تاند- یوه نفوذي پولیس په اروزګان ولایت کې خپل ۱۰ ملګري ووژل او په خپله وتښتېد.

د اروزګان ولایت چارواکي وايي چې د دغه ولایت په چارچینو ولسوالي کې یوه غدار پولیس د خپلې پوستې۱۰ ملګري ووژل او وسله یې وتښتوله.

د اروزګان د والي ویندوی دوست محمد نایاب رسنیو ته وویل:«زموږ څېړنې ښيي چې دغه غدار پولیس له طالبانو سره لاس یو کړی و. خپل ملګري پولیس یې بې سده کړي او د بې هوشۍ په حال کې یې وژلي دي.»

د اروزګان د امنیه قومدان مرستیال رحمت الله خان د دغو پولیسو وژل کېدا تایید کړه، ویې ویل چې د غدار پولیس د نیولو لپاره عملیات پیل شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د دې پېښې په اړه متفاوته خبره کړې. ده ویلي چې وسله والو طالبانو وروسته له دې چې په چارچینو ولسوالي کې د پولیسو پوسته ونیوله په هغې کې ۹ تنه موجود پولیس ووژل.

خو که دا پېښه له خپلو ملګرو پولیسو سره د غدارۍ په نتیجه کې شوې وي نو دا به په یوه اوونۍ کې دوهمه ورته پېښه وي. تر دې وړاندې د جنورۍ په اوولسمه ۴ نفوذي پولیسو په اروزګان کې خپل ۹ پولیس ملګري ووژل او وسلې یې وتښتولې.

په اروزګان کې غدار پولیس خپل ۹ ملګري ووژل

One thought on “په اروزګان کې نفوذي پولیس خپل ۱۰ ملګري ووژل”
  1. په سوله کې کومه بده خبره يا بد عمل دی چې مذدور رزیم یې نغواړي ؟
    افغان وژنه نه به بس شي او دالر به بند شي دافغان داولس سترګې به جګې وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *