دوهمه برخه –

شمالي کوریا د نړۍ څلورم نمبر غښتلی فوځې ځواک او مرکز یې پینګ یانګ دی. شمال او شمال لویدیځه برخه یې د چین، شمال ختیځه برخه یې د روسیې او یوه ټاکلې غیر نظامي سیمه د جنوبي کوریا سره شریکوي. د جاپان امپراتورۍ د شمالي کوریا هیواد په ۱۹۱۰ کې د ځان پوری ونښلوه لیکن کله چې جاپان د دوهمې نړیوالې جګړې په دوران کې د امریکا په وړاندې ماتې وخوړه نو شوروي امپراتورۍ، شمالي کوریا او امریکا د جنوبي کوریا سیمې تر خپلې قبضي لاندی راوستلې. که څه هم په ۱۹۴۸ کال کې د شمالي او جنوبي کوریا د توحید هڅې وشوي لیکن ناکامي شوی په داسي حال کې چې د شمالي او جنوبي کوریا د ۱۹۵۰-۱۹۵۳ کلونو جنګ بې نتیجې پای ته ورسید. د دواړو هیوادونو ترمنځ د څلورو لسیزو کوښښونو بیا هم دا جدا شوی ملتونه سره یو ځای نکړل ترڅو په ۱۹۹۱ کال کې دا واحد ملت د جلا جلا هیوادونو په حیث په ملګرو ملتونو کې اعلان او ومنل شو.

دلته د شمالي کوریا د تاریخ بیانول اړین نه دی بلکې د جنوبي کوریا سره د پرتلې خبره اړینه ده. په دواړو هیوادونو کې د رهبرۍ د څرنګوالې، د قدرت د استعمال او د قدرت د پای ته رسیدلو نه وروسته د زعامتونو د ټولنیز ارزښت د بیان خبره اړینه ده.

شمالي کوریا او جنوبي کوریا په یو زمان کې رامنځته شو. دواړه هیوادونه د هغه زمان لویو لویو قدرتونو په غیږ کې ونیول. دواړه هیوادونه یو ډول زندۍ، محصور، او بی وسه شو. دواړه هیوادونه د بقا او فنا په جګړه کې لتاړ شو. د دواړو هیوادونو د انحلال او نزول مسله حتمې وه. دواړه هیواونه د لویو هیوادونو د حیثیت لپاره د نذرانه کولو په درشل کې وو او دواړو هیوادونو د ازاد تنفس لپاره پښې او لوسونه وهل.

خو:

شمالي کوریا نن د نړۍ لوی قوت، غښتلی اقتصاد، او پر ځان بسیا ملت دی، پداسي حال کې چې جنوبي کوریا د یوه زولانه شوی غلام، بی وسه نوکر او بی حسه وجود ښکاره بیګله ده چې امریکا یې د واک قیضې پخپلو لاسونو کې ټینګې ساتلی دی. هغه وخت چې د شمالي کوریا اوسني مشر او د (کوریا د خلکو حزب) رهبر کیم جان اوو خپلو خلکو/فوځیانو ته د جنوبي کوریا-امریکا د ګډو نظامي مانورو د تمثیل په سبا ورځ خطاب کوه نو داسي یې وویل: بیدار شئ، د امریکا توغ ته اور واچوئ، پرنږدئ چې امریکا د نړۍ بام ته پورته شي، مونږ وڅاري، پر مونږ سلطنت وکړي، زمونږ ازادي سلب کړي، مونږ د نوری بې وسه نړۍ په څیر د خپلو ګټو قرباني کړي. پرینږدئ امریکا له مونږ غښتلی شي، پر مونږ یکه تازي وکړي. پری نږدۍ امریکا د ارام ساه واخلي، ځان بی سیاله لوبغاړی وګڼي. مونږ د نړۍ د مشرۍ لپاره پیدا شوی یو، که څوک جګړه کوي نو ورسره جګړه کوو او که څوک سوله کوي نو سولې ته تیار یو. مونږ د تیري لپاره نه یو خلق شوی لیکن په یاد مو وي چې د غلامۍ لپاره هم ژوند نه کوو. مونږ د یوه سیال، ازاد، باشرفه، مترقي، عصري، باعلمه او مدني ملت په حیث د باعزته ژوند د تمثیل لپاره پیدا شوی یو. مونږ باید ددۍ نړۍ د سوکالۍ او ځان ژغورني انساني مسولیت پر غاړه ومنو. نوموړې زیاته کړه چې د جنوبي کوریا-امریکا تش په نامه او پوچې مانوری زمونږ د مورال د ټیټیدو او زمونږ د روښانه مشعل د تتیدو لامل ګرځیدلی نشي. نوموړی زیاته کړه چې مونږ به د دنیا د هر ظالم په سترګو کې د اغزي او خپل ملت د حامي دنده ترسره کوو ترڅو خپل وجود تمثیل او خپل نقش اداء کړو.

پورته خبری درني، سختی او له مسولیته ډکی دی. دا یواځې د لافو په دایره کې راګیری ژمني او اخطارونه نه دی بلکې دا د کیم جان اوو د پلار (کیم جان ایل) خبری وي چې خپل ملت ته به یې کولی او ځوی کیم جان اوو کټ مټ خپ ملت ته نقل کړی.

کیم جان ایل نشنلست، هیوادوال، ځان غوښتونکې، او د ځاني-ملي وقار غوښتونکی وو . نوموړی په ۱۹۹۴ کال کې د خپل پلار له مرګه وروسته د شمالي کوریا لوی رهبر، د کوریا د خلکو فوځ مشر او د ملي دفاع د کمیسون رییس وو. نوموړي په ملت پالنه او وطن پالنه کې مثال نه درلود. کیم د خپل قوم د توحید، پر ځان بسیا سبا، هیواد ژغورولو، د ولسونو د پوهولو، او د دښمن د مقابلې لپاره د کوریایانو د تربیه کولو او تیارلو په برخه کې نه ستړی کیدونکې هلی ځلی کړي. دا به هم ومنو چې نوموړی د نړیوالو او خاصکر د غربیانو په سترګو کې د یوه دیکتاتور، مدهش، او جابر رهبر نه بل څه نشي کیدلی، هو کیم د شمالي کوریا د ملي ګټو لپاره وخت نا وخت د یاغیانو اوخاصو قشرونو پر وړاندی مظالم ترسره کړی دی لیکن په ټوله کې زمونږ ادعا خپل ملت او ملې ګټو ته د کیم د پوره ژمنتیا خبره ده.

که څه هم ویل کیږی نوموړی د زړه د ناروغۍ له امله د ۲۰۱۱ کال د دسمبر په ۱۷ نیټه ومړ لیکن موثق اسناد ښکاره کوي چې کیم جان ایل، هغه مهال چې د برق په یوه ډیره حیاتي او ملي پروژه کې د انجنیرانو نه غلطي شوی وه، خفه شو، غصه شو او بلاخره د ډیر خفګان او قهر په وجه، چې د فشار د لوړیدا لامل یې شو، ومړ. د نورو عادي انسانانو په څیر، کیم جان ایل هم خوښي او ارام خوښیده لیکن دا چې نوموړی د خپل ملت سره جفا او د خپل راتلونکې په وړاندی خطا نه شوه زغملی نو د ډیر قهر نه یې د سر رګونه وشلیدل او بالاخره ومړ. دا د خپل ملت او ملي اقدارو سره د کیم د مینې انتها په ګوته کوي. د کیم د ژوندانه ټول بهیر او د مړیني لامل د خپل ملت د ارمانونو ښکاره ترجماني کوي. ښه، نوموړی ومړ لیکن د نوموړی نوم به سلګونه کلونه د شمالي کوریا په تاریخ کې ژوندی پاتې وي.

د کیم جان ایل د مرګ نه ۱۰ ورځې وروسته، د کیم جان اوو په مشرۍ ۲۵۷ کسیز ګروپ جوړ شو ترڅو د نوموړی د تدفین مراسم پرځای کړی. په کوریا کې ماتم وو، په هر کور کې ژړا وه، او هر وګړی د غم په ټغر ناست وو. د نوموړی جسد یواځې د دری ساعتونو په جریان کې ملیونونو کسانو ولید او ویل کیږی چې د نوموړی د تدفین په مراسمو کې ۴ ملیونه کسانو برخه اغستی وه. د نوموړی مرګ او د شمالي کوریا د خلکو بی بیلګې ویر، هغه مهال نیمه نړۍ ولړزوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *