تاند- پاکستاني او عربي رسنۍ وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله په افغانستان کې وژل شوی دی.

ګلف نیوز ورځپاڼې نن ویلي چې د پاکستاني طالبانو مشر د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې وژل شوی دی.

ورځپاڼه وايي چې باوري راپورونه یې ترلاسه کړي چې د فضل الله پر کور بې پېلوټه الوتکې برید کړی چې په نتیجه کې یې له ده سره لږترلږه ۵ تنه نور هم وژل شوي دي.

ویل شوي چې په وژل شویو کسانو کې د فضل الله ښځه او یو زوی شامل دي.

پاکستاني رسنیو هم د ملا فضل الله د وژل کېدو خبر ورکړی خو دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني رسنۍ د نوموړي د وژل کېدو خبرونه خپروي بلکې تر دې وړاندې یې هم په ځلونو د افغانستان په خاوره کې د ملا فضل الله د وژل کېدو خبرونه خپاره کړي دي.

پخوا ویل شوي و چې پاکستان دا ډول خبرونه د دې لپاره خپروي چې په ټولو ومني چې ملا فضل الله د افغانستان په خاوره کې دی.

اړوند خبرونه:

پاکستان له امریکا غوښتي چې ملا فضل الله ووژني.

4 thoughts on “عربي او پاکستاني رسنۍ وايي، ملا فضل الله د بې پېلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی”
  1. داسی خو به نه وی چی پنجابیانو امریکا ته هم ګپ ورکړی وی یعنی امریکایان د پنجاب تر قوماندی لاندی راغلی وی ، څه چی پنجاب هدایت او امر ورکړی ، هغوی به یی اجراکوی.

  2. ګرانه هغه خبر د 2014 کال خپور کړی خبر و چی عربی ورځپاڼو او ویب سایټونو خپور کړی و، اوس پنجابي تلویزیونونو د پښتنو د غلي کولو لپاره بیا خپور کړ.

  3. دوستانو پنجابيان ،عربان اوددوی ستر لالا اوبادار دروغ وايي که داسی وی ولی هغه ستر اولوی کمپونه ، چی دوی پری خبر دی ، دبی پيلوټه الوتکو هدف نه ګر ځوی ، کمپ په يوه پراخه سيمه کی جوړوی هغه نشی ويجاړولی ،اما ديو شخص دوژلو لپاره چی هغه هم ددوی همغږي اوددوی تربيه سوی غلام کس وی نو بيا يي سنګه په يوه الوتکه په نښه کوی.زه فکر کوم چی دکمپ دجوړولو پيسی همدوی ورکوی اودملا القاعده جای يي ملا داعش ته تبديل کړی اوبيايي دهغه دوژلو اعلان وکړ. داد پنجابيانو چلونه اودوکی دی. هرڅو ک چی زموږ هيواد اوخلکو سره خيانت کوی اودنارواوژنو امرونه اوحکمونه ورکوی الله دی په خپل قهر اوغضب اختی کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *