سړي سرکوږ نیولی و او خپل ورور ته ځير و چې جامې او خواړه یې ورته راړوي و. ورور یې په یوه ساه غږیده:
« څه دې وکړو، څوک دغسې کوي. خپله خو بیغمه شوې موږ دې په سره اور کې واچولو»
د ځوان غږ لږ لوړ شو:
« که دا میاشت هم کار پیدا نه کړم څه به خورو»
زنداني په خپله خوله لاس کیښود:
- ورورکه بده ده خلک به څه وایي؟
- خلک به نور څه وایي نه دې ویني چې بندي یې
- هاغه حاجي رحمت ته ورشه که یې کار درکړ
- له تا خبر شوی، ښه به کار راکړي
- ته خو زما سلام ورته وکړه
- واه واه چې دا هم ورورسوم بیا به مې مدیرکړي
زنداني اوف کړل. ورور یې راوړې غوټه لږ کلکه پرمځکه کیښوده او جامې یې ترې راوایستې. زنداني د غوټې له لاندې یو سپین ټوکر راکش کړ:
- د بالښت پوښ مو څه کاوه دلته بستره له کومه شي
- وریندارې کیښود نو څه مې ورته ونه ویل خوارکۍ، ټول ستا له لاسه
- بس دی له ځانه دې قاضي جوړ کړی
ورور یې ولټیده. زنداني پسې وکتل. دروازه بنده شوه او هغه شاته ونه کتل.
بندي غوټه سره راغونډه کړه. جامې یې بوی کړې. د کور د ناستې خونه یې سترګو ته ودریده چې په ژمي کې له کړکۍ رالویدلي لمر روښانه کړې وه. تر کالیو لاندې سپین ټوکر یې پورته ونیو او پر خامک شوې کوتره یې لاس تیر کړ.
پای