تاند- په جرمني کې د کډوالو په یوه کمپ کې د افغان او پاکستاني پناه غوښتونکو ترمنځ د شخړې له کبله پولیس او بلوا ضد ځواکونه وبلل شول او یو شمېر روغتون ته ولېږل شول.

د جرمني د خبري رسنیو د راپور له مخې جنجال د یکشنبې په ورځ هغه مهال د بادین ورتیمبرګ په لیمن کمپ کې پیل شو چې پاکستاني پناه غوښتونکو ادعا وکړه چې افغان پناه غوښتونکو شراب څښلي دي.

دوی پر افغان پناه غوښتونکو تور پوري کړ چې سم مسلمانان نه دي.

د دواړو خواوو ترمنځ یو بل ته سپکې سپورې ډېر ژر په جګړه بدلې شوې. د پولیسو موټرونه کمپ ته واستول شول څو د دواړو خواوو ترمنځ د جګړې او اح و ډب مخه ونیسي.

پولیسو څوک نیولي نه دي خو د پولیسو یوه ویندوی وویل چې ۱۰ تنه افغان پناه غوښتونکي یې کمپ ته نژدې روغتون ته د درملنې لپاره بیولي دي.

په دغه کمپ کې ۵۰۰ کډوال اوسي او د فوکس خپرونې د راپور پر اساس لږترلږه ۲۰۰ تنو یې په شخړه کې برخه لرله.

خپرونه وايي چې دا لومړی ځل نه دی چې د مذهبي مسایلو پر سر د پناه غوښتونکو ترمنځ په جرمني کې شخړه کېږي، تر دې وړاندې هم ورته پېښې شوي دي.

خپرونه وايي چې د مسلمانانو ترمنځ د قرآنکریم د متفاوت تفسیر په اړه هم د پناه غوښتونکو ترمنځ په ځلونو شخړې شوي دي.

One thought on “په جرمني کې د افغان او پاکستاني پناه غوښتونکو ترمنځ شخړه شوې”
  1. اول دی الله پاک ورته هدایت وکړی چی اصلاح شی، ………………….. پریږده ښیراوی به نه ورته کوو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *