شریف افغانمل –
د معماوو په وطن کې پر پاچا خان پوهنتون برید یوه بله معما ده، چې لکه د تېرو به همداسې پټه پاتې شي، یوازې به د یو څو ورځو لپاره د عامه احساساتو د غلي کولو توطیه وکارول شي، د برید په پړه به خلک تېر اېستل شي، خو حقیقت لکه د تېرو ۶۸ کلونو همداسې تر ایرو لاندې پټ دی.
تر ایرو لاندې د حقیقت ساتلو لپاره که له یوې خوا د دغې سیمې د ولس په سترګو پردې غوړول شوې، نو له بلې خوا په تېرو ۶۸ کلونو کې هغه تاکتیک بریالی ختلی چې پاکستاني استخباراتو پرې ددې سیمې ولسونه رام کړي.
ددې سیمې خلک نه شر پسنده دي او نه یې هم په وینه کې د تاوتریخوالي او تشدد نښې شته، خو د پاکستاني استخباراتو تاکتیکونه که همداسې عملي کېدل، په ټولو قبایلي سیمو کې به دغه زهرجن تخمونه لا پسې ښه وده وکړي.
د ۱۹۴۷ ز کال د اګست میاشتې له څوارلسمې نیټې چې پاکستان رامنځته شو، پخپلسرې توګه د قبایلي سیمو پرېښودل د همدې لپاره و، چې د پاچا خان پر پوهنتون برید ته ورته پېښو ته په کې په اسانۍ زمینه برابره شي.
د تاوتریخوالي په ټوله تاریخچه کې له دې سیمې پوځي پلانونه په اسانۍ عملي شوي او پایلې یې هم جوتې دي. د سوات درې د رنګینو بدرنګه کول، د وزیرستانونو دوزخ ګرځول او د امن خوښو کورونو ویرجنول ټول له همدې سیمې پلانېږي، خو لا هم دغلته پراته د ګېډې په غم اخته خلک به یې څه مخه ونیولی شي؟
په ۲۰۱۳ ز کال کې د ټاکنو پر وخت د پښتنو کاندیدانو پر وړاندې په خېبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځیانو مصنوعي نا امني د همدې لپاره وه، چې ځای یې ددې سازمان مخکښ غړي ونیسي.
دغه وخت عمران خان ددې سیمې د واک نیولو لپاره دوی ته مناسب شخص و. خو په سیمه کې د وضعیت په تغییر سره بیا د ټول پاکستان د واک اخستو لپاره تر ده بل ډېر مخکښ کاندید نواز شریف ته بیا زمینه برابره شوه، چې په اکثریت ټاکنې وګټي او بالاخره لومړی وزیر شو.
خو د پښتونخوا د برخلیک تغییر له همدې تاریخه په عملي توګه پیل شو او صحنې ته د عمران خان بیا راتګ دغلته د پښتنو مشرانو د زوال پیل وو. هغه پښتانه مشران (؟) چې د پاچا خان پوهنتون د زرګونه محصلینو په رایو د خپلو حقونو اخستو ته انتخاب شول، خو دوی تر ځان سرې کلاوې تاو کړې او په شنو خولیو او تورو ټوپکو سمبال (ایف سي) ګارډان یې خپل امنیت ته وګمارل. له دې ناخبره چې د دغو ښامارانو د ټوپک ګولۍ د دوی سینې هم نښه کولای شي.
پاکستاني استخباراتو دا ټوله لوبه ددې لپاره مخته یوړه چې دغه سیمه هغسې چې یې غواړي، نړۍ ته ور وپېژني او کریډیټ یې ټول د همدوی جیبونو ته ورسېدل.
همدا ابله ورځ پر پاچا خان پوهنتون برید ددې لپاره وه، چې (د عدم تشدد) د سرلاري د تلین پر ورځ نړۍ (تشدد) وګوري او د پاکستاني اسټبلشمنټ دا پیغام تفسیر ته اړتیا ونه لري، چې (تشدد) خو ددې سیمې د خلکو خپل کار دی او موږ یو چې ددې سیمې د برخلیک په ټاکلو کې ځای لرو او ددې سیمې د اقتصادي برنامو پرسر باید نړۍ له موږ سره مشوره وکړي.
له ورسک روډ څخه (دره آدم خېل) ته په وسلو سمبال احساساتي ځوانان خو څه په هوا رانغلل، چې په دې مهمه ورځ یې د تاوتریخوالي د پیغام ننداره خپره کړې وای. دغلته د پېښور په زړه کې د (آرمې سټېډیم) ترڅنګ د پاکستاني استخباراتو په تنګو کورونو کې بلا نور ځوانان هم ددې سیمې د برخلیک ټاکلو لپاره ټوپک په اوږه د بادارانو اوامرو عملي کولو ته په نوبت ولاړ دي.
نن وضعیت د پښتنو مشرانو له کنټروله وتلی او په تېر کې د دوی د بېغورۍ او خرمستۍ له وجې په ایبټ آباد کې د (کاکول) نظامي اکاډمۍ د هر سرتېري د راتلونکې په (لار نقشه) کې لیکل شوی آیین (قانون) د پښتونخوا د برخلیک ټاکلو لپاره باید هر وخت د عملي کېدو وړ وي، هغه آیین چې د دغې سیمې په تشدد او شرپسندۍ د پنجاب صوبې بقا تضمینوي.
که دوی نن هم په خپله خرمستۍ کې همداسې ورک وي، نو ددې سیمې راتلونکی نسل به هم د پنجاب د آیین قرباني کېږي او دغلته هر سر راپورته کوونکی (پروفیسور) به هم د پنجاب د بقا د تضمین لپاره پر خپل ژوند وروستی میخ ټک وهي.
له کاکوله تر پېښوره په دې ټوله لوبه کې د افغان ځوانانو سره ترڅنګ د شاوخوا سیمو احساساتي ځوانان هم ورګډ دي، نن د دوی د واک او اختیار مسله نه ده، نن دوی د هغه بل شوي اور په منځ کې راګیر دي چې ترې وتل یې هېڅ امکان نه لري. د پاکستاني استخباراتو دا لار نقشه دومره ژر د راټولېدو نه ده، خو له امکانه وتلې هم نه ده.
همدا پرون چې پر پاچا خان پوهنتون د برید په غبرګون کې راوتلیو ځوانانو له پنجابه د خپل غچ ناره پورته کوله دوی کولای شوای/شي په اسانه او ارزانه دغه لار نقشه پوپناه کړي، خو دا هله چې (آی د پښتونخوا مشرانو!!) که تاسو یې ترڅنګ ودرېږئ او حد اقل د خپل راتلونکي نسل لپاره خو یو څو ورځې د اسلام آباد له حکمه خپلې څڼې وڅنډئ، بیا وګورئ چې څنګه دغه لار نقشه بدلېږي او کنه؟