تاند- د پلازمېنې کابل او د هغه د شاوخوا د زرغونولو یوه لویه پروژه پرون /شنبه/ رسماً پرانستل شوه.

دا پروژه به دا کابل په شاوخوا کې په زرګونو جریبه مځکه باندې تطبیق کېږي. پر دې مځکو به ونې او نیالګي کښېنول شي.

د افغانستان د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، پر دې پروژې به ۴۰ ملیون ډالره ولګېږي. د دغو پیسو، چې د افغانستان د حکومت له خزانې ورکول کېږي، درې ملیونه لومړي پړاو ته ځانګړي شوي دي.

د کرنې د وزارت په وینا په لومړني پړاو کې به پر ۵۵۰ هکتاره مځکه شاوخوا ۲ لکه ونې کښېنول شي.

د کرنې د وزارت چارواکي وايي چې دا پروژه به زرګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.

هغه سیمې چې ټاکل شوې ده د دې پروژې پر اساس زرغونې شي، اسمايي غر، شېردروازه غر، د قرغې شاوخوا غونډۍ او د کابل د هوايي ډګرا شاوخوا پکې شاملې دي.

One thought on “د کابل ښار د زرغونولو لویه پروژه رسماً پرانستل شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *