په قطر کې د طالبانو د دفتر له پرانستې سره هم مهاله داسې ګونګسي هم اورېدل کېدل چې طالبانو د د فتر لپاره ځکه قطر انتخاب کړی چې غواړي پدې توګه د پاکستان له نفوذ ځان خلاص کړي، خو خبره داسې نه وه! پاکستان چې د افغانستان لپاره هممهال بې شمېره پالیسۍ پر مخ وړي په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانسته هم د پاکستان په خوښه او امريکا سره په همغږۍ ترسره شوې وه.
د سولې پروسه دقیقا همغسې پيل شوه چې پاکستان پلان کړې وه، په لومړي پړاو کې دا خبرې د امريکا اوطالبانو تر منځ وې، پاکستان ددې خبرو لپاره د زمينې د برابرولو په مټ يو ځل بيا له امريکا سره خپلې شړېدلې اړیکي ورغولې، په ميليونو ډالر یې ترلاسه کړل، چین سره یې د افغانستان په مسئاله کې همغږي رامنځ ته شوه، هندوستان یې څنډې ته کړ، شمال ټلوالې سره یې اړیکي ورغولې، ولسمشر کرزی یې ددې لپاره له پروسې لرې کړو چې د پاکستان غوښتنې ومنې او د افغانستان په راتلونکي کې یې يو ځل بيا له لاسه ورکړی نفوذ ترلاسه کړ. پاکستان داهر څه د خپل لابي او نږدې ملګري انګريز د مرستې له لارې ترلاسه کړل، څو امريکا قانع کړي چې په افغانستان کې د سولې راتګ او له دغه هېواده د بهرنیو پوځیانو خوندي وتل د پاکستان له همکارۍ پرته ممکن نه دي.
هندوستان چې د افغانستان مهم مالي مالي ملاتړی دی او د افغانستان په ثبات کې د افغان حکومت او د امریکا د یو ښه ملګري په سترګه ورته لیدل کېږي داسې ښکاري چې د سولې له روان بهير خوښ ندی، که څه هم امريکا وخت نا وخته هند ته ډاډ ورکړی او بار بار يې ورڅخه غوښتنه کړې چې د افغانستان په راتلونکې کې مهمه ونډه ولري، خو هند پوهېږي چې امريکا پدې برخه کې له پاکستان سره د کومې معاملې په مټ مخکې ځي. دغه هېواد داسې احساس کوي چې د پاکستان او امریکا له لوري په لوی لاس هڅه کېږي د افغانستان د راتلونکې لوبې او سوله ییز حل څخه څنډې ته شي. د طالبانو اعلامیه چې دوی د شمال ټلوالې سره خبرو ته چمتو دي او له ایران سره یې هم خبرې کړي هندوستان نور هم خفه کړی دی او دا وېره یې زیاته شوې چې له دغو ډلو او هېوادونو سره یې اړیکي او همدارنګه نړیوالو سره یې معامله طالبان هڅوي چې د اوسني حکومت د بدیل په توګه ورباندې فکر وشي.
هندوستان په هېڅ صورت طالبانو سره د پاکستان له ادرس او په مرسته خبرو ته لېواله نه دی، دوی فکر کوي چې طالبان د ای ایس آی په لاس روزل شوي او په ذهنونو کې یې د القاعده ایډيالوژي پېچکاري شوې ده، چې دا به په سیمه کې نورې جهادي ډلې هم تشدد ته وهڅوي. نو ځکه خو دوی په دې تاکید کوي چې د سولې پروسه دې افغاني شي او د دغې پروسې په اړه دې د ولسمشر کرزي انديښنې هم ځواب شي.
پاکستان به ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې هندوستان د دغې پروسې پر مټ څنډې ته کړي همدارنګه په تمه دی چې د سولې د پروسې د برياليتوب په صورت کې به وتوانېږي د هند ـ امريکا اړيکي چې پدې وروستیو کې د افغانستان په قضیه کې سره تودې شوې وې تر اغېز لاندې راولي، ځکه خو هندوستان له امریکا په ډېر جدیت غواړي چې د سولې خبرې بايد افغاني شي او هم بايد پدې برخه کې د سيمې د هېوادونو پر اندېښنو فکر وشي. پاکستان د هندوستان د دغې هڅې چې د سولې پروسه دې افغاني شې او د پاکستان له انحصاره دې راو اېستل شي په غبرګون کې پرون په ننګرهار کې د دوی پر کونسلګرۍ برید وکړ، چې هندوستان ته وښایي طالبان لا هم د دوی په ولکه کې دي او دا ناشونې ده چې پر دوی دې د پاکستان نفوذ راکم کړلای شي.
په عين وخت کې پاکستان د سولې پروسې په اړه د چین سره په همکارۍ کې په یو تیر دوه ښکاره کوي، یو داچې د سولې په پروسه کې طالبان چین سره کېنوي او د راتلونکې په اړه یې انديښنې راکموي او همدارنګه چین د هندوستان پر وړاندې کاروي. د یادولو ده چې چین او هندوستان په افغانستان کې د پانګې اچونې لپاره ډېره لېوالتیا لري او په همدې برخه کې یې سیالي هم پیل کړې ده.
د فارن پالیسي خپرونې د جون شلمې نیټې لیکنه کې ادعا شوې چې چین د پاکستان په منځګړتوب له طالبانو سره په پاکستان او چین کې لیدلي دي او خپلې انديښنې (یغور مجاهدینو او په افغانستان کې د میسو عینکو پروژه) شریکې کړي دي او د طالبانو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی. چین طالبانو سره د سولې له خبرو ملاتړی دی او همدارنګه پاکستان او امریکا څخه ددې پروسې له لارې خوښ دی، ځکه د چین هغه وېره هم له منځه ځي چې افغانستان کې به د نړیوالو ځواکو د کمېدلو سره په دغه هېواد کې کورنۍ جګړه رامنځ ته شي. که چیرې دغه ادعا سمه وي چین به د هندوستان په پرتله د باکستان په مرسته په افغانستان کې د یو مهم لوبغاړي په توګه راڅرګند شي ځکه چې له ولسمشر کرزي سره هم د چین اړیکي ښې دي، هم یې طالبانو سره اړیکي جوړې کړي او هم امریکا سره د افغانستان د سولې په پروسه کې ملاتړی دی.
د سولې پروسه پاکستاني کولو سره پاکستان ته دا زمینه برابره کړه، چې په طالبانو خپل له لاسه ورکړی نفوذ بېرته ترلاسه کړي. ډېر شمېر طالبانو فکر کولو چې دوی د پاکستان له لوري یرغمال شوي دي او نه یې پرېږدي چې د افغانستان د راتلونکې لوبې مهم لوبغاړي واؤسي.
له محور ورځپاڼې په منننې
It is an extremely biased and untrue comment not worthy of consideration.Afghanistan has been wronged by these so called intellectuals who have everything but no intellect.
Isi is one of British Kaffir agency and we have to destroy the Rawalpindi GHQ station, so don’t need to talk Pakistan at all. We have to send more troops to India to get more modern intiligence education to bite porkis agencies. And that’s the only solution.
pakistan is the bone of contention for the whole region… this elligitimate child of britain should be eradicated from the face of earth………
.