تاند- د بشري حقونو د څارډلې یا هیومن رایټس واچ نن /جمعه/ وویل چې د ایران د سپاه پاسداران انقلابي ځواک په زرګونو افغانان د سوریې جګړې ته لېږلي دي.

دا نړیواله موسسه وايي چې سپاه پاسداران لږترلږه د نوومبر له میاشتې را په دې خوا په ایران کې په زرګونو دېره افغانان سوریې ته استولي دي.

د بشري حقونو د څار ډلې په یوه اعلامیه کې ویلي، د راپورونو له مخې ایراني چارواکو ځیني افغانان په زوره او ځیني په دې تمه چې په ایران کې د اوسېدو قانوني جواز ورکوي، هڅولي چې سوریې ته لاړ شي څو د شیعه ګانو د سپېڅلو ځایونو ساتنه وکړي.

د بشري حقونو د څار ډلې د تېر ۲۰۱۵ م کال په وروستیو کې له څه باندې شلو افغانو سره، چې په ایران کې اوسېدل، د سوریې جګړې ته د ایران له لوري د افغانانو د ګومارلو په اړه مرکې کړي دي.

یوه اوولس کلن افغان وویل چې په زوره یې جګړې ته ولېږه. نورو ویلي چې په خپله خوښه د ایران له لوري په تنظیم شوي ځواک کې د شاملېدو لپاره سوریې ته تللي دي.

دا کسان یا د مذهبي عقایدو او یا د دې لپاره چې په ایران کې د هستوګنې قانوني جواز ترلاسه کړي، سوریې ته تللي دي.

د بشري حقونو د څار د ډلې د اضطرار د څانګې ريیس پیتر بوکیرت وویل:«ایران افغان مهاجرو ته په سوریه کې د جنګېدو لپاره نه یوازې د مهاجرت او اوسېدو تمه ورکړې بلکې ډېرو ویلي چې دوی ګواښل شوي چې که د سوریې په جګړه کې برخه وانخلي په زوره به بېرته افغانستان ته واستول شي.»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې د ایران له لوري د سوریې او د سعودي عربستان له لوري د یمن جګړې ته د افغانانو د استولو پر راپورونو غور کوي او له هیواده بهر افغان دیپلوماتانو ته ویل شوي چې په دې اړه څېړنې وکړي.

په ایران کې په ځلونو د سوریې په جګړه کې د وژل شویو افغانانو د جنازې او فاتحې مراسم لیدل شوي دي.

د بشري حقونو د څار ډله وايي چې ډېرو افغانانو ورته ویلي چې د ایران د سپاه پاسداران د غړیو له لوري نیول شوي او بیا ورته ویل شوي چې دوه انتخابه لري، خپل هیواد ته یې په زوره ولېږي او که د سوریې جګړې ته ځي.

د سوریې جګړې ته د تګ په صورت کې یې کورنۍ ته په ایران کې د قانوني هستوګنې جواز ورکول کېږي.

2 thoughts on “د بشري حقونو د څار ډله: ایران په زرګونو افغانان د سوریې جنګ ته لېږلي”
  1. چی په وطن کی یی سور اور بل وی. ایران به مو ولی هر جنگ ته نه استوی. طالبه له جهالت نه لاس واخله سوله وکه چی افغانان په خپل کور شی

  2. زموږ ځوانان څه سوریی ته ،څه یمن ته،څه اروپا ته ،څه هم بحرونو ته ،څه هم طالبانو او داعش ته او حتی اسرائیلو ته استول کیږی او کیدای شی دی ته ورته نور ضایعات هم ولرو چه تر اوسه څوک ورته متوجه هم نه وی !
    ددی زرهاوو تعلیم یافته او ماهرو ځوانانو مقابل کی پدی حکامو کی څوک شته چه ایمان او وجدان یی دومره ورته ووایی چه دا د افغان بچیان ولی تباه کیږی؟ فرار ولی؟ افغانستان ورته نیاز نلری؟ یا پریږدی چه ورک یا تباه شی؟ ځای یی ۵۰٪وو ته پاتی شی؟ او دی ته ورته نور ډیر سوالونه هر باایمانه او باوجدانه افغان سره مطرح کیږی ،زموږ داقلیتونو هغه هم دوی ضعیفه ډلی چه یواځی په خپلو ډلګیو کی هر څه انحصاروی ، دی ته وخت نلری چه دا لوی ضایعات او تباهی درک کړی ، ددی معنا به داوی چه دا حکام دټول ملت ندی، ځکه خلک فرار کوی ،داسی فرار چه مرګ سره مخ دی ،ځکه چه سوله نشته،عدالت نشته،حکام فساد خوروی،دخپلی ګیډی او کورنی نه اخوا څه نه وینی ،دملی خدماتو ظرفیت نلری ، سفیران یی هم په روابطو ټاکل کیږی او خپل وظایف تری پاتی او په نورو مصیبتونو اخته دی ،دملت د خدمت او راټولولو ځوانان ورک شول !!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *