تاند- پاکستان نن /سې شنبه/ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافېر د بهرنیو چارو وزارت ته وروباله او ورته ویې ویل چې اسلام اباد په دې اندېښمن دی چې تروریستو عناصرو د افغانستان له خاورې څخه په کار اخیستلو پر پاچا خان پوهنتون حمله وکړه.

د روانې جنورۍ په شلمه وسله والو ترهګرو په چارسده کې پر پاچا خان پوهنتون برید وکړ او لږترلږه شل تنه یې ووژل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغانستان د سفارت شارژدافېر سید عبدالنصیر یوسفي یې احضار کړ او خپله اندېښنه یې ورسره شریکه کړه.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې حمله کوونکو له هغو پاکستاني طالب قوماندانانو سره تېلفوني تماس درلود چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې دېره دي.

د پاکستان صدراعظم نوازشریف د روانې اوونۍ په پیل کې تر دې هم زیاته ادعا کړې وه او ویلي یې و چې د افغانستان په دولت کې ځیني عناصر د پاکستان په تروریستي فعالیتونو کې ښکېل دي.

دا هغه ادعا ده چې له تېرو لږترلږه ۱۰ کلونو راهیسي یې افغان چارواکي د پاکستان د آی ایس آی په اړه کوي او اکثره نړیوال هم یې هم تاییدوي.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د سفارت شارژدافېر ته نه دي ویلي چې د افغانستان حکومت د پاچا خان پوهنتون په تروریستي برید کې لاس لري. ښاغلي یوسفي ته ویل شوي چې حمله کوونکو د افغانستان له خاورې کار اخیستی دی.

3 thoughts on “پاکستان د افغانستان د سفارت شارژدافېر احضار کړ”
  1. دآفغانستان دجلاسوي حصي هر بريد چه تر سره سوئ دۍ او تر سره کيږي دتور پنجاب له خوا کيږي .
    تر هغه وخته به دوام ورکړي تر څو دامنطقې بيرته دآفغآنستان سره نه وي موښلول سوي تر ځو پښتانه ديوه او متحد قوم په څير دپنجاب لپاره خنجر نه وي ګرځيدلي . دوئ کوښښ کوي چه علمان قومي مشران او نورمخور خلګ مو دمنځه يوسي چه دا ملت دغلامي په حلقه کي وساتي او طبعي منابع ئې چور او دفقر او بد بختئ وکندي ته ورواچوي دا دپنجاب اودده دپلار پلان دئ لکه همدااوس چه ئې تاسئ ګورئ
    ديوه آذاد اومتحد پښتونستان په اميد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *