کندهار او هلمند ته برېښنا

تاند- ایران نن /چهارشنبه/ اعلان وکړ چې افغانستان او عراق ته یې د برېښنا صادرات زیات کړي دي.

د ایران د انرژۍ وزیر هوشنګ فلاحیتیان ایراني رسنیو ته وویل:«موږ افغانستان او عراق ته د انرژۍ صادرات پراخ کړي دي.»

د ایراني چارواکو په وینا دا هیواد اوس ۷ هیوادونو ته برېښنا صادروي او له دې درکه په سلګونو ملیون ډالره عاید ترلاسه کوي.

د فلاحیتیان په وینا ایران په تېرو لسو کلونو کې د نړۍ د هر بل هیواد دوه برابره برېښناکوټونه او بندونه جوړ کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې ایران په افغانستان کې د جنایتکارو ډلو په وسیله د بندونو د جوړولو مخه نیسي. ایران په ښکاره وايي چې په افغانستان کې د برېښنا کوټونو او بندونو د جوړېدو مخالف دی ځکه چې له کبله یې ایران ته د بهېدونکو اوبو اندازه کمېږي.

دې هیواد په تېرو لسو کلونو کې په هرات، فراه او نیمروز کې د بندونو د مخنیوي لپاره پر سلما، کمال خان او بخش اباد بندونو د اجیرو وسله والو په وسله په ځلونو حملې کړي دي. همداراز ویل کېږي چې د کجکي بند د جوړېدو د مخنیوي لپاره له وسله والو طالبانو سره مالي او تسلیحاتي مرسته کوي.

د ایران د انرژۍ د وزارت پر اساس، په تېرو ۱۰ کلونو کې د ایران د انرژۍ (برېښنا) د تولید ظرفیت په سلو کې ۷ زیات شوی دی.

دا هیواد حاضردمه د افغانستان او عراق تر څنګ اذربایجان، ترکیې، ترکمنستان، پاکستان او سوریې ته برېښنا صادروي.

ایران وايي چې غواړي په سیمه کې د برېښنا پر ستر تولیدوونکي او صادروونکي بدل شي. دې هیواد د نویو برېښناکوټونو د جوړولو لپاره یوولس سوه ملیون ډالره پانګونه جلب کړې ده.

اړوند خبرونه

وسله والو طالبانو له ازبکستانه د وارداتي برېښنا مزي غوڅ کړي

One thought on “ایران وايي، افغانستان او عراق ته یې د برېښنا صادرات زیات کړي”
  1. افرین طالبانو ډیر زورور جهاد کوی ګوره چی دا وطن کی څوک دا کافر بندونه جوړ نکړی داسی نه چی زمونږ اسلام او ایمان ته زیان واوړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *