د پارلمان استازي په نوره نړۍ کې د يو هيواد لپاره په دې فکر کې وي چې له کومو لارو د خپل هيواد د پرمختګ لپاره کار وکړي، څنګه خپل ولس ته اسانتياوې برابرې کړي او هغه ژمنې ، چې د ټاکنو پر مهال يې ورسره کړې وې پوره کړي ، خو په افغانستان کې بيا د دې بالعکس دی .
دلته د ملي شورا يو شمېر استازي بيا په دې فکر کې دي چې څنګه خپل ولس په نورو وپلوري، د هغوئ په حق خپل جېبونه ډک کړي او له هغوئ يوه ګوله ډوډۍ واخلي .
په تېرو نږدې ۱۵ کلونو کې ، نه وسله والې ډلې او نه هم کوم بل هيواد افغانستان ته دومره زيان اړولی ، لکه څومره چې ، د ولسي جرګې يو شمېر وکيلانو اړولی ، هيواد يې په نورو خرڅ کړ ، د غريب ولس حق يې وخوړ ، په ادارو کې يې داسې کسان د اړيکو او زور په مرسته وګمارل ، چې ښکاره نورو هيوادونو ته کار کوي.
هره پروژه ، چې پلې شوې د دوئ برخه پکې شته ، ډېر ښوونځي مو ودانۍ نه لري ، خو د دوئ له برکته په اړوند ادارو کې په دې نوم ثبت دي ، چې ودانۍ لري او سړکونه خو مو هسې هم ډېر هوايي تېر شول.
ګمرکونه خو داسې بولي ، لکه د دوئ چې خپل وي.
دا چې ولسي جرګه او مشرانو جرګه مقنينه قوه بلل کېږي ، خو که له ډېرو يې پوښتنه وشي ، نو قانون نه پېژني او هغه قانون چې دوئ تائيد کړی ، که ترې وپوښتې بېرته يې نشي تفسيرولی.
قانون ، چې په يو هيواد کې د نظم او ډيسيپلين لپاره رامنځته کېږي ، ډېری وکيلان بيا هغه قانون ، چې د ولس او هيواد په ګټه وي او دوئ پکې شخصي زيان ويني ردوي ، خو د ځان په ګته يې چې هر ډول قانون وي تائيدوي.
د قومونو او قبيلو تر منځ شخړې او لانجې د دوئ له برکته پيدا شوې ، په سرحدونو مو ډېری وسلې او چاودېدونکي توکي د دوئ پر مټ هيواد ته راتېرېږي.
يو امنيتي چارواکي کيسه راته کوله ، چې يو وخت پوليسو په ښار کې له چاودېدونکو توکو ډک موټر ونيوه ، چې د مېوو په کرېټونو کې يې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و ، پوليسو خبر راکړ چې ، له چاودېدونکو توکو ډک موټر مو نيولی ، ما ورته وويل ، چې په احتياط يې تر دې ځايه راورسوئ ، د دې چارواکي په خبره ، موټر زما تر ځايه نه و رسېدلی ، چې د پارلمان يو وکيل ، زنګ وواهه ، چې موټر پرېږده.
نو له داسې وکيلانو به څه طمع وشي ، هغه ولس ، چې دی يې تر دې مقامه رسولی ، بېرته د نورو په اشاره د بارودو په لمبو سوځوي.
په لنډو کې به ووايم ، په تېرو ۱۳ کالونو کې ، چې په هيواد کې هره ناخواله رامنځته شوې ، نږدې ۸۰ سلنه يې د دوئ په مټ رامنځته شوې.
زموږ په هيواد کې د شته ناخوالو له منځه تلل او د هيواد د ابادۍ لومړی ګام ، د ملي شورا له منځ تلل او يا هم دا ځل پارلمان ته د داسې کسانو راتګ دی ، چې په ريښتوني ډول د دې هيواد او ولس د درد دوا شي ، هيواد ته وفاداره وي ، د هيواد د ملي منافعو ساتنه وکړي او له نورو هيوادونو سره تړلي نه وي.
نو د خدای (ج) په لحاظ ، دا ځل په دې پسې مه ګرځئ، چې پلانکي ته رايه ورکوم ، زمونږ د قبيلې دی او پلانکي ته رايه نه ورکوم ، چې زموږ د قبيلې ندی، وړتيا پسې لاړ شئ.