ټول ارمان لرو چې بریا ته ورسیږو، ځینې وخت د ځان د غولولو لپاره ملامتیا په قسمت او بخت باندې وراچوو خو که ژور فکر وکړو، هرې موخې ته د رسیدا لپاره پکار ده چې ځینې عادتونه مو بدل کړو، مهال وېش مو سم کړو، موخې وټاکو او موخو ته درسیدا لپاره ستراتیژي او تکتیکونه غوره کړو. ددې ټولو د ترسره کولو لپاره زیار باسل دي چې د بریا او ناکامي ترمینځ یې فاصله ساتلې.
۱: ورځ مو په موخو وویشئ.
هره شپه د خوب څخه وړاندې د راتلونکې ورځې په کارونو باندې فکر وکړئ.یو لیست جوړ کړئ. ترټولو اړین یې په کې په نښه کړئ همداسې د اهمیت په نظر کې نيولو سره مو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ.
۲: په پایلو باندې متمرکز کړئ.
ترټولو اړین کار د ترسره کولو لپاره چې بریا ته مو رسوي، هروخت لومړیتوب ورکړئ. بریالي خلک خپل کارونه ته د لومړیتوب په نظر کې نېولو سره عمل کوي. کله مو چې ترټولو اړین کار په نښه کړ، په پوره پاملرنې او په پوره انرژي سره یې ترسره کړئ. په یاد ولرئ چې هرڅه په مساوي توګه اړین نه وي، یو کار په یوه وخت سره ترسره کول ستاسې ژوند کې ستر بدلون راوستلی شي.
۳: د خلکو سره اړیکو ته پام وکړئ.
کوم خلک کولی شي چې ستاسې سره ټاکل شوو موخو په رسیدا کې مرسته کولای شي؟ تکړه خلک هروخت د نورو سره مرسته کوي څو دوی هم د اړیتا په مهال د هغوی څخه د مرستې غوښتنه وکولای شي.
۴: روغیتا ته مو پاملرنه وکړئ.
ژوند په چټکۍ سره تیریږي. په خپل وخت خواړه وخورئ ، هڅه وکړئ صحتمند خواړه وخورئ. ددې ترڅنګ هڅه وکړئ چې ورزش ته هم وخت ورکړی. ورزش مو فکر تمرکز فعال ساتي او کولای شي چې په غوره پریکړه نېولو کې درسره مرسته وکړي. ارام وکړئ څو انرژي مو پوره وي.
۵: صادق او رښتیني واوسئ
په ټولنه کې د بریا لپاره اړینه ده چې تاسې د خلکو سره په راکړه ورکړه کې صادق واوسئ. صداقت تر بل هرڅه غوره کړنلاره ده.
۶: ځان په ډیسپلین برابر کړئ
د ځان ډیسپلین د بریا لپاره تربل هرڅه اړین دي. ډیسپلین په دې مانا چې موخو ته د رسیدا لپاره د اړین کار لپاره ځان اعیارول دي. کله، څنګه او څه باید وشي، دې کارونولپاره د ربړونو د زغم منلو ته ډیسپلین وايي. هرڅوک هر هغه کار په اسانۍ ترسره کوي چې دوی ته د خوښۍ احساس ورکوي خو کله چې موخو ته درسیدا لپاره داسې کار چې له امله یې په ورځني مهال ویش کې ډیر بدلون راوړل کیږي، دبدل احساس سره سره ترسره کړی نو دبریا لار مو پیدا کړه.
ایا تیار یئ چې یو ځانګړی عادت مو چې ستاسې له نظره کمزوری دی، د بریا لپاره په سمون باندې یې کار پیل کړئ؟