فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

خبر، د لیډ (د خبر لومړی پاراګراف) سره پیلیږي او بیا خپله خبر چې پیښه په بشپړه توګه بیانوي، هغه ته بشپړ خبرونه وایي، بشپړ خبرونه چې د خبرونو متن هم ورته وایي د لیډ یا سرټکو تفصیلي او بشپړه بڼه ده.

د خبرونو د متن د لیکلو لپاره چې د دوه جملو څخه تر لسو جملو پورې وي، د ځانګړو قواعدو او اصولو پلي کول اړین دي، چې ددې قواعدو مراعتول، خبرونه د لیدونکو، لوستونکو او اوریدونکو د پام وړ او د خبر متن د خپرولو وړ ګرځوي.

عمومي قاعدې

په ساده بڼه لیکل: خبر باید ساده، روان او عام فهمه وي تر څو ټول خلک پرې پوه شي

خبر باید پر وخت او نوی اوسي: د خبر موضوع باید تل د تیرو ورځو له موضوعاتو څخه نوې وي او نوي ټکي پکې را ټول شوي اوسي، خبریال باید هڅه وکړي چې له تکراري حقایقو او پیښو د بیانولو څخه ډډه وکړي.

خبر باید په لنډه بڼه ولیکل شي: په لنډه بڼه د خبر لیکل د خبر لیکلو له اړینو اصولو څخه دي، چې عمومآ ډير مالومات په لنډ متن کې وړاندې کيږي. یو خبري مطلب باید په متوسط ډول له ۳۰۰ څخه تر ۵۰۰ کلمو زیات نه وي، خو په مهمو مواردو کې کولای شو څو پاڼې خبر چمتو کړو.

د نورو په هکله خبرې: خبریال باید د ځان پر پرتله د نورو په هکله ډير وغږيږي.

همغږي: خبر باید په داسې ډول تنظیم شي چې ټولې برخې یې له یو بل سره تړاو ولري او همدا تړاو او همغږي خبر جالب کوي او د لوستونکو او اوریدونکو پام ځان ته ور اړوي، هر څومره چې دا تړاو قوي وي او د متن جملې لنډې او له مانا ډکې اوسي خلکو ته ډير د پاملرنې وړ وي، دا همغږي د اصلي موضوع پر ځای تکرار یا د خبر د ځانګړو او اړینو برخو د مناسب تکرار سره منځ ته راځي.

پراخوالی: د خبر یو له اړینو اصول څخه د خبر پراخوالی دی، یانې خبریال باید د پیښې ټول اړخونه وڅیړي او په اړه يې ټول مالومات راټول کړي او هغه ټولو پوښتنو ته چې د لیدونکي، اوریدونکي یا لوستونکي په ذهن کې دي ځواب ورکړي.

خبر باید په سمه بڼه ولیکل شي: د خبر د اړینو اصولو څخه یو په سمه بڼه لیکل دي، خبریال باید د ژبې ټول ګرامري او د لیکوالۍ قواعد په نظر کې ونیسي چې پده کې د ژپاړې اصول هم شامل دي ترڅو د ژباړې اصول هم مراعت کړي. دا اصل ډير د خبریال پورې اړه لري چې هغه پیښه یا واقعه چې ده لیدلې ده څنګه یې بیرته په خپله ژبه اوریدونکو او لوستونکو ته بیان کړي، خبریال کولای شي پدې اړه مطالعه وکړي او خپل معالومات زیات کړي.

د اصطلاحاتو کاروونه: په خبر لیکلو کې باید هغه اصطلاحات وکارول شي چې عام دي او ټول پرې پوهیږي، د بیلګې په توګه که د هرې کلمې یا نوم لپاره چې پښتو کې کلمه یا نوم شتون ولري باید د فارسي، عربي یا نورو ژبو کلمه و نه کارول شي.

د خبر پیل پر مناسبو کلماتو وشي: هیڅکله باید د خبر د سر جملې د نن، پرون، سبا… پر کلمو یا د اعدادو په کارولو سره پیل نه کړو.

د پاراګرافونو مناسب پیل: دوه پر له پسې پراګرافونه باید هیڅکله په ورته کلمو یا جملو پیل نشي.

د خبر صحت: خبریال باید دا ډاډ حاصل کړي چې خبر صحیح دی او کومه اوازه یا شایعه نده.

د خبر سرچینه: د خبر لیکنې په ادبیاتو کې د خبر سرچینه ډیر اهمیت لري، په چاپي رسنیو(ورځپاڼه) کې د خبر سرچینه مخکې له خبر یا لیډ څخه لیکل کیږي خو په غږیزو او انځوریزو رسنیو(راډیو تلویزون) کې د ضرورت پر بنسټ یا له لیډ څخه مخکې یا د خبر په متن کې ذکر کیږي.

د اشخاصو پیژندګلوي یا معرفي کول: په خبر کې د اشخاصو د نومونو او د هغوی په هکله د دقیقو مالوماتو لیکل ډیرضرور دي، البته د مخاطبینو لپاره ډيری وخت د شخص له نوم یا تخلص څخه، د شخص مقام، موقف، ملیت او جنسیت اهمیت لري، خو د اشخاصو په معرفي کولو کې باید لاندې ټکو ته پاملرنه وشي:

الف) د خبر پر سر کې باید یوازې د شخص نوم ذکر شي چې په اوریدو سره د اوریدونکي یا لوستونکي په ذهن کې د هغې څیره انځور شي او بیا یې یوازې نوم، عمر، موقف، مستعار نوم، د اوسیدو ځای او داسې نور مشخصات یادول کافي دي.

ب) که شخص د بیلابیلو موقفونو او مقامونو خاوند وي نو لومړی یې باید هغه موقف ذکر شي چې تر ټولو مشهور او پیژندل شوی دی او بیا د خبر په لاندې کرښو کې یې نور موقفونه یا مقامونه ذکر شي.

ج) که د شخص پیژندنه په لیډ یا د خبرونو په سر کې یاد نشي نو غوره ده او که د وخت د ضایع کیدو سبب کیږي نه نو نوم، تخلص او موقف دې په بشپړه توګه بیان شي او وروسته دې د خبر په متن کې ددې ځانګړتیاو، نوم، تخلص یا موقف څخه یو وکارول شي.

د) که د شخص علمي موقف لکه ډاکټر، انجینر، پورفیسور او داسې نور..، د شخص په اړه د خبري موضوع پورې تړاو لري نو باید ذکر شي.

هـ) د ګوندونو او اشخاصو په پیژندنه کې باید د هغوی بشپړه پیژندنه وشي.

د خبر لیکنې پړاونه:

په نړۍ کې هره ورځ بې شمیره پیښې کیږي او هر څوک پخپل چاپیریال کې د لسګونو خبرونو شاهد وي، نو مخکې له دې چې خبریال وغواړي یو خبر ولیکي باید په خبري موضوع یا پیښه او غیرې خبري پیښې کې توپیر وکړي او هغه موضوع وټاکي چې خبري ارزښت ولري او وروسته د خبر لیکنې پړاونه دي چې په لاندې ډول دي:

۱-د راپور چمتو کول: پدې پړاو کې خبریال د پیښې په اړه مالومات، شواهد او جزییات راټولوي، پدې پړاو کې باید خبریال د لوستونکو په ذهن کې د پیښې په اړوند شته پوښتنې تشخیص کړي او د امکان تر حده د هغو پښتنو ځوابونه پيدا کړي، ددې پښتنو د ځوابولو یوه معموله لار د مالوماتو په راټولولو کې دې پوښتنو (ولې، چیرته، چا او کله) ته ځواب پیدا کول دي.

۲- فکر کول: د خبر له لیکلو څخه وړاندې باید ځان پوه کړئ چې اصلي موضوع څه ده، اوریدونکو او لوستونکو ته باید څنګه وړاندې شي؟ چې پدې اړه باید تر هر څه وړاندې فکر وکړئ.

۳- د خبر ترتیب او تنظیم: مسلکي خبریال تر دې وړاندې چې خبر ولیکي، د پيښې اړوند خپل راټول کړي اسناد تنظیموي او دا هغه وخت کیدای شي چې خبریال د پیښې له اصلي مواردو څخه خبر اوسي او د پیښې د رامنځ ته کیدو لامل وپیژني او هغه جزییات د خپل خبر برخه و نه ګرځوي چې د پیښې پورې تړاو نه لري.

۴- د خبریال د لیکنې طرز: د لیکنې طرز یا د لیکنې سټایل چې ورته وایي باید د خبر لیکلو پر مهال له پامه و نه غورځول شي او لیکوونکی باید خبر داسې ولیکي چې لوستونکي ته د پاملرنې وړ وګرځي، تکراري موضوعات پکې ډیر کم وي او هر ځل په نوي طرز خبر ولیکي، چې دا د خبر لیکوونکي د خپل مهارت پورې ده.

۵- د مناسب لیډ (د خبر لومړی پاراګراف) غوره کول: لیډ باید لنډ، مانا دار، جالب او مطلب رسوونکی اوسي، داسې یو لیډ باید ولیکل شي چې لوستونکی د پوره خبر پر لوستلو مجبور کړي.

۶- پر راپور بیاکتنه: پدې پړاو کې باید له یوې بلې خبري سرچینې سره بیا اړیکه ونیول شي او راپور بیا په دویم ځل ولیکل شي ځکه هره لیکنه په بیا کتنې او بیا لیکنې سره لا ښه کیږي.

د چاپي رسنیو او غږیزو او انځوریزو رسنیو لپاره د خبر لیکنې توپیرونه: راډیویي او تلویزوني خبرونه ساده او روان وی او له سختو لغتونو او کلمو څخه پکې کار نه اخیستل کیږي، خو د چاپي رسنیو (ورځپاڼو) په خبرونو کې له سختو لغتونو او کلمو څخه کار اخلي ځکه لوستونکي کولای شي چې که په کوم لغت یا کلمه پوه نشي نو له چا پوښتنه وکړي یا یې په قاموس کې وګوري. راډیویي او تلویزوني خبرونه لنډ وي تر څو د اوریدونکو او لیدونکو له خوا ژر او ښه درک شي، خو د ورځپاڼو یا چاپي رسنیو خبرونه اوږده او تفصیلي وي او که لوستونکی پرې په یو ځل لوستلو پوه نشي نو کولای شي خبر دوه درې ځل ولولي. په ورځپاڼو کې د خبر شالید یا نور اړخونه په بشپړه توګه لیکل کیږي، خو په راډیويی او تلویزوني خبرونو کې د خبر د نورو اړخونو څخه په لنډ ډول یادوونه کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *