش سراینده گفت که با کس مکوش و مشو نیز جفت
چو از خواب بیدار شد پیلتن بدو دشتوان گفت کاي اهرمن
چو آمد به شهر اندرون تاج بخش خروشی برآورد چون رعد رخش
تهمتین، تاجور، تاج بخش د رستم لپاره هنري صفتونه دي. البته دغه صفتونه په مخکې لیکنه کې معنا شوي دي.
رزم زن د قارن هنري صفت چې جنګ کوونکي ته وایي.
به پیش اندرون قارن رزم زن به دست چپش سرو شاه یمن
یکی نامه فرمود تا پس دبیر نویسد ز اسکندر شهرگیر
شهر ګیر د اسکندر لپاره هنري صفت دی. د ښار فتح کوونکی چې دا د سکندر په لښکرو کې یو سړی و.
مثلاً: هومر په ایلیاد کې د (Speedstar) (بادپای) ( په منډه کې تیز، چالاکه) هنری صفت د اشیل لپاره کاروي. (Plunder other cities)( تاراج گر شهرها)( لوټمار) د هکتور لپاره. دهرا لپاره (White goddess arm) (ایزدبانويِ سپیدبازوي)(ښکلی او ښایسته ښځه).
د زئوس لپاره ( Labyrinthine Collectors dark clouds)( گردا آورنده ابرهای تیره و تو در توی)( د وریځو راټولونکی). د افرودیت لپاره ( Friendly, happy and smiling )( دوستدار شادي و لبخند)(د خوشحالۍ او خندا محبه). پریسفون لپاره هنري صفت( Monstrous goddess)( ایزدبانويِ هول انگیز ) هغه خدای چې ډیر غټ وي. آتنا لپاره هنري صفت ( Bright eyes)( رخشانچشم)( روښانه سترګې). د اولیس لپاره هنري صفت (Artful)(نیزنګ باز)( چل باز)…
پاتې برخه
گرانه ډيره غټه موضوع دې را گز كړې ده داسې نه چې ···