تاند- د جنرال محمد شریف یفتلي په مشرۍ د افغانستان د ملي اردو اته کسیز پلاوی د شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته لاړ او د دغه هیواد د قول اردوګانو له عمومي قوماندان جنرال هدایت الرحمن سره یې د دوو هیوادونو د پوځونو ترمنځ پر همږغۍ خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې دواړو خواوو په دې کتنه کې، چې د شنبې په ورځ وشوه، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیتي ترتیباتو او د دوه اړخیزو ګټو په باب خبرې وکړې.

له بلې خوا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوي نومول شوي قوماندان جان ډبلیو وایک نیکلسن وویل:«د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې د همږغۍ ښه کېدا د تروریستي ضد عملیاتو او د پولې د امنیت لپاره مهمه ده.»

جنرال نیکلسن دا خبره د امریکا مشرانو جرګې ته وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *