استاد احمل ښکلی

د امير عبدالرحمن خان د (تاج التواريخ) په پښتو ژباړه کې د (بدخشان ته راتګ) په برخه کې لولو: ” بله ورځ د درې وروستنۍ برخې ته ورسېدو. دا دومره لوړه وه، چې زه وويرېدم، چې سر ته به يې هېڅ ونه رسېږو. پر الله(ج) مو بروسه وکړه، پرې ورنېغ شو. کله چې د غر څوکې ته ورلنډ شو، د سختې سيلۍ له امله هوا ډېره سړه شوه، واوره هم تر زنګنونو پورې راختله، اسونه مو مخکې کړل او د هغو د لکيو په نيولو وروختلو، نژدې يو فرسخ مو نېغ مزل وکړ، چې نوکران او ملګري له سړې هوا ووېرېدل. ما هغوی ته ډاډ ورکاوه او روان وو؛ خو څو کسه يخنۍ ووهل. ما خپل موذن ته وويل، چې اذان وکړي. موذن يوازې اووه ځله اذان کړی و، چې د الله په لورېينه سيلې ودرېدله او ساړه هم لږ شول….”(تاج التواريخ، د عبدالقويم زاهد مشواڼي ژباړه: ۱۳۶مخ)

باچا خان په خپل(زما ژوند او جدوجهد) کې په (ډېره غازي خان جېل) کې د (مذهبي تعصب) په اړه وايي: “مونږ په دې جېلخانه کې پينځه مسلمانان وو، مونږ ډېره موده د خپلو ملګرو هندوانو او سيکانو له خاطره غوښه خوړلې نه وه او نه زموږ ياده وه، ليکن د سيالکوټ نه يو حکيم صاحب په دې تحريک کې قيد راغی؛ نو هغه به غوښه خوړله او زمونږ هم شوق پيدا شو او مونږ هم د غوښې د خوړلو د شروع کولو فيصله وکړه. حکيم صاحب مو جېلوالاوو له ورولېږه او هغه ورسره ټولې خبرې صافې کړې. د جېلوالاوو دا رايه وه، چې غوښه دې هم په دغه باورچي خانه(پخلنځي) کې پخېږي، حالانکه داروغه هندو و، ليکن مونږه دا خبره خوښه نه کړه، ځکه چې بعضې خلکو د دې نه سخت پرهېز کولو، د هغوی د خاطره به مونږ په هسپتال کې خپله کټوۍ پخوله او خوراک به مو هم دلته په بارک کې نه کولو، هسپتال کې به مو خوړله…زموږ د هندوستان په خلکو کې دا يو لوی کمی دی، چې يو څيز زمونږه په خيال او عقيده کې خراب وي؛ نو د هغه زغم او برداشت کولای نه شو، د هرې عقيدې د خلکو نه هم په هغه شان توقع او ارزو لرو، لکه زمونږ چې وي… ما د ټالسټای يو کتاب کې…دا قصه لوستې ده، چې يوه چينه ده، د هغې نه هر يو محلت له نلکه راغلې ده؛ خو د هر يوه محلت خلک په دې نښتي دي، ې زمونږ د نلکې اوبه پاکې او خوږې دي او د دې نورو خلکو اوبه ناپاکې او ترخې دي….”(زما ژوند او جدوجهد: ۲۵۷-۲۵۹مخ)

د دې دواړو کتابونو په اړه زموږ قضاوت مختلف دی. (تاج التواريخ) په تاريخونو کې شمېرو او (زما ژوند او جدوجهد) ته په ادبياتو کې اټوبيوګرافي يا ځانپېښې وايو؛ خو که ځير شو، د دواړو ترمنځ ډېر نېژدې مناسبتونه دي. د لومړي اثر ژبه او پېښې ادبي رنګ لري. نوی تاريخ په اذانونو د سيليو مخنيوی نه مني، البته ادبي ارزښت لري. همدارنګه د مرګ د ويرې او د سړو احساس هم په دې نثر کې ادبي ارزښت لري. بيا دويم اثر ته وګورئ، د دويم اثر پېښې تاريخي اهميت لري؛ نو که موږ ادبيات ايجادوو، له لومړي اثر نه استفاده نه شو کولای؟ که د خدايي خدمتګارو د تحريک تاريخ ليکو، د باچا خان (زما ژوند او جدوجهد) له استفادې پرته به ګنې نيمګړی نه وي؟

تاريخ او ادب دوه بېل مسلکونه دي؛ خو د دوو ټولنيزو واقعيتونو په توګه د خپلې بقا لپاره پر يو بل متکي دي. همغسې چې د تاريخ له ماضي سره ژور مناسبات دي، د ادبياتو هم دي.ماضي که تاريخ ته  علمي ارزښت لري، ادب ته جادويي او د خواږه خوب غونده ده.

ادب له تاريخ او تاريخ له ادب نه استفاده کوي. د ادب په منابعو کې پر اسطور او نورو سربېره تاريخ هم دی. زموږ ولسي او ليکنی ادب د ډېرو تاريخي پېښو شاهد پاتې شوی دی. د (که د ښالو لښکرې راغلې/ زه به ګومل ته د خپل يار ديدن ته ځمه) نه واخله د ملالې تر لنډۍ او د کونړ د غلام محمد تر ولسي سندرو پورې. د امير کروړ له وياړنې نيولې د بابا هوتک تر نارو، د پير روښان او اخوند دروېزه تر مخالفتونو، د خوشال تر تاريخي بوللو، تر هوتکنامي، محمودنامې، احمدشاهي شاهنامې، د خدايي خدمتګارو تر ادبي پنځونو، د ثور له کودتا تر وروسته ادبياتو او د اوسنۍ ولسواکۍ تر راتګ پورې دا ټول ادبيات بې له سياسي تاريخه مبهم دي. موږ وينو، چې وخت په وخت زموږ شاعرانو او ليکوالو له تاريخه استفاده کړې.

د تاريخ په منابعو کې لرغوني اثار، دودونه، ارشيفونه، رسنۍ او ادبيات راځي. ادب د تاريخ لپاره منبع ده، ځکه ادب د يوه ولس د کولتور هېنداره ده. که د هغوی ذهنيتونه معلوموو، له ادب نه به استفاده کوو. تاسو ته به پوښتنې پيدا شوې وي، چې زموږ ليکليو تاريخونو خو يواځې له تېرو تاريخونو استفاده کړې دي، له ادبي منبع نه پکې ګټه نه ده اخيستل شوې؟ هو، زموږ تاريخونه په همدې نيمګړي دي.

پخوا لوستي خلک، ليکني توکي او نور کم پيدا کېدل، تاريخونه هر چا نه شو ليکلای. تاريخ په اشرافو کې راته، د عوامو پوړ ته نه شو راټيټدای او يواځنی تصور ترې د سياسي نظامونو تګ راتګ و. تاريخونه په دربارونو کي اسير وو. ظل الله پر تخت و تاج سربېره پر تاريخونو هم خېټه اچولې وه. وروسته چې زموږ په هېواد کې کوم تاريخونه وليکل شول، هغه هم په مډرن طريقه د نويو سياسي نظامونو تر سيوري لاندې وو.

پخواني مورخان به د بادشاهانو په دربارونو کې ناست وو يا به چې شاه په کوم مهم واته، دوی به ورسره وتل؛ نو چې د باچا په حضور کې به څه ترسره کېدل، همغه يې ليکل؛ خو هر څه يې نه ليکل. په دربار کې مورخ د باچا له شديدو مکافاتو او مجازاتو سره مخېدای شو، يوې خوا ته سره زر او بلې خوا ته د مرګ ويرې او د شاه جلال، مورخ چېرته رښتيا ويلو ته پرېښودای شو. د غزنويانو په دربارونو کې ناست مورخ به څرنګه د دوښمن ستاينه کړې وای، عباس سرواڼي به څرنګه د جلال الدين اکبر په دربار کې رښتيا ويلي وای. پر دې بنسټ پخواني تاريخونه د پخوانيو ټولنو ډېر محدود او نيمګړی تصوير راپرلاسوي. له يوي خوا پکې له درباره بهر دنيا نشته، له بلې خوا پکې د شاه يواځې پالش کړې څېره وينو، چې عادل دی، سخي دی او د خدای پر ځمکه يې د خدای قانون جاري کړی دی. کوم مورخ د هغه بزګر حال ويلی، چې شاهي لښکرو  يې د تېرېدو پر وخت فصلونه ورتباه کړي او دی يې د پلۍ تړک ته کېنولی، کوم مورخ د هغې ښار احوال اخيستی، چې د شاه لښکرو تازه پايمال کړی. چا د هغه درباري کيسه کړې، چې په معمولي شوخۍ د شاه له عتاب سره مخ شوی دی.

زموږ مورخانو چې له ادبياتو استفاده نه ده کړې، دا تصور يې هم پر ذهن حاکم و، چې ادب ټول دروغ دي او تاريخ ټول رښتيا؛ خو چې ځير شو، خبره سرچپه ده. وايي، چې له تاريخه نېټې او د اشخاصو نومونه لرې کړې، ټول دروغ دي او په ادب کې چې کرکټرونه او نېټې په پام کې ونه نيسې ټول رښتيا دي. ادب د عامه ذهنيت ښکارندويي کوي او د تاريخ کار له عامه ذهنيت سره دی. د اورنګزېب په اړه راته درباري تاريخونه وايي، چې ډېر مسلمان، پرهېزګار سړی و، همېشه به په رکوع او سجود و، لويه ږيره يې ساتلې وه او اوږدې تسبې ورسره وې، هندوان يې وځپل او په مغولي سلطنت کې  يې يو ځل بيا د مسلمانانو بول بالا کړ؛ خو خوشال چې له نېژدې ليدلی و، پوه و، چې “خليفه د زمانې په زړه کافر دی” او:

يو عادل باچا پيدا شو، اورنګزېب د دين غمخور

خپل پلار تړي په عدل، په فتوا وژني خپل ورور؟

نو مورخ چې له اورنګشاه سره انصاف کوي، انصاف خو همدا دی، چې د هغه وخت ادبيات هم ولولي، ګنې تاريخ به يې نيمګړی وي.

اوس چې تاريخ د دربار له انحصاره راوتی، فلسفه يې اوښتې ده. موږ وينو، چې اوس دين هم تاريخ لري، ساينس هم تاريخ لري، فلسفه هم تاريخ لري، ارواپوهنه هم تاريخ لري، معماري هم تاريخ لري، ادبيات هم تاريخ لري. د دې مطلب همدا دی، چې  په يوه ټولنه کې د هر وړوکی او غټ بدلون په تاريخ کې راځي او چې کله تاريخ ته د بدلون کلمه کاروو، موخه مو زمان دی. موږ ته پته ده، چې زمان يواځې په دربارونو نه، د طبيعت په ذره ذره اغېز پرېباسي؛ نو که تاريخ د تغير بچوړی وي، پکار ده، چې د فرهنګ هر بدلون ته ځواب ووايي.

په دې حساب تاريخ د نوي تصور له مخې د خلکو پر غوسه هم غږېږي، پر ښکنځلو هم، پر لباس هم، پر خوراک هم، پر ناسته پاسته هم، له يو بل سره د خلکو پر چلندونو هم، لنډه دا چې پر هر څه.

نوی تاريخ چې پر هر څه غږېدای شي، ادبياتو ته يې ډېره اړتيا پيدا کېږي. که تاريخ د پښتني ټولنې پر غوسه بحث کوي، له دې لنډيو پرته به نيمګړی وي:

موذي د دربو چمچمار دی

نه په ښېرا مري، نه په ډېرو زيارتونه

د شاليزارې مار دې وخوره

چې په نرۍ پوله درځم، وير دې کومه

په پاسنيو دواړو لنډيو کې د پښتنو د غوسې د څرګندولو طرز او ورسره هغه فردي مناسبات وينو، چې زموږ د کولتور پر بنسټ رامنځته شوي دي. زموږ مورخان که يواځې د (موذي= هغه مېړه، چې د مېرمن يې خوښ نه وي) تاريخ او په اړه يې د پښتنو تصور راوسپړي، چې عموما زموږ په ټولنه کې نجونې د خپلې کورنۍ د پرېکړو قرباني وي. نجونې چې حساسې وي، خپل وجود په اسانه داسې يوه چا ته نه شي سپارلی، چې د دې زړه پرې اوبه نه وي څښلې او د دې ورسره مينه نه وي؛ نو ځکه بيا د مور و پلار د ظالمانه پرېکړې پر وړاندې کله درونو او کله سپک اعتراض کوي:

زما ابۍ دادا ته وايه

خوشحاله نه يم، له ناکامه ناسته يم

پردي کورونه دوزخونه

نادانې نجونه پکې عمر تېروينه

زموږ تاريخونه که د پښتني ټولنې د غوسې تاريخي عوامل راوباسي، پښتني ټولنې ته به يې لوی خدمت کړی وي.

همداسې که د پښتونستان پر مساله تاريخي ليکنه کوو، د پښتونستان په اړه له ايجادو شويو منظومو او منثورو ادبياتو(شاعرۍ، لنډو کيسو، ناولونو، ډرامو، سفرنامو، اټوبيوګرافيو، تکلونو، طرحو او…) پرته به ګنې نيمګړې نه وي؟

په نوي تاريخلېکنه کې ګام په ګام ادبياتو ته اړ کېږو. زموږ تاريخپوهان او مورخان که ادب دقيق ونه لولي، تاريخونه به يې د پخوانو غوندې نيمګړي وي. همداسې مو که اديبان تاريخي مطالعه ونه لري، ښه ادبيات نه شي ايجادولی.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *