اداري فساد په افغانستان کي د رواني جګړې د ملاتړ يوه مهمه سرچينه ده. جګړه فساد ته زمينه برابروي فساد جګړې ته. فساد له امنیتي، او دفاعي ادارو را واخله، تر عدلي او قضايي ادارو پوري ټولي پرې ډکي دي. له بده مرغه اوس ولسي خلکو پر دولت باور له لاسه ورکړی دی. تقريباً هري ادارې ته چي د کار لپاره ورځي، مخکي تر مخکي يې زړه ته ور اچولې وي چي رشوت به ارو مرو غوښتل کېږي. خلکو د يوه ناوړه فرهنګ په توګه منلې چي له رشوت پرته يې کار نه کېږي. زه د دغي ناوړي پديدې پر ضد د يوه ځوان مبارز په اړه يو څه درته ليکم:
د رښتني، سپېڅلي وطنپرست او فعال ځوان فضل سلطان ساپي په اړه. فضل سلطان ساپی د هلمند د استناف څارنوالۍ رئيس دی. تر دې مخکي يې روزګان کي په همدې موقف کي دوه کاله، تر دې وړاندي يې خوست او لويه څارنوالۍ کي پر بېلابېلو بستونو ۵ کاله کار کړی دی. ساپي کابل کي ښوونځی بشپړ کړی، د شرعياتو پوهنځی يې ننګرهار پوهنتون کي بشپړ کړی، او د ماسټرۍ لپاره يې داخله کړې ده. ساپی له څو مياشتو راهیسي هلمند ته راغلی او د خپلي پېژندني په لومړۍ غونډه کي يې له فساد سره د چټکي مبارزې ژمنه وکړه.
ژمنه او د خپل کاري پلان په اړه د کاغذ پر مخ خبري په دې وطن کي په لسګونو کسانو کړيدي؛ په تاسف سره چي کمو کسانو پر خپلو خبرو عمل کړی دی. د ساپي له معرفت او کاري پيل سره د څارنوالۍ مفسد مامورين، او ولسي خلک ډېر عادي ښکارېدل. داسي فکر نه کېدی چي دی به خپلو خبرو ته عملي کميس ور واغوندي.
ساپي د خپل کار پر لومړۍ ورځ د څارنوالۍ ټول مامورين راغونډ کړل او له فساد سره يې د مبارزې په اړه جدي سپارښتني ورته وکړې. عملاً يې په فساد ککړ اشخاص له پېژندني وروسته له دندو ګوښه کړل، ډېری نورو ته يې ګواښ وکړ. هغوئ چي په فساد کي تر غوږو غرق ول دا کار يو عجبه تصادف ورته ښکارېد. ټولو دفترونو کي نوی فصل وغوړېد. فاسدان يو بل ته حېران دريان ول.
ساپي د څارنوالۍ ټول دفترونه منظم کړل. د مراجعينو لپاره يې د تګ راتګ لپاره يوه اسانه لاره جوړه کړه. پخوا به د څارنوالۍ په دهلېز، او دروازو کي په لسګونه خلک ليکه ولاړ ول. نه به چا اجازه ورکوله، نه يې چا ږغ اورېد. کمشنکاران به ولاړ ول هر يوه خپل ځانته خلک جلبول. دا فرهنګ ختم سو. د سپينو ږيرو او له لري سيمو راغلو خلکو ته د لومړيتوب حق ورکول سو.
ساپي دننه په څارنوالۍ کي مسجد جوړ کړ. ټول مامورين يې مکلف کړل چي په جومات سره لمونځ اداء کړي. هغه کسان چي د رسمي حاضرۍ خلاف به تر وخت مخکي کورونو ته تلل؛ بنديز پر ولګېد او پر ټولو قانوني مهالوېش عملي سو. د څارنوالۍ په مهمو دفترونو او دهلېزونو کي يې په غټ قلم دا حديث شريف وليکه:” الراشي والمرتشي والمراش کلهم في النار” ژباړه: رشوت ورکووکی، رشوت اخيستونکی او د دوئ ترمنځ لاره جوونکي به ټول په جهنم کي وي. دا کار رشوت اخيستونکو بېخي کاڼه او ړانده کړل.
ساپي ټول مامورين، او جنجالي قضيې په خورا دقت سره وڅارلې؛ ښه او بد يې ځانته مالوم کړل. تر دې مخکي په رسمي ليکونو او ځوابونو کي پښتو صفر وه. د ساپي د کلک ټينګار په ترڅ کي پښتو د دې ادارې په رسمي مکتبونو او احمکامونو کي ليک سوه. په دې مهمه اداره کي خورا حېرانونکی مثبت بدلون راغی.
تر دې مخکي دلته داسي هم پېښه سوې وه چي په يوه قضيه کي يوه څارنوال د رشوت په توګه له يوه سړي څخه د هغه د کور غوا بېولې وه. دا يې تشه يوه بېلګه وه. دلته هر مفسد تر خپله وسه وسه بېچاره خلک لوټ کړي او هر څه يې ترې غوښتي دي. د دا ډول بې قانونه او بې انصافه پرېکړو له امله خلک د تورو تيارو شاته غورځول سوي. خلک ناحقه بنديان سوي.
له نېکه مرغه د فضل سلطان ساپي له برکته د فسادګرو څارنوالانو او مفسدينو کمشنکارانو منګولي د بېګناه خلکو له ګرېوانونو وختې. اوس خلک د هلمند استناف څارنوالۍ ته په بېغمه زړه ورځي. همدا لامل و چي تېره اونۍ د هلمند ولايتي شورا او هلمند مدني ټولني له لوري د يوې غټي غونډي په ترڅ کي ساپی له فساد سره د مبارزې په خاطر وستايل سو. د دې ترڅنګ د هلمند ګڼو ځوانانو او مدني فعالانو هغه د فېسبوک پر ټولنيزه شبکه هم وستايه.
فضل سلطان ساپی تراوسه خپل شخصي کور نلري، کابل کي د کرايې په کور کي ژوند کوي. ډېر نېک خويه، او د ښو اخلاقو څښتن دی. له مظلومانو سره د ظالمانو په مقابل کي ولاړ وي. د ملي وحدت حکومت ته وړانديز کوو چي دا ډول رښتني ځوانان د افغانستان پر مهمو ادارو وګوماري. د دوئ له ګومارني سره به خورا ښې سموني رامنځته سي. اداري فساد د دغه ډول سپېڅلو او مبارزو ځوانانو په ټاکنه سره له منځه ځي. حکومت له فساد سره د مبارزې يوه بېله اداره رامنځته کړې وه. له بده مرغه هغه اداره خپله په فساد کي غرقه وه. د فساد د ورکېدو يواځينۍ لاره د ښو کدرونو ټاکنه، او د ظرفيت له مخي څوکيو ته د خلکو رسونه ده.
عکس د ښاغلي ساپي دی.