تاند- د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله سبا /یکشنبه/ هند ته ځي چې د دغه هیواد په جیپور ښار کې په تروریستي ضد کنفرانس کې ګډون وکړي.

ښاغلی عبدالله به د دې سفر په لړ کې د هند له صدراعظم نریندرا مودي او بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج سره هم وویني.

ټاکل شوې ده چې عبدالله د دوشنبې په ورځ د هند د صدراعظم په دفتر کې له صدراعظم مودي سره وویني.

د افغانستان اجرايي رييس به یوه ورځ وروسته یعنې د سې شنبې په ورځ جیپور ته لاړ شي چې په تروریستي ضد کنفرانس کې برخه واخلي.

دا کنفرانس به، چې د هند فونډېشن (بنسټ) د راجستان د ایالتي حکومت په همکارۍ ترتیب کړی، د هند ولسمشر پرناب موکرجي پرانیزي.

عبدالله عبدالله په مزاشریف کې د هند پر کونسلګرۍ د جېش محمد د ترهګرې ډلې له حملې یوه میاشت وروسته هند ته ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *