د قلم لار ټولني لخوا نن د میدان وردګو په ولایت کې خیریه کتابتون پرانیستل سو!
دا هم شپږم کتابتون دی په هیواد کې چې د یادي ټولني د مسئولینو لخوا پرانیستل کیږي د ټولني مسئولین د ځايي خلکو په خوښه د دوي لپاره کتابتون جوړوي ترڅو هغه محروم او غریب ځوانان له کتابه ګټه واخلي خپل معلومات زیات کړي او یو سالم مصروفیت ځان ته پیدا کړي.
نن د کتابتون د پرانیستلو پر مهال ځایي مشرانو هم ډیره خوښي و ښودله او ویې ویل:
چې موږ به ځوانان دي ته هڅوو چې د کتابه ګټه واخلي او هم د کتابتون او کتاب ساتنه وکړي د کتاب ورکړه یې یو نیک کار وباله.
د ددې تر څنګ د ټولني د مسئولینو لخوا د ماشومانو سره د کتابچو مرسته هم وسوه.
