کليوال ملګري ټولنې د اونيزو ناستو په دوام خپله نهه شپېتمه اونيزه غونډه   فارغ شویو محصلينو وياړ غونډې ته ځانګړې کړې وه.

که څه هم کليوال ملګري ټولنه اونيزې منظمې غونډې تر سره کوي، خو ډېری اونيزې ناستې د فعاله شخصيتونو علمي او فرهنګي هڅو ته ځانګړې کوي.

دا ځل کليوال ملګري ټولنې د رهبري شورا غړو تصميم ونيو، چې د ۱۳۹۴ ل کال فارغ شویو محصلينو ته، چې د هيواد له بېلا، بېلو پوهنتونو څخه فارغ شوي دي، د هغوی د فراغت مراسم ولمانځي.

2غونډه د معمول په څېر په دوه نيمې بجې پيل شوه، چې د دريځ چارې انعام الله ګوهر پر غاړه وې.

په پيل کې يې قاضي محمد امين رفيقي ستيج ته وبلل او غونډه يې د سپېڅلي کلام په مبارکو ايتونو سره پيل کړه.

ورپسې د غونډې ګډونو د ملي سرود د درنښت په خاطر په خپلو ځايونو کې ودرېدل، د پرانيستونکي وينا لپاره د يادې ټولنې ريس مجيد ژړاند ته بلنه ورکړل شوه.

مجيد ژړاند   راغليو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه فارغ التحصيل محصلينو ته يې د ټولنې په استازيتوب مبارکې وويله، نوموړي د خبرو په دوام وويل: کليوال ملګري ټولنه د ژبې او فرهنګ خدمتګارانو دعلم او پوهې د لارې پيروانو خدمت په ځان فرض ګڼي، کليوال ملګري تېر کال هم د غزني پوهنتون پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د پښتو ژبې او ادب د څانګې څخه فارغ شویو محصلينو ته د فراغت غونډه نيولې وه.

تر څنګ يې د قلم او ادب سرلاري هم په بېلا، بېلو لمانځغونډو کې لمانځلي او د هغوی په درنښت يې غونډې تر سره کړې دي.

د کوزې پښتونخوا ارمانجن شاعر، ليکوال او ژورناليست عصمت الله زهير، کابل پوهنتون استاد ليکوال شاعر او ژورناليست پوهنوال لال پاچا ازمون ته هم د درنښت پګړۍ ور په سر کړې وه.

په غزني کې يې هم اسدالله جلالزی چې له ډېری وخت يې د ژبې او فرهنګ خدمت ته ځانګړی کړی دی، کليوال ملګري يې د ستاينې غونډه نيولې وه.

مجيد ژړاند په وروستيو کې محصلين مخاطب کړل، همدا تاسو ياست، چې زموږ په تياره چاپېريال کې به د مينې ډېوې روښانه کوئ، زموږ د ماشومانو ذهنيتونه به قلم او کتاب ته را اوړئ.

ورپسې تکړه استاد پوهنيار مصطفی صفا ته بلنه ورکړله، چې دريځ ته راشي او د غونډې ګډونوالو ته خپله علمي وينا وکړي.

استاد صفا په پيل کې محصلينو ته د فراغت مبارکې ورکړله، هغوی يې خپلو مسووليتونو ته ځير کړل، استاد د خپلې وينا يوه برخه کې برخه والو ته وويل: همدا تاسو ياست چې راتلونکی به جوړوئ، هغه وويل په تېرو وختونو پسې مه ځئ د راتلونکې په اړه فکر وکړئ، تر څو پرمختګ وکړئ،   موږ او تاسو باید هڅه او هاند وکړو، ددې لپاره چې موږ د خپلو رقيبانو نه يو ګام مخکې لاړ شو، نو د ژوند معرکې لپاره باید قلم او کتاب سره ملګرتيا وکړو، خپلو هڅو ته ادامه ورکړو، موږ باید د خپل ژوند د بقا لپاره کار او هڅې وکړو، نوموړي استاد کليوال ملګري ټولنې نه مننه وکړه، چې تل يې د کار خلک ستايلي دي.

وروسته په غزني کې د افغاني سرې میاشتې ریس او د کليوال ملګري ټولنې د رهبري شورا غړي سميع الله صديق دريځ ته وبلل شو.

ښاغلي صديق د غونډې برخه وال مخاطب کړل او ويې ويل کاشکې موږ اوس په سلګونو فارغين درلودلی، ښه به وه چې دغزني مرکز او ګېرو ښوونځيو کې متوازن پرمختګ شوی وای.

ښاغلي صديق د غونډې له برخه والو نه هيله وکړه، چې راويښ شئ او د خپلو قانوني حقونو د لاسته راوړلو لپاره کار وکړئ، د زنخان په ولسوالي کې دری منځني ښوونځي لري، چې دوه دوه خېمې د غونډيو پر سر ولاړې دي، ایا په دغه ډول به موږ څنګه د خپلې سيمې ځوانان د پوهې له کاروان سره ملګري کړو؟

صديق د خپلو خبرو په دوام د پوهنې چارواکي مخاطب کړل، چې په ټولو سيمو کې باید متوازن معارف لپاره هلې ځلې وکړي، له مشرانو، قومي مخورو او علماوو نه په دغه برخه کې د همکاري غوښتنه وکړي.

ښاغلي صديق فارغ التحصيل محصلينو ته په خطاب کې وويل: همدغه ځوانان دي، چې دلته په غزني کې يې د عامه پوهاوي لپاره هڅې کړې دي د علم   او پوهې د دودولو لپاره هلې ځلې کوي.

صديق د خپلو خبرو په وروستيو کې وويل: د پوهنې چارواکي باید عدالت مراعات کړي او ټولو زده کوونکو ته د علم او پوهې په په لاره کې اسانتياوې برابرې کړي.

ورپسې د ګېرو د پوهنې مدير حیات الله خواره کې هم په خپلو خبرو کې محصلينو ته د فراغت مبارکې ورکړه، زياته يې کړه چې همدغه ځوانان به مو تر روڼ سباوون پورې رسوي د بدبختيو او جنګ جګړو تياره ګوټونه به د علم او پوهې مشالونه بل کړي.

د سلطان محمود غزنوي د لوړو زدکړو موسسې علمي مرستيال انجنير رحيم الله کمال هم د ريځ ته وبلل شو، نوموړي محصلينو ته د فراغت مبارکې وويله او زياته يې کړه تاسو باید متحد واوسئ او د تعصب پر وړاندې مبارزه پيل کړئ.

د محصلينو په استازيتوب رحيم هلال او اسدالله جلالزي خبرې وکړې، دوی د خپلو خبرو په دوام له کليوال ملګري ټولنې نه مننه وکړه، چې موږ ته يې د درنښت غونډه نيولې ده.

دوی د کليوال ملګري ټولنې د تېرو فعاليتونو په اړه هم لنډې خبرې وکړې او د يادې ټولنې غړو ته يې د بريا هيله وکړه.

د غونډې دويمه برخه ستاينليکونو ته ځانګړې شوې وه، چې د کليوال ملګري ټولنې له لوري فارغ التحصيل محصلينو ته جوړې شوې وي، چې په فارغو محصلينو باندې ووېشل شول.

   همدارنګه د غزني د ځوانانو د امريت له لوري د کليوال ملګري ټولنې ځينو غړو ته هم ستاينليکونه ورکړل شول.

غونډه چې د سلطان محمود غزنوي د لوړو زدکړو موسسې د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه، مازيګر ناوخته قدرت الله نرميوال له لوري د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *