تاند- په واشنګټن کې رسمي سرچینو د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۲۷/ وویل، د بارک اوباما ادارې د افغانستان د جګړې تجربه کار جنرال، تورنجنرال جان ډبلیو مایک نیکلسن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان غوره کړی دی.
که د امریکا مشرانو جرګې د جنرال نیکلسن نومونه تایید کړه، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت د اوسني قوماندان جنرال جان. ایف. کېمبل ځای به ونیسي او کېمبل به تقاعد شي.
ټاکل شوې وه چې پینتاګون د چهارشنبې په ورځ د نیکلسن د نومونې اعلان وکړي.
نیکلسن، په ۱۹۸۲ م کال د امریکا د ویسټ پواینټ له اکاډیمۍ فارغ شوی. نوموړی د توپچي افسر دی. حاضردمه د ترکیې په ازمیر کې د ناټو قوماندان دی.
نیکلسن د ګڼو نورو دندو ترڅنګ په ۲۰۰۶ م کال په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د مرستیال درستیزوال او په ۲۰۱۰ م کال د امریکايي ځواکونو قوماندان پاتې شوی دی.
تر دې مخکې د ۱۴ میاشتو په مخه د پینتاګون د افغانستان او افغانستان د همږغۍ د څانګې ريیس و.