د هندوستان د پوځي چارو شنونكي د ياد هېواد د څارګرې ادارې د معلوماتو پر بنسټ وايي چې تېره ورځ په ننګرهار كې د هندوستان پر قونسګرۍ د موټر بم او ډله ييز بريد پلانوونكي ته د پاكستان څارګرې ادارې ۵۰۰ زره كلدارې ور كړې دي.
شنونكي وړاندوينه كوي چې له افغانستانه د بهرنيو ځوكونو له وتلو سره به په دغه هېواد كې د هندوستان پر وړاندې وژونكي بريدونه ډېر شي.
د پوځي چارو شنونكي او د پوځ تقاعد شوى جنرال بهارت ويرما له هندي رسنيو سره په خبرو كې ويلي چې په افغانستان كې به د هندوستان پر وړاندې بريدونه زيات شي.
نوموړي زياته كړې، له افغانستانه د بهرنيو ځواكونو له وتلو سره سم پاكستان په سيمه كې د خپل نفوذ د خپرولو لپاره پر خپلو پاليسيو له سره كتنه پيل كړې ده:((د پاكستان پوځ او څارګره اداره غواړي په افغانستان كې د هندوستان په سفارت او كونسلګريو خپل بريد زيات كړي، افغانستان د پاكستان لپاره ستراتيژيك عمق دى او د بهرنيو ځواكونو له وتلو سره سم پاكستان غواړي دغه هېواد يو ځل بيا هغسې لاندې كړي، لكه تېر ځل يې چې لاندې كړى و.))
ويرما زياته كړې چې د هندوستان څارګر ه اداره او حكومت لا واردمخه د ياد بريد په اړه خبر وو:(( د هندوستان استخباراتي اداره د ننګرهار د قونسلګرۍ پر ترهګريز بريد خبره وه، د پاكستان څارګرې ادارې او پوځ د حقاني شبكې اړوند د ياد بريد پلانوونكي ته نيم مليون پاكستانۍ كلدارې ور كړې دي.))
ښاغلي ويرما په افغانستان كې د هند پر امنيتي پاليسۍ سخته نيوكه كړې او هغه يې ستره تېروتنه بللې ده: (( موږ بايد د پاكستان د مخ پر زياتېدونكو بريدونو د مخنيوي لپاره افغان ځواكونه پياوړي كړو، كنه نو پاكستان په افغانستان كې د هندوستان ګټې نه شي زغملاى.))
نوموړي د هندوستان حكومت ته خبردارى ور كړى چې په افغانستان كې د هند د ملي ګټو د خونديتابه لپاره د موثرې پاليسۍ د نه موجوديت له امله لرې نه ده چې پاكستان په افغانستان كې پر هندوستان بريالى شي  او ور سره جوخت به هغه ملياردونه مرسته چې هندوستان د افغانستان په بيارغونه كې كړې، هم په اوبو لاهو شي.
ويرما زياته كړې، د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به په افغانستان كې د هنديانو لپاره حالات لا پسې خراب شي: (( تاسو په جنګي ساحه كې له پوځي ملاتړ پرته بيارغونه نه شئ كولاى، ناټو ځواكونه په افغانستان كې د هندوستان د بيارغونې د كارونو لپاره ملاتړي وو، خو هغوى هم اوس د وتلو په حال كې دي.))
نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په نوي ډهلي كې په ننګرهار كې د هندوستان پر كونسلګرۍ تر بريد وروسته كړي دي.
تېره ورځ كابو لس بجې د جلال اباد ښار د امير شهيد بڼ ته څېرمه د هندوستان په قونسلګرۍ بمي بمي چاودنه او ډله ييز بريد شوى چې له امله يې ۳۶ كسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي چې په پېښه كې د ماشومانو په ګډون نهه ملكي كسان وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان دي.
كه څه هم د دغه بريد د پړې ګوته وسله والو طالبانو ته نيول كېږي، خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد يې پړه نه مني.
هندوستان د يوې اعلاميې په خپرولو سره په ننګرهار كې د ياد هېواد پر كونسلګرۍ بريد غندلى دى
د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اكبرالدين تېره ورځ ويلي چې د تېرې ورځې بريد روښانه كړه چې د افغانستان امنيت او ثبات ته خطر له كوم ځايه متوجه دى:((د افغانستان له پولو بهر د ترهګرۍ ماشين د افغانستان د امنيت او ثبات لپاره تر ټولو ستر ګواښ دى او ورته بريدونه هيڅكله نه شي كولاى د نوي ډهلي او كابل په اړيكو كې درز رامنځ ته كړي.))

2 thoughts on “خدمتګار: د هند په قونسلګرۍ بريد پلانوونكي ته ۵۰۰ زره كلدارې ور كول شوي”
  1. It is just non sense.If New Delhi’s Raw knew about it it must have shared the information with Afghan Gov’t which could have taken appropriate precautionary measures.It is just an effort by India to blame Pakistan for an entirely afghan issue.

  2. alamoona… being a pakhtun shame on you, pakistan in fact punjabistan is the real enemy of paktuns and you still feel proud being the slave of punjab…punjabistan is the real and fundamental enemy of afghans.. India is rebuilding afghanistan while ISI and punjabistan is engaged to destroy afghanistan……

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *